کرزی او غني، دا دوه کسه مه رټئ! عبدالوافي نایبزی
تاسو يې منئ او کنه خو د هېواد د معاصر تاریخ پر بنسټ، تر دې دمه خو نه د ښاغلي کرزي غوندې ولسي سیاستوال، چې په ژړه ژړا يې اخر وخت کې وویل، والله باالله په وطن مې زړه خوږېږي، خیر دی یو شئ، زه نه غواړم چې میرویس مې په خارج کې رالوی شي، نه غواړم چې اولادونه مو خارج کې رالوی، مه کوئ داسې…او نه د ولسمشر غني غوندې مدبر، پوخ او تخنیکي ولسمشر موږ دی لیدلی، چې پهخپله کابو ۵ کالنه دوره کې يې ګاونډیان او نړیوال همکاران خپل خارجي سیاست ته حېران کړيدي.
کرزی په تش کنډر راننوت، د ملګري نظامي په خبره چې: «ده د داسې خلکو په منځ کې ملي بیرغ پورته کړ، چې د هر ګونديمار له جېبه د خپلې فرقې او تفرېقې جنډې راوتلې .اوږه ېې هم ټيټه وړه وطن او ملت نهمنونکو ته ېې هم خندل، پر وړاندې ېې پورته شوي بغاوت او پاڅون ته ېې هم د کرارولو او ورورۍ غږ کاوه. د امریکا پر بمبار او د وسلهوالو ډلو په چاودنو ېې هر کله سترګې سرې وې .وږي ماران ېې داسې ماړه کړل، چې له ډېره وزنه نه ژبې ایستلی شي او نه په ډډه اوښتی شي؛ که وخت پرې واوړي وراسته به شي او بیانو کیسه ېې ختمه.»
او له بل اړخه ښاغلي غني هم داسې مهال واک ته ورسېد، چې د نړۍ تر ټوله ستره تروریستي پروژه پر افغانستان پليکېده، داعش هغه څپه وه، که په ګاونډيو هېوادونو کې پر هر هېواد تېر شوهوه، نو اوس به په نقشه کې نهو، خارجي کشمشکونه په هر حال، په داخل کې د داخلي مافیا داسې ځپل، چې ولس ته اوس د مخکېدلو نهدي، دا حاجيصیبان، امپراتوران هغه خلک وو، چې په یوه اشاره يې لکونه خلک راټولېدل، او د زندهباد چيغې يې وهلې.
غني نړیوالو ډونرانو ته کرښه کش کړه، خپلسرې مرستې، چې له نیمايي ډېرې به بېرته خارج ته تللې، شېوه يې بدله شوه. ولس ويښ شو، پر ځوان پانګونه وشوه، د نظام په راس کې خالد، سادات، محب، اندرابي…لسګونه ځوانې څېرې راغلې.
افغانستان دی، ژوند روان دی، خو ښه ده، چې د نظام ملاتړ په هره مستقیمه او غیر مستقیم ډول وکړو، نظام که هر څومره بد شي، نظام دی، موږ يې د تشې زور لیدلی دی.