تاند- دا ښځه د هند د اتر پردېش ایالت په بنارس کې اوسي او وايي چې د ورځې لږترلږه یو کیلو شګه نوش جان کوي خو دې کار یې پر روغتیا منفي اغېز نه دی کړی.
مېرمن کسماوتي وايي چې له ۱۵ کلنۍ راهیسي د شګو په خوړولو روږدې شوې ده.
دا وايي هغه مهال د شګو په خوړولو روږدې شوه چې د نس د درد په خاطر یوه طبیب ته لاړه او هغه ورته وویل چې له شیدو سره شګه ګډوه او بیا یې څښه.
دا وايي چې دې کار یې د نس درد ورښه کړ خو د شګو په خوړولو یې روږدې کړه.
کسماوتي اوس ۷۸ کلنه ده او له ۶۳ کلونو راهیسي د شګو په خوړولو روږدې ده.
دا دوه زامن او یوه لور او څو لمسیان او لمسۍ لري خو له دې سره سره هره ورځ شګې خوري.
کسماوتي وايي چې صحت یې بیخي ښه دی. په کرونده کې کار کوي او د سترګو نظر یې هم دومره ښه دی چې تراوسه پوري یې عینکو ته اړتیا نه ده پیدا شوې.