ليکوال: حسينقلي – مستعان

باور وکړئ، هرڅه چې وايم رښتيا وايم، درته قسم خورم، هېڅ کينه ورسره نه لرم. لس يا يوولس مياشتې مخته تازه له غرنۍ سیمې را غلى وم. د ملګري په ډېر ټينګار يې کورته ورغلم، د دوى بلنه مې ومنله. ځکه دا يې لومړنۍ بلنه وه کنه…

کنه د ملګرې د کورنۍ له کړو- وړو مې ورټ کېده، کومه لاره چې يې د ژوند له‌پاره غوره کړې وه ښه لاره نه وه. د ملګري د ښځې له بې ځايه ټوکو او غږېدا څخه  مې تر ټولو زياته کرکه کېده.

په هر حال زړه- نازړه د ملګري مېلمستيا ته ولاړم، د مېلستيا ځاى او لوښي ښکلي وو، مېلمانه يې هم خندرويه خلک را‌بللي وو، کوربانه په ځانګړې توګه زما ملګرى او مېرمن يې د توقع خلاف ښه جوړ پخیر وکړل.

مګر د زوى يې، د زوى په ليدو يې رښتيا لېونى شوم؛ اګر که تر اوسه يې څه خبر نه وه راسره کړې، څه بې ادبي مې هم ترې نه وه ليدلې، په ښکاره يې داسې کار نه و کړى، چې د کرکې او غوسې وړ دې وي، مېلمنو هم ستايل او په هر ځل ليدلو به يې بارک الله، ماشاالله ورته ويل.

مګر ما هېڅ د ځان ښودلو او د ده د پام اړلو له‌پاره ونه‌کړل. مېلمنو پخپلو منځو کې روغبړ پيل کړل. کوربانه په څوکيو کې کېناستل.

دا موقع مې ښه وګڼله، هرڅه چې پېښېدو بايد ورته ویلي مې واى، دا مې د خپل ځان مسووليت ګاڼه.

ملګرى مې غلى يوې ګوښې ته کړ. ورته ومې ويل:

– غواړم يو څو شېبې درسره وغږېږم، ځکه دا خپله دنده ګڼم، له تا څخه هيله لرم، چې  زما خبرې ښې په غور واورې. داسې څه غواړم چې تاته، ستا مېرمنې، ستا زوى او دې ټولنې ته د ژوند ارزښت لري.

په دې ترڅ کې يې ښځه راغله. لکه مخته چې مې وويل، تل مې له دې ښځې ورټ کېده؛ خو حيراوونکې لا دا وه، چې دې به تل د دې کوښښ کاوه، چې په څه ډول زما مخته، په ناز خپله ښکلا او ښايست وښيي.

په ناز يې وويل:

– څه خبره ده؟ داسې غلي ولاړ ياست، لکه چې له ما څخه يې هم پټوئ؟ او که…

ورته ومې ويل:

– نه، اغلې! مهرباني وکړئ، تاسو هم کولاى شئ چې له موږ سره ګډون وکړئ.

د پخوا په څېر يې څو بې ځايه ټوکې وکړې، له هرې خبرې سره به په خندا- خندا شاته ولاړه. ورته ومې ويل:

– ښه اغلې! اوس غوږ شه، ما نن شپه ستاسو د فرهاد کړه- وړه ډېر په غور ولیدل، ومې څېړل…

ښځې ډېر په خوند وويل:

– فرهاد، زوى مې! خداى(ج) مې دې ترې ځاره کړي…

مېړه يې هم په ستايلو پيل وکړ:

– فرهاد، ډېر ښه هلک دى، بې اندازې ترې خوښ يم، په کورنۍ کې هېڅ سيال نه لري، د ښوونځي زده‌کوونکي هم زيات ترې خوشحاله دي، تل په ټولګي کې په ښه نومره کاميابېږي…

د داسې يوه هلک په باره کې، چې مور يې ترې ځارېږي، قربانېږي او  پلار يې نابغه گڼي، څه ويل هم حماقت دى؛ مګر ما په پوره زړورتيا سره په زوټه وويل:

– دواړه حق لرئ، چې ستاينه يې وکړئ؛ مګر زما په ګومان تاسو تېروتي ياست، غلطي کوئ، فرهاد بدبخت هلک دى، بې له دې چې تاسو ته خوښي راوړي، بلکې خپل ځان او تاسو به داسې هلاک کړي، چې راتلونکي نسلونه به مو له قبرونو څخه ورټ کوي.

دواړه له ځايه پاڅېدو، ګومان مې وکړ لکه چې وار راباندې کوي او غواړي سر مې راباندې مات کړي. پلاريې په قهر او نېولي غږ چې ډېر په تکليف يې ځان کابو کاو را غبرګه کړه:

– رښتيا وايې او که ټوکې راسره کوې!؟ يا هم کينه ورسره لرې!

د ښځې له خولې يې بې اختياره ووتل:

– مور دې ترې ځار شي. مېړه ته يې مخ کړ، اوسني خلکو ته  له کينې، بغض پرته بل څه ور پاته دي…

په کاوړ مې ورته وويل:

– اغلې! څه بې ځايه لګيا يې، څوک ستا له زويه سره کينه لري؟ ولې دومره غلطي کوې! ته، هو، پخپله ته، د دې لامل يې او غواړې چې زوى دې بدبخته کړې. داسې زوى چې هغه ځان غوښتونکى وي؛ مګر ته او ستا مېړه هغه ته رنګارنګ جامې د ښار په مشهورو خياطانو ګنډۍ، د هر څه ازادي ورکوئ، د سيل او هواخوري ازادي، د سينما ازادي، د مېلمنو راوستلو او په مېلمستياو تللو ازادي، د ټیلېفون ازادي، له هر رنګه ملګرو سره د ناستې- پاڅې ازادي، بې له دې چې پوښتنه ترې وکړئ، بلکې پخپله يې د نجونو او ښځو ملګرتيا ته هڅوئ، د هر راز مينې ازادي او په سلونو نورې ازادۍ…

مګر زوى مو.. زوى مو، په رښتيا چې ډېر ځيرک او هوښيار دى. تاسو يې په دې خوښ کړي ياست چې ښونځي ته ځم، درس لولم او په ښو نومرو کاميابېږم. که کله يې ملګري درته شکايت وکړي، تاسي هغه مغرض او کينه ګر بولئ. حق هم لرئ ځکه تاسو پخپله غواړئ چې زوى مو همداسې وي.

– اغلې! واوره او باور پرې وکړه، زوى دې له ډېره پخوا زه پېژنم چې مړ شوى، له اخلاقو او انسانيت سره يې مخه ښه کړې…

د ښځې حوصله پایته رسېدلې وه، په کاوړ يې وويل:

– هو، هو، ستا په وينا! زما  زوى، فرهاد مې، شکر دى اوس هم ډېر ښه اخلاق لري. په کومه ورځ چې مې په وړکتون کې شامل کړى، له هغې ورځې تر اوسه يې د دښمنانو سترګې دې ړندې وي، ټول يې په اخلاقو وياړي.

مېړه يې په قهر ورته وويل:

– بس کړه بې ځايه مه غږېږه، ته پرېږده چې نور څه وايي.

ښځي يې وويل:

– نور به څه وايي! دا خبرې خو مو تېره ورځ د احمدي له مکارې مېرمنې څخه هم واورېدې، لعنت دې وي په داسې کين‌ګرو.

ورته ومې ويل:

– نه پوهېږم چې د احمدي مېرمن څوک ده؟ مګر اغلې! تاسو يوه لويه غلطي کوئ، هر هغه څوک چې ستاسو د زوى عيب ووايي، تاسو د هغه له کړو- وړو خبر کړي، تاسې هغه د ځان دښمن ګڼئ، که لږ فکر وکړئ دا زوى چې تاسو لرئ د خپل ځان له‌پاره، د تاسو له‌پاره، د ټولنې له‌پاره له يوه اوره پرته بل څه ارزښت نه لري او د دې اور په لمبو کې به تر ډېرو وسوځېږئ، دا هم په ياد ولرئ، هغه ورځ  لرې نه ده، چې بيا به پېـښماني کوئ؛ مګر- مګر له اوښکو پرته به بل څه نه وي درپاتې.

پلار يې وويل:

– سمه ده، تاسو رښتيا واياست، زه به باور پرې وکړم؛ مګر نه پوهېږم په کوم دليل؟

ورته ومې ويل:

– ښاغليه! اغلې! دا هلک مغرر دى، ځان غوښتونکى دى، نصحيت ته غوږ نه ږدي، تر هوښيارانو ځان هوښيار او پوه ګڼي، شهوت پرست دى، له ښځو او نجونو سره د يارۍ او ملګرتيا تار لري. لرې نه‌ده يوه ورځ به يې د جنايت خبر په ورځپاڼو او مجلو کې ولولئ.

ښځې د پخوا په څېر په عناد وويل:

– څنګه؟ څنګه؟ وضاحت ورکړه!..

– نه غواړم په دې باره کې نور څه ووايم، د پېشګویۍ اړتيا هم نه لیدل کېږي، چې ووايم ستاسو زوى څه غواړي، څنګه به تاسو او خپل ځان د بدبختي او رسوايئ په لمبو کې وسوځي؛ مګر دومره کولاى شم، هغه فهرست درته ووايم، چې په دې وروستيو څو مياشتو کې ستا د زوى په څېر ځينو هلکانو کړي او کوي يې.

– ووايه- ووايه، څه يې کړي؟

– بښنه غواړم، که تاسو د دې وروستيو مياشتو ورځپاڼې وپلټئ، تاسو به وګورئ چې په دې مياشتو کې غلا شوې وي، د خلکو کورونو ته پر دېوالونو وراوښتي، موټرونه غلا شوي، نجونو ته په لارو کې درېدلي، ماشومان يې برمته کړي، بې ګناه وګړي يې وژلي، په هيروئينو روږدي شوي او… دا جنايتونه هغو پېغلو نجونو او ځوانانو کړي، چې ستاسو په څېر میندې او پلرونه لري. هغه لار چې تاسو ورته غوره کړې او ور‌ښوولې په هغې تللي او ځي…

زما په ګومان دا يو اصل، يو قانون دى، چې له دې قانون او قاعدې ستاسو زوى هم مستثنا نه دى؛ مګر تاسو دعا کوئ چې مستثنا نه وي، ځکه نور د تربیې وړ نه دى، بايد هلاک شي، ځکه د دوى په هلاکت کې ټولنه د ارامۍ ساه اېستلى شي کنه…

مېړه او ښځې يې په ځوړند سر زما خبرې واورېدې، د ځواب له‌پاره يې څه نه لرل، غلي د مېلمنو لور ته روان شول او د مېلمستيا تر پايه بيا راسره مخامخ نه شول.

زه ملګري ته ورغلم هغه مې ورو په اوږه وټپاوه، له دوى سره مو سړه مخه ښه وکړه او ورته ومې ويل:

– څه صبر وکړئ، ښایي ډېر وخت وانخلي، پخپله به يې ووينئ.

باور وکړئ له کومه وخته چې د فرهاد انځورونه په ورځپاڼو کې وينم، د ده جنايات چې ګورم په بدن مې لړزه راشي.

هو، دا يو هلک دى، يو ښکلى، ښايسته، پيسه‌داره هلک، چې تل د نجونو لارې نیسي، هېروئين څکوي، ماشومان برمته کوي، د خپلو شومو موخو له‌پاره بې‌ګناه وګړي وژني او په زرګونو داسې نور جرمونه…

مګر مور يې بيا په دې کارونو وياړي، په ملا يې ټپوي او په هر مجلس کې په ډېر غرور وايي:

– واه، په زرګونو نجونې پسې مړې دي، لږ تر لږه د ورځې سل دوه سوه ټیلېفونونه نجونې ورته راکوي، خطونه او ایمېلونه خو لا پرېږده…

هو دا هماغه ښاغلى دی، چې تېره مياشت يې له يوه ملګري سره دوه نجونې يوه باغ ته يوړې، د نجونو د مخنیوي له امله يې هغه ووهلې، کله چې خپلې شومې موخې ته ورسېدل، وروسته يې دواړه مړې کړې او په يوه څاه کې يې غورځارې کړې، د دې راز د ساتلو له‌پاره يې خپل ملګرى هم په چاقو مړ کړ او هماغې څاه ته يې واچاوه.

((افرين فرهاده! خوشاله اوسه!  داسې مور او پلار لرې، چې تر اوسه دې لا ستایي او په جرمونو دې ځان نه پوهوي…))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *