په ټوله نړۍ کې د رسمي ادارو لپاره د هغوی د کړنو او مسولیتونو په اساس نوم انتخابېږی لکه د پوهنې وزارت، د حج او اوقافو وزارت، د عامې روغتیا وزارت ، د کانونو وزارت او داسې نور. …
د هرې یوې ادارې صلاحیتونه او مسوولیتونه معلوم دي، خپل خاص اداري تشکیلات لري او د هغه په اساس ورته مامورین په دندو ګومارل کېږی، کار اهل د کار ته سپارل د وخت تقاضا او د ادارې د ښه مدیریت لپاره اصل ګڼل شویدی، که کار اهل د کار ته وسپارل شي کارونه به ښه تنظیم، د وخت او منابعو د بې ځایه لګښت مخنیوی او د ادارې په پراختیا کې به خورا مؤثریت رامنځته شي.
د افغان حکومت په چوکاټ کې هم د همدغو ارګانونو له ډلې څخه یې یو د کورنیو چارو وزارت دی. هغسې چې ددې وزارت له نامه څخه جوتېږي، چې په کور دننه یعنې په داخل د افغانستان کې باید ټول کارونه همدا وزارت تنظیم کړي او د هغوی ښه مدیریت وکړي، پولیس د قانون د تطبیق لپاره روزل کېږی، چې قانون باید په یو شان سر تاسري په ټول افغانستان کې پلی کړي، مجرمین او هغه څوک چې د هېواد د ملي شتمنیو څخه د ځان او یا د یوه ګروپ په موخه ګټه پورته کوي وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري، څو نورو زورواکو، سرکشه او خود مختاره انسانانو ته پند شي. مکافات او مجازات د یوې ښې حکومتداري بل اساسي اصل دی، چې که په یوه هېواد کې تطبیق شي، نو هغه هېواد به ګل و ګلزار شي.
د ولسي جرګې له لوري د کورنیو چارو د پخواني وزیر له استیضاح وروسته په دې وزارت کې د کاري پرسونل نوي والي نوي هیلې را وټوکولې. جناب وزیر صاحب چې یو استاد او د مسلک په اساس دغه پوست ته انتخاب شوی شخص دی، په مقررۍ سره یې یو څه امیدواري پیدا شوه؛ چې ګوندې اوس هر څه سم شي، ولې د وخت په تیرېدو کوم خاص بدلون نه تر سترګو کېږي او حالات ددې پرځای چې ښه شي ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دي.
د کنړچارتراش او ځنګلونه د ختمېدو په حال کې دي، په بادغیس کې د پستو ونې له ریښو سره وهل کېږی، د هېواد ۱۴۰۰ کانونه له تاراج سره مخ دي، د خپل سره کورونو، منزلونو جوړول او ځمکو غصب خو اوج ته رسېدلی دی، د بې کیفیته غذایي موادو او درملو ډکې لارۍ د هېواد هر ولایت ته رسېږي، له زندانونو مو خدای مه خبروه، هغه خو د کارو بار ستر مرکزونه دي، لوړ عایدات لري، په اداري فساد، د نشه یي توکو په کښت او قاچاق کې مو هم هېواد لومړی مقام تر لاسه کړی دی، چې دا ټول لوی منصبونه خپلو مشرانو ته مبارکي وایم.
ددې ټولو د ساتنې لپاره د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ځانګړې قطعه هم رامنځته شوې ده، خو د پورته نا قانونه کارونو په مخنیوي کې بریالۍ نده راوتې.
بل پلو ټول تاریخي قیمتي ابدات، وحشي حیوانات، مرغان او طبیعي بوټي د داخلي او بهرنیو قاچاقبرانو له لاسه د نابودۍ په برید ولاړ دي، ټول دولتي چارواکي، زورواکي بدماشان، د هغوی خپل او خپلوان خپل اولادونه په دولتي موټرو کې ښکته پورته کوي.
په تېرو حکومتونو کې یوه با صلاحیته پاک او خاص ګارنیزون د دغه ګاډود وتلو او حرکت نظارت کاوه، چې اوس نشته. نن ورځ هر سړی خپل ځانته پاچا دی، څنګه یې چې زړه وغواړي هغسې یې ډنګوي، په رېنجرو کې جنګي سپي، شادیان، زرکان او چرګان د جنګ میدانونو ته وړل کېږي، دا ټول څه د هېواد پولیس ننداره کوي او له انځورونو یې ټولنیزه میډیا ډکه ده، خو د کورنیو چارو وزارت مسوولین پرې ځان نه خبروي. آخر دوی څه کوي؛ دا نوم د څه لپاره ـ د کورنیو چارو وزارت؟
که دا بې مسولیتي په همدې ډول دوام پیدا کړي، نو که چېرې ټوله نړۍ په پوره اخلاص او شفافیت هم له افغانستان سره تر قیامت ورځې هم مرسته وکړي فکر نه کېږي، چې له روان ناورین دې ووځو. ددې هېواد د بقا لپاره د خپلو مسوولیتونو حس حتمي دی او یوازې سېڅلی احساس به مو له تباهۍ ژغوري.