د روشنګرۍ په بحثو کې باید شخصي حب و بغض پرېښوول شي او د مسایلو علمي تحلیل وشي.

دغه جمله د تېرې اونۍ( قوس۲۰– مه) په روشنګرۍ بحث کې د افغان پوهنتون مشر او د طالبانو د وخت خارجه وزیر دیني عالم مولوی وکیل احمد متوکل وویله، د روشنګرۍ پر سلسله یې د مبارکۍ تر څنګ خوښې هم وښوده.

د ده د لکچر موضوع په افغانستان او اسلامي نړۍ کې د بحران پر عواملو وه؛ ده وویل چې د هر سیاسي جریان مثبت اړخ هم باید روښان شي او منفي هم او دا به بې انصافي وي که پر یوه چا باندې یا مطلق چلیپا را وکښل شي او یا یو مخ د صحيح نښه ورته کښېښوول شي.

1ده د مثال لپاره واضیح کړه چې له دې سره- سره چې طالبان د خپل وخت ضرورت وو او هغو قربانۍ ورکړې خو منفي اړخونه یې بیا دا ول چې کلیوالي خلک، چې د ښار په فرهنګ بلد نه ول، راوستل شول او چارې ور وسپارل شوې، بله دا چې جنګ ورک نه شو، سوله ونه شوه او هغه څه چې دوی کول ژوند ټول هغه نه وو، ډېر نور څه هم باید شوي وای او د خلقیانو و پرچمیانو مثبت اړخ یې بیا دا وښود چې د هغوی د مشرانو بلډینګونه چا ونه لیدل.

مولوی متوکل له صدراسلام او خلفای راشدینو وروسته په هر اسلامي حاکمیت کې مثبت و منفي اړخونه روښانول لازمي وبلل مثلاً یو مسلمان حاکم به شراب خوړل، دایم الخمر به وو نو دا باید وویل شي.

ده د افغانستان د ستونزې ریښه تر ډېره افغاني او د افغانانو د پوهې کښته سطحه وبلله او ویي ویل چې نورو زموږ کمزورې پېژندلې او خپلې استفادې کوي، ده د حل لاره د افغانانو د علم حصول او د دیني و دنیایي علومو تر منځ د واټن له منځه وړل ضروري وګڼل، ده وویل هر علم فرض دی او د علومو تر منځ توپیر یې ناسم کار دی.

د همدغې علمي کمزورۍ له امله یې دا ستونزه هم یاده کړه چې افغانانو همېشه یو څه تر لاسه کړي خو د ساتلو توان یې نه دی لرلي.

مولوي متوکل په ځینو مسایلو کې خپل ملګري د سیاسي علومو ډاکتر عبدالقیوم مومند ته د تشریح بلنه ورکړه مثلاً د سیکولرزم توضیح یې هغه ته پرېښوده، هغه وویل چې موږ زیاتره وخت له ځینو اصطلاحاتو څخه سمه مانا نه اخلو او نه ځانونه سم په پوهوو، دا سمه او علمي نه ده، چې سیکولرزم د کفراوالحاد په مانا کارول کېږي، ده زیاته کړه چې مارتین لوتر چې د کلیسا واک کم کړ هغه خپله هم یو مذهبي سړی وو، ده یوازې په ځینو اقتصادې او ټولنیزو چارو کې د مذهب لاس لنډ کړ نور نو تر اوسه هم د انګلستان شاهې واکمنې د کاتولیک مذهب ساتنې لپاره ده او د امریکا مشران په بایبل سوګند یادوي.

ډاکتر مومند دا نوې خبره وکړه چې د سیکولریزم خبره اول ابن تیمه را منځته کړه ځکه چې د مسلمانانو واک ډېر پراخ شو او خلیفه په ټولو چارو پسې نه شوای رسېدلای نو خلیفه ته یې وویل چې د روزمره دنیایې چارو سمبالښت باید سلطان ته وسپارل شي البته د شریعت په چوکاټ کې، ده دا هم وویل، زموږ خلک چې له سیکولرزم څخه کوم تصور لري هغه په اصل کې ایتیزم دی نه سیکولرزم او هغه د خدای او دین څخه انکار دی.

د ګډونوالو تبصرو ته مولوي متوکل په سړه سینه غوږ ونیو او هرې پوښتنې ته یې علمي او آرام جوابونه وویل.

مولوي متوکل په اخر کې زغم، حوصله، تفاهم او د روشنګرۍ غوندې پروګرامونه د سونزو حل وباله نه جنګي څرګندونې او جنګي فکرونه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *