تاند- ایم ټي وي د یوې افغان رپ سندرغاړې په اړه په یوه راپور کې ویلي چې موسیقي د هغې ژوند او برخلیک وربدل کړ.
په دې راپور کې چې (Kristina Marusic) لیکلي، ویل شوي چې د ۱۸ کلنې سونیتا علیزاده مور غوښتل چې خپله لور په لس کلنۍ کې پر یوه سړي وپلوري، دا هغه وخت و چې سونیتا او د کورنۍ غړي یې په افغانستان کې اوسېدل چې جبري واده پکې لا هم عام دی.
خو سونیتا یوه لار وموندله چې له دې وضعیته وتښتي. دې د رپ موسیقۍ په وسیله ځان وژغوره.
وروسته له دې چې دې په یوټیوب کې یوه ویدیو خپره کړه، په امریکا کې د موسیقي د ښوونځي سکالرشیپ ورکړای شو.
د سي این این د راپور له مخې، سونیتا لا کوچنۍ وه چې کورنۍ یې د طالبانو له لاسه ایران ته مهاجره شوه.
خو څرنګه چې عمر یې لسو کلونو ته رسېدلی و، په ایران کې رسمي ښوونځي نه منله، خو دې له ځان سره لیک لوست زده کړ او په دې موده کې یې د موسیقۍ له ویدیوګانو او رپ موزیک سره مینه پیدا شوه. دې د خپل ژوند، د افغانستان د جنګ، د خپلې کورنۍ د مهاجرت او د افغان ښځو او ځوانانو پر اړوندو مسلو رپ سندرې وویلې.
د سي این این تلویزیون پر اساس، سره له دې چې د افغانستان په مدني قانون کې نجلۍ تر ۱۶ کلنۍ مخکې واده کولی نه شي یا واده کېدای نه شي، خو ملګري ملتونه ادعا کوي چې په سلو کې ۱۵ افغان نجونې تر ۱۵ کلنۍ مخکې ودېږي. او د افغانانو په سلو کې له ۶۰ تر ۸۰ ودونه جبري دي.
سي این این همداراز ویلي، سره له دې چې په ایران کې د نجونو او ښځو له لوري د سندرو ویل منع دي او یا لږترلږه د حکومت له ځانګړې اجازې پرته نجونې سندرې نه شي ویلی، خو سونیتا په پټه سندرې ویلې.
کله چې دا ۱۶ کلنه شوه، مور یې بیا وغوښتل چې دا د پیسو په بدل کې واده کړي خو دا ځل د سونیتا عمر دومره حد ته رسېدلی و چې د دې خبرې معنا څه ده. زړه ماتې او په ژړا شوه او په عین وخت کې یې د یوه ایراني فلم جوړوونکي په مرسته د موسیقۍ ویدیو جوړه کړه چې نوم یې و«د خرڅلا ناوې»، په دې ویدیو کې سونیتا د واده سپین کالي اغوستي، او رپ سندره وايي؛ دا وايي:
پرېږده چې چیغې ووهم
له چوپتیا ستومانه شوې یم
لاسونه دې له ما لېري کړه
سا ډوبي احساسوم
دې دا سندره په یوټیوب کې خپره کړه، په یوټیوب کې دې سندرې د (Strongheart Group) ډلې، چې د هنر له لارې د هغو کسانو ملاتړ کوي چې دودونو رټلي دي، پام ځان ته واړاوه. دې ډلې سونیتا ته د امریکا په یوټا کې د (Wasatch) اکاډیمۍ سکالرشیپ او د امریکا ویزه ورکړه.
سونیتا په دې اړه خپلې مور ته څه ونه ویل ځکه چې ډارېده چې مور به یې پرېنږدي.
د سي این این د راپور له مخې سونیتا ۱۷ کلنه وه چې دفتري کارونه یې بشپړ شول، مور ته یې تر هغو چې امریکا ته نه وې رسېدلې څه ونه ویل چې چېري ځي. دا د تېر کال د جنورۍ میاشت وه. اوس سونیتا په امریکا کې سندرې وايي او یو لړ نوې سندرې یې جوړې کړي دي.
سونیتا اوس نه یوازې په امریکا بلکې نورو هیوادونو کې هم زیاته پېژندل شوې ده.
د نیویارک ټایمز له یوه راپور سره سم اوس د سونیتا مور هم راضي شوې چې لور یې سندرې وايي.
سونیتا وايي چې مور یې په دیارلس کلنۍ کې واده شوې وه.