دا خبره مشهوره ده، چې افغانستان له پاکستان او ایران سره د اسلام اباد په وینا پراخه او ناقابل کنترول سرحدونه لري، خو زموږ پر باور دا سمه نه ده، چې ووایو نه کنترولېدونکی سرحد، ځکه چې د سرحدونو څارنه هومره سخت کار هم نه دی، څومره چې د پاکستان د تبلیغاتو په زور زموږ چارواکو ورڅخه د ترابان دیو د کابو کولو کیسه جوړه کړې ده.

زموږ مشران د خپل ولس له حاله څومره خبر دي؟ ایا کله یې هم د خپلو سرحدونو د ساتنې له پاره کوم مخفي کمیسيون جوړلو باندې فکر کړی، چې د سرحدونو مستند فلم ورته وښایي او د پولې د واړو غاړو ته د عسکرو صورتحال ورته تشریح کړي؟

د ننګرهار په ګوشته کې پاکستان خواو شا۵۰ کیلو متره د افغانستان خاوره کې را دننه شوی، خو راځۍ چې سپین سپین ووایو، چې دغه امکان پاکستان ته چا په ګوتو ورکړی دی؟

کله چې په ۲۰۰۳ کې په پاکستان کې پرویز مشرف واکمن و، نو د کوزو مومندو له ګنداب څخه یې تر خاپښ کنډو پورې خواو شا شل کیلومتره سړک تېر کړ، چې اصلاً دافغانستان په خاوره کې و او د سیمې اوسیدونکي اړ دي، چې له همدې لارې پاکستان ته تګ راتګ وکړي، ځکه ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې چې یوه مسئله له پامه لوېدلې وه، هغه د سرحدونو مسئله ده، د ژوندانه نورې اړتیاوې خو پر ځای پرېږده، په سرحدي سیمو کې یې آن سړک هم نه دی تېر کړی، امنیت یې خوندي نه دی. که د ګوشتې څخه د تورخم له لارې تګ راتګ پېل شي، نو خلک ورته ځکه زړه نه ښه کوي، چې یو خو سړک روغ نه دی او بل دا چې امنیت ډاډمن نه دی. هره ورځ په بټي کوټ کې د لويې لارې پر سر وسله وال تښتونې کوي، بریدونه کوي او په اصطلاح دلويې لارې سر د وسله والو په اډه بدل شوی دی، نو خلک له ډاره دا لاره نشي انتخابولای او د مومندو له خاپښ کنډو څخه لنډ ور اوړي، چې د دغې چار له پاره پاکستان د خلکو پر ارادو نفسیاتي یا رواني کار کړی دی او نن یې پایله دا راووته، چې په خپله جغرافیه کې یې دروازې راته کېښودې.

که چېرته په سرحدي سیمو کې البته هلته چې د تګ راتګ امکانات شته، زموږ تیرو حکومتونو مکتب، روغتون، سړک، برېښنا او نور لومړني امکانات چمتو کړی وای، نو نن به مو خلک پاکستان ته په نا مشروع لارو نه تلل او نه به یې پردیو نا مشروع دروازو ته په مشروع سترګه کتل !

که چېرته افغان حکومت په سرحدونو کې تاسیسات جوړ کړي وای او لږ تر لږه سل سل تنه عسکر یې پکې ساتلي وای، نو نن به دا ستونزه نه وه لږ تر لږه دتاسیساتو په جوړولو سره به زموږ یوه نښه پاتې وه، خو له بده مرغه چې د سرحدونو د تقویې پرځای د کابل ښاروالۍ په برکت د ډالرو په زور داسې تاسیسات جوړ شول، چې سړی ورته حق حیران پاتې شي، چې اخر دا دومره پیسې له کومه راغلې، چې د پرون ورځې نهر پکې نن میلونران شول او بې شمېره څو پوړیزې ودانۍ یی جوړې کړې؟

پکار خو دا ده، چې ولسمشر دهېواد نقشې ته ځېر شي او له سرحدي سیمو یې خبر اوسي، هره ورځ دسر حدونو په اړه باید یو مستند راپور وغواړي او دا کار له هماغه پیله پکار وو، چې تر سره شوی وای او د سرحداتو د ساتنې او څارنې له پاره یې باید یو نیم هل��کوپتر ځانګړی کړی وای، خو دا هرڅه ځکه ونه شول، چې اصلاً یوه ملي اراده نه وه موجوده او له ولسمشره نیولې تر کشره ټول د میم زر ما په فکر کې ډوب وو.

زموږ په یاد دي چې یو وخت د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړی ګړی راغلی و، نو د ننګرهار والي مولوی کبیر په خاپښ کنډو د افغانستان بیرق ودراوه اما نن له هماغه ساحې څخه دېرش کیلومتره پاکستان راوړاندې شوی دی ….

کله چې په ۲۰۰۳ کال کې پاکستان تر خاپښه سړک پوخ کړ او خپل بیرغ یې په خاپښ کنډو لک کړ، نو پرویز مشرف هاغه مهال په امریکا کې وو او له امریکا یې یوې تلویزوني رسنۍ سره په دې اړه وویل، چې پاکستان بیرغ په هاغه ځای کې ودرېده چې تېرو سلو کلونو کې نه وو درېدلی….

د مشرف ددې خبرې بله څه مانا کېدای شي پرته له دې چې د افغانستان په حریم یې تجاوز کړی، کنه نو سل کاله دمخه خو پاکستان د چا په اروا کې هم نه ګرځېده.

موږ یو وار بیا پر خپلو چارواکو په ځانګړې توګه پر ولسمشر اشرف غني غږ کوو، چې په خپل ملت دې اتکاء وکړي او دا دې له یاده نه باسي، چې افغانان د خپلو سرحداتو ساتنه کولای شي او د سرحدونو په اړه دې پاکستان سره هېڅ ډول جوړ جاړي ته غاړه نږدي، ځکه له دغې سیمې څخه چې نن پاکستان پکې دروازې ږدي، یو وخت زموږ په سنا کې مخور کسان سناتوران و، لکه فضل منان سناتور چې نن یې په کلي کې پاکستان دروازه اېښې ده او په سپینو سترګو یې د ملکیت دعوا کوي، خو موږ ورته ګورو او هېڅ اقدام نه کوو.

د پاکستان سره زموږ سرحدي ستونزه پر غیر طبیعی دلایلو بنا ده، په دې مانا چې پاکستان له پیله د یو داسې هېواد په توګه رامنځ ته شوی، چې نه یی اړتیا وه او نه هم مشخص حد و برید لري. کومه ستونزه چې پاکستان په ختیځ کې د سرحد په اړه لري عین ستونزه په لویدیځ کې هم لري، هلته د کشمیر او دلته د پښتونخوا په سیمه کې.

نو اوس چې دیو مستقل هېواد په توګه مخ په وده روان دی، باید د یو معقول منطق له مخې د سرحد او کرښې ستونزه مطرح او راسره حل کاندي، ځکه دا خو منونکی دلیل نه دی، چې یو والي دهېواد یوه برخه وپلوري او پاکستان بیا دغې بیې ته مشروع نوم ورکړي. ددې ستونزې دحل له پاره د نننۍ نړۍ د مقتضیاتو سره سم مسالمت امیز حل موندل کېدای شي، خو د دې هڅې نه کیږي. اما که پاکستان دلته د نا امنیو په ډېرولو سره دغې مسئلې ته حل پلټي، نو دا خوب دې روانو اوبو ته ووایي او دا خیال دې له دماغه وباسي، ځکه په دې سره نه یوازې ستونزه نه حل کیږي، بلکې د بشپړ پاکستان دامحا نښې نښانې په ځان پسې لري.

زموږ د سرحدونو ستونزه هله حل کېدای شي، چې لومړی مو د سرحدي سیمو پلورنکي چې همدا اوس په موجود نظام کې اوړي را اوړي د ملي خیانت په تور محاکمه شي، تر څو راتلونکي کې دغه قبیح عمل ته څوک زړه ښه نه کړي.

0 thoughts on “دا د ولس ساتنه او ملاتړ دی، که سیاسي پېر او پلور؟/ سید اختیار سباوون”
  1. وروره!!
    ستا له لیکنې داسې ښکاري چې ته هم د ډیورنډ کرښې رسمي کیدو لپاره کار کوی،
    ځکه ډیورنډ سرحد نه دی یوه تپل شوی کرښه ده، نو هیله ده سرحد سرحد مه یادوه،
    دوهمه دا چې د افغانستان ډیره برخه (محکوم افغانستان ) د پاکستان د استعمار تر لاندی دی، او کله چې هغوی د افغانستان په خاوره کی نور هم مخکی راځي ته داسی مه وایه چې له خپلی خاوری د افغانستان خاوری ته داخل شوی دی.
    او دریمه دا خبر چې کله افغانستان د ډیورنډ د کرښی سره تاسیسات جوړ کړي دا پدی مانا شوه چې دا سرحد دی.
    زه نه پوهیږم چې ستا دی خبری ته فکر نه وو دا لیکنه دی کړی او که فکر دی وو خو……………………….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *