مونږ مسلمانان پر دې باورمن یو چې د دې نړۍ پر محدودې زندګۍ سربېره یوه بله لامحدوده او تل پاتې ژوند هم شته . که څه هم مرګ دی ، چې محدود پايښت پر لامحدود هغه بدلوي، خو بیا هم مرګ د یو ډېر تریخ حقیقت نوم دی . دا حقیقت هغه مهال لا لکه زقوم تریخ او د زهرو ګوټ شي ، چې د یو تنکي ژڼي د تاندې ځوانۍ پر ارمانجنه چرګۍ مېلمه شي . د داسې زړه بوږنوونکو شېبو د تماشو پر مهال د فطرت لخوا د ژوند په نوم له رنګونو او خوندونو ډکه لوبه له خپل ټول جمال ، جلال او کمال سره ،سره سړي ته زښته ډېره بې خونده و بريښي :
دا د فطرت څه بې خونده لوبه وه
ساز یې کړم ، اغاز یې کړم ، انجام یې کړم
کله چې سړی د ارواښاد طاهر فرهاد دا بيت لولي او یا یې اوري نو داسې ګڼي ، چې هغه ته د فطرت لخوا د ژوند په پيل شوې دې لوبه کې د خپلو لنډمهاله لوبېدو او تر وخت د مخه ددې لوبې د پای ته رسېدو ( ځوانيمرګ کېدو ) الهام شوی وي .
که څه هم د مرګي درنې او سپېرې سيلۍ دا تاند راټوکېدلی ګل لا غوړېدو او لا څانګې ، څانګې غځېدو ته پرېنښود ، خو د ( لاس له کرښو ) نه به یې په موټي کې د راټولو غاټولو او ګلابونو په رنګونو او خوشبویۍ بار بهيرونه تر هغه درومي ، چې څو یې ( د لاس کرښو کې ته یې .)
ما ارواښاد طاهر فرهاد شاوخوا یوه نيمه لسیزه وړاندې په پيښور کې د افغان ادبي بهير پر هغه دریځ (سټېج) ليدلی او اورېدلی و ، چې ما پرې پيرمحمد کاروان هم ليدلی او اورېدلی و . هغه مهال ماته ددې داوړو ښاغليو شعرونه یو دبل سکني او حتا غبرګوني ورونه برېښېدل، ځکه چې ما د دواړو په شعرونو کې د شاعرانه جوهر یو ډول سره ورته هنري څرکونه او د دواړو په شعرونو کې د نغښتو ارمانونو تر منځ یو ډول همغږي ليدلې وه . د خپلې دې ادعا د اثبات لپاره به د ساري په توګه د دې دواړو درنو د یوه ، یوه بیت پر راوړنه او لنډه سپړنه بسنه وکړو .
کاروان صیب وايي:
د غم لېوانو مې د زړه په ورشو برید کړی دی
د اوښکو وري د بڼو شپول ته په ترپکو راځي
د غم لېوان ، د زړه ورشو ، د اوښکو وري او د بڼو شپول د کاروان له کوډګر خیاله راپنځيدلي ترکیبونه دي ، چې لوستونکي او اورېدونکي ته نه یواځې ذهني تصويرونه مخې ته ږدي ، بلکې یو کیفیت ورته تمثيلوي ، ځکه چې دا تصويرونه ساکن نه بلکې متحرک یا خوځند دي .
راځئ ، چې د ارواښاد فرهاد د شعر په هنداره کې د یو ورته کیفیت د هنري نندارې تماشه وکړو:
د غم لوګري مې د زړه پر کرونده لګيا دي
د خوشالۍ فصل ریبي خرپا د لور یې اورم
د غم لوګري ، د زړه کرونده ، د خوشالۍ فصل او د لور خرپا د ارواښاد فرهاد د خيال په مهینو ګوتو جوړ شوي ترکیبونه دي ، چې د یو کیفیت تمثيلي صحنه د سړي په ذهن کې تېروي . پر دې اساس ویلی شو که فرهاد د مرګي استازو بې وخته له ځان سره نه وی بیولی نو اوس به د پښتو شعر پر دښته د یو پر ځای دوه کاروانه روان و .
زمونږ ددې ځوانیمرګ شاعر شعرونه د سړي پام له ژوند سره د مینې کیسو ته وراړوي. هغه کیسې چې بنسټ یې د هيلو د فسلفیانه تخيل په رنګينیو ولاړ دی . د فرهاد شعرونه د هغو حوادثو هنري انځورونه دي ، چې یا یې په خپله زغملي او یا یې په خپل چم ګاونډ کې مشاهده کړي دي. ده د خپلو تجربو او مشاهدو د شاعرانه کولو خورا ستره شعري قریحه لرله :
هېچېرې کمې له تکبيره مه شه
ملالې چېغې بې تاثيره مه شه
دیوال شریکه وروره مسکه خوله دې
زما په شان خالي له ويره مه شه
د فرهاد په شاعرۍ کې خيال او فکر اوږه په اوږه یو پر بل لاس اړولي روان دي ، چې دې ځانګړنې دده شاعري د زمان او مکان له حدودو بهر کړې او پر ټنډه یې ورته د جاويداني کېدو ټاپه لګولې . دده شعرونه د خيال د ښکلا او لوړتیا تر څنګ د فکر رڼا او ژورتیا هم لري او یو لړ فکري مسایل یې په هنري ډول بیان کړي دي ، یانې دده په شعرونو کې د ښکلا او منځپانګې تر منځ انډول موجود دی :
چې ماتوي ، هم ښکلوي ګلونه
خدای خو دې مات کړي د هوا لاسونه
ما په کې خپل قاتل ونه پېژنده
راغځيدلي و بلا لاسونه
څوک چې په شعر پوهیږي او پر وړاندې یې د فرهاد شعرونه ویل کیږي نو پر دې اعتراف قانع کیږي ، چې دده په شعرونو کې دده روان په ډېر مستانه انداز کې روان دی .
زه خو د خپل ځان لپاره بس نه وم
څوک و ، چې خوشبو یې کړمه عام یې کړم
۱۰ – دلو – ۱۳۹۲ جلال آباد