لیکنه: Doctor ASKY
ژباړه: اکبر حقمل معینزی
ريښتینولي یوه ارزښتمنه ډالۍ ده، فکر مو وي، چې له کم ارزښته وګړو څخه تمه ونه کړئ. هر وخت ارزښت یعنې ريښتینولي په پام کې ونیسئ. کله، چې ماشومان وو، نو له پنسل څخه مو ګټه اخیسته، خو اوس له خودکار نومو قلمونو څخه ګټه اخلو، ایا پوهېږئ ولې؟ ځکه په ماشومتوب کې تېروتنې په پنسل پاک له منځه وړل کېږي، بلکې اوس نه. په ډېره ځیرتیا سره لوستل او لیکل کوئ؛ که نه نو ژوند د یوې نرۍ او نازکې کاغذي پاڼې په څېر دی. دواړې سترګې په مخ کې دي ځکه دا ډېره مهمه ده، چې مخ او مخې ته وګورو، نه شاته. دا په دې مانا، چې تېر وخت ارزښت نه لري او په تېر وخت باندې باید فکر ونه کړو، اصل کې اوسنی او راتلونکی وخت ارزښتمن دی او په پام کې نیول یې اړین دي. زه او زما ماشومتوب بشپړ او پرته له نیمګړتیاوو نه یو، خو هر څه، چې لرم ترې منندوی یم او مینه ورسره لرم. که چېرې تاسو په یوه وخت کې له دوو کسانو سره مینه لرئ، نو دویم یې وټاکئ. ځکه که چېرې تاسو له لومړني سره ريښتینې مینه درلودلای نو ستاسو مینه به هېڅکله له دویم سره نه وه پیدا شوې. یوه ورځ به مو یو څوک ټینګ په غېږ کې ونیسي او ستاسو ټولې ټوټې به بیاځلې سره وتړل شي او تر ټولو لوی ارامښت به تر لاسه کړئ. دا نه ده مهمه، چې نور مو په ارزښت پوه او یا پوه نه شي، بلکې دا مهمه ده، چې تاسو په خپله په خپل ارزښت پوه شئ. M Akbar Haqmal Mueenai