نوراحمد ( عمرزی)

په افغانستان کی دجګړی مسیر اوښتی دی او امریکا او ناټو ځان له جګړی ګوښه کړی دی او جګړه د افغانانو ترمنځ ده او هره ورځ په لسګونو افغانان شهیدان کیږی او له خپلو کورو بیځایه کیږی.

د دې بین الافغانی جګړې د بس کولو او ختم کولو حل څه دی؟

د دواړو لورو یعنی حکومت او طالبانو ترمنځ دې یو سمدستی او فوري اوربند وسی او خپله ایمانی او وجدانی وظیفه پرځای کړی او که دواړه طرف واک نه لری نو دی ولس ته غاړی خلاصی کړی او نور دی یو پربل دبل په خوله ټوپک نه چلوی.

دلته دیوه عاجل او نږدی تفاهم خبره ده چی ددواړو لورو تر منځ باید وشی او هغه اشخاص باید په دی دتفاهم په پروسه کی وګومارل سی چی دواړو لورو ته خاص حیثیت لری او په دی پروسه کی باید دواړه باید دعلما ئ کرامو مشایخو او بانفوزه اشخاصو څخه کار واخلی.

اوس امریکا دی ته پلمه نیولی ده چی په افغانستان کی جګړه ده خو که طالبان ، حکومت،او حزب اسلامی سره کښینی او ګډ دریځ اماده کړی او امریکا ته په ګډه ووایی چی جګړه دلته نور نسته او تاسی نور تللای سی او باید ووایم چی جګړه ددوی مخ ته ده هر وخت یی کولای سی خو یو واری دالله (ج) درضا په خاطر کښینی او یو ګډ دریځ جوړ کړی.

او امریکا ته قناعت ورکړی چی ووځی او نور په افغانستان کی جګړه نسته او تاسی دبین الملل په اجازه راغلی یاست نور افغانان تاسی ته اړتیا نه لری که چیری ددوی جواب( نــــــــه) و نو ټول افغانان به په ګډه د دوی مقابل کی ودریږو اوس هم د ورځی په سلګونو شهیدان کیږی نو باره به لسګونه شهیدان ورکړو خو اوس د حکومتچ، طالبانو ، او حزب اسلامی ترمنځ تفاهم ،اربند او اتحاد دی او په ګډه هلی ځلی کول دی.

خو نن بدبختی دا ده چی هر سړی ځان غل بولی او په دی جنګ کی خپلی ګټی لټوی او دځان بقا همدی جنګ کی غواړی اود مخالف لوری سره( طالبان او حزب اسلامی) سولی ته زړه نه ښه کوی خو زه وایم راځی هیڅ نسته ټول افغانان یو یو تیر سول هغه هیر سول او دراتلونکی لپاره ټول قومونه ګډ کار وکړو او دنیا ته ثابته کړو چی موږ سوله خوښونکی یو او تاسی خپلی ګټی.

او داچی امریکایی قواوی وایی چی موږ ټول فوری وزو که تاسی راسره موافقنامه امضا نه کړی، نو ولاړ دی شی او چی په افغانستان کی دواړه طرفونه یو شی جنګ نه وی نو امریکا ته څه ضرورت دی او پاته دمرستی خبره سول موږ په دی مرستو خپل راتلونکی نه سو جوړولای موږ باید خپل کار وکړو او هر بچی دافغانستان ددی خاوری ساتونکی دی او ساتلی یی ده او وبه یی ساتی.

موږ دامریکا په دی لنډمهالو مرستو باید تکیه ونه کړو او خپل اقتصاد جوړ کړو اودا جوته خبره ده چی امریکا موږ ته دخپل ولس نه په را ټولیدونکی مالیی باندی بی عوضه کارنه کوی.

دیوه اسلامی ، خپلواک ، ودان، سولییز، پرمختللی افغانستان په هیله

ارمان مو دافغانستان دولس ارمانونه پوره کیدل دی

نوراحمد ( عمرزی)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *