تاند- دا کاناډايي ماشوم، چې وېټ سکاټ نومېږي، یو کال کېږي چې زېږېدلی خو تراوسه پوري یې خوله نه ده پرانستې. ده ته د پایپ له لارې خواړه ورکول کېږي.

وېټ سکاټ (Wyatt Scott) د زوکړې په لومړۍ کالیزه کې هم ونه کړای شول چې په خوله څه وخوري یا خوله پرانیزي. د زېږېدو له وخته د ده خوله بنده ده.

ډاکتران وايي چې د ماشوم دا ناروغي تریسموس نومېږي او د دې ناروغۍ له کبله د ماشوم ژامې په دایمي ډول تړل شوي وي.

د زېږېدو په وخت نرسانو او روغتیاپالانو هڅه وکړه چې په ګوتو د دغه ماشو م خوله پرانیزي خو بریالي نه شول.

1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *