که غواړئ چې پرېشانه نه شئ او حواس مو تیت نشي نو په ګوګل کې دا مه لټوئ.
۱ – د خپلې ناورغۍ په هکله…
کېدای شي ناروغي مو دومره ډېره نه وي،خو ګوګل به تاسو ته د هغو ناروغانو کېسه کوي چې ستاسو ناروغۍ لري خو پرمختللې دي.
۲ – د بم جوړولو په هکله
تاسو به یې ټوکې بولئ خو له داسې ستونزې سره به مخ شئ چې فکر مو هم نه وي کړی(امنیتي ارګانونه مو څاري)
۳- د سرطان په هکله:
سرطان ډېر لاملونه لري، ستاسو هغه به یې د علاج وړ وي، نو اړتیا نه لیدل کېږي چې په هکله یې ډېر لټون وکړئ.
۴ – د سپږو او حشراتو په هکله:
د شپې خوب به مو له سترګو ورک کړي،خپلې جامې به درته له هرڅه ډکې ښکاري.
۵ – د پوستکي د ناروغۍ په هکله:
دا ناروغۍ هم ډېر لاملونه لري،دا چې ستاسو مشکل یې کوم دی نو له ډاکتر سره مشوره وکړئ،ګوګل مو ګنګسوي.
۶ – د سګریټو په هکله:
سګرټي ته چې سر سرتور کړې چې زړه یې نه وي ولاکه یې ایله کړي،نو سګرټیان دي په ګوګل کې پلټنه نه کوي ځکه هلته داسې عکسونه خپاره شوي چې تر سګرټو دهغو لیدل غټه شکنجه ده.
۷ – د خطرناکو حیواناتو په هکله:
د هغو حیواناتو په هکله هیڅ پلټنه مه کوئ چې ستاسو په سیمه کې دي،هغوئ که خطرناکه هم نه وي وېره مو ترې ډېرېږي.
۸ – خپل نوم مه لټوئ:
دا نوم ستا نه دی کېدای شي په همدې نوم ډېر نور هم پیدا شي،غل،کوڅه ډب،شرابي او داسې للو پنجو،نو خپل نوم هیڅ وخت ګوګل کې مه سریچ کوه.
۹- د پوزې د سر د تورو خالونو په هکله:
دا مهمه برخه ده،اړتیا نشته چې وخت پرې ضایعه کړئ اعلاج یې اسانه دی خو لټول یې وخت نیسي.
نوټ: مخ ته د ګرمو اوبو تاو ورکړه دا مشکل به حل شي.
۱۰ – د ماشوم د پیدا کېدو په:
که مېندې په یوټویوپ کې داسې ویډیوګانې وویني چې ماشوم زېږي نو هیڅ مېرمن به په اسانۍ ماشوم راوړلو ته زړه ښه نه کړي.