اميرخان منگل
خپل تاريخ مطالعه کړئ خپل ګريوان کې وګورئ په دې ښه غور وکړئ چې څه مو کړي ؤ او اوس څه کوئ؟ د خپلو ناسمو ټاکنو پايلې وګورئ او عبرت ترې واخلئ.
دا د تاسې قسمت او نصيب نه دی چې تعصب او کینه لرئ دا د تاسې قسمت او نصيب هم نه دی چې د نورو څخه ځان ته برتري ورکوئ او نور ټيټ وی. دا د تاسې قسمت او نصيب نه دی چې زغم نه لرئ خپل ورور او خور نشئ زغملی د خپل ورور سره جنګ قسمت او نصيب نه دی.
دا بد فکرونه او بدې کړنې تاسې ته چا په قسمت او نصيب نه دي ويشلي، دا هغه څه دي چې خپله يې يو بل ته ورکوی. ځان وژنه او بل وژنه د تاسې قسمت او نصیب نه دی دا د تاسې د خپلو بدو افکارو حاصل دی. که همداسې خپلې روانې ستونزې قسمت او نصيب تعبير وی او د خپل قسمت او نصيب حاصل يې بولی، هيڅکله به له دې حالته ونه وځي بلکې ځان ته دوکه ورکوي. او همدا فکرونه مو له يو نسل څخه بل نسل ته په ميراث پاتې کيږي.
ذهنونه مو د نژادي، قومي او سمتي تعصبونو او نفرتونو، کينو څخه پاک کړی. د يو بل زغمل او منل، اعتراف او بښنه تمرين يا تجربه کړی او خپل عادتونه يې وګرځوی. همدا د سولې او خوشحاله ژوند پيل ده.