د افغانستان متحد ملت ګوند دکونړ ولایت په غازی آباد ولسوالی کی دملی اردو پرځواکونوباندی د افغانستان د قسم خوړلو دښمنانوله لوری نا ځوانمردانه یرغل په کلکه غندي اودافغان ملی اردو د یوویشتو تنو سرتیرو شهادت یوه ستره غمیزه بولي ولي باید یادونه وکړو چی ددی خاوری دښمنان به هیڅ کله هم ونه توانیژي چی پدغه ډول کرغیړنو کارونو سره خپلو شوموموخوته ورسیږی.
د افغانستان متحد ملت ګوند مشرتابه پدغه غمیزه کی ځان د قربانیانوله کورنیو اود افغانستان له خلکو سره شریک ګڼی اودخپل لوری تسلیت وړاندی کوی .
درنو هیوادوالو دافغانستان اصیلواومیړنیو بچیانوپخپلی سرنښندنی سره یوځل بیا دا جوته کړه چی دپردیومزدورانو اوورانکارو دطوطیو مخه دخپل ژوند او وینی په قیمت نیسی اود ښمنانو ته اجازه نه ورکوی چی خپلی موخی ته ورسیږي.
د ملی اردو دپیاوړو ځواکونوورستۍ سرنښندني موږ افغانانو ته دا درس راکوی چی دهیواد اوافغانانو تاریخی دښمنان لاس ترزني ندی ناست اولا یی دافغانانودوینو په تویولو زړونه ندی یخ شوي دمکاره دښمن دکرغیړنو کړنو د مخنیوي لپاره موږ افغان باید ټول سره یوموټي شواوپه همغږی اوملی یوالی سره دا په ډاکه کړو چی نور موږ یوتن ، یووجود يو، درد، غم ،ښادی، اوخوشحالی مو یوه ده او د دښمن هیڅ مکر وفریب موږ د یوبل څخه نشی بیلولای . د افغانستان د باتوروهیوادساتونکو دملي اردو دپياوړواوپرهیواد مینوپوځیانوشهادت دی قبول اوروح دی يي ښاد وي
افسوس دادې چې اوس یو بیسواده هم ګوند جوړوي او هغه هم د پاکستان په پیسو. د پاکستان جاسوس د عبدالرحیم ایوبي په نامه چې تر پنځمه یې مکتب ندې ویلی وای اوس راځی ګوند جوړوي او بیا هغه خلک چې د پاکستان لخوا تمویلیږي او هغه خلک چې د پاکستان له لورې وژل کیږي هغوی ته تسلیت هم ورکوي. ډیر د افسوس ځای دې.