کرزی او ستانکزی

تاند، دوشنبه، د میزان ۲۹مه: له پاکستان او روسیې وروسته اوس چین هم غواړي چې د افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ د سولې په نوم یوه ناسته جوړه کړي.

د ملي یووالي د حکومت یوه سرچینه تاند ته مني چې بیجنګ د دغې ناستې لپاره ترې غوښتي چې خپل استازي ور وپېژني، خو د سرچینې په وینا حکومت چین ته ویلي چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې دې ورته صبر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې جهادي مشر اسماعیل خان هم مني چې بیجنګ د طالبانو او افغان سیاستوالو تر منځ د سولې ناستې ته ۳۰ کسان سیاستوال وربللي دي چې مشري به یې د حامد کرزي پر غاړه وي: (( دا ناسته به په لسو ورځو یا دوه اوونیو کې وشي، طالبان او افغان سیاسي شخصیتونه هم وربلل شوي دي، دا کټ مټ د روسیې د ناستو په څطر ده چې سولې ته زمینه سازي وشي.))

 که څه هم ارګ او د سولې په چارو کې ددولت وزارت ویاندویان وايي، د سولې په تړاو د افغان حکومت معلوم دی او دوی یې رهبري غواړي، خو د ارګ یوې سرچینې بیا تاند ته وویل، ولسمشر چین ته ځواب ورکړی چې د سولې په تړاو هره ناسته به د ټاکنو تر پایلو وروسته تنظیمیږي، خو که چین تلوار کوي، دوی ورته خپل استازي نه شي استولی، ځکه د حکومت ورځې ختمې دي او نوی حکومت لا نه دی تشکیل شوی.

4 thoughts on “دا ځل چین د کرزي په مشرۍ د ۳۰ سیاستوالو او طالبانو د سولې ناسته برابره کړې ده”
  1. کرزی صایب واقعا لوی مشر دی، افغانستان کې د غلا وفساد ملي زعیم دی. که فساد دین وي، آخرین پیغمبر یې حامد کرزی دی

  2. any decision by karzai&his team is not acceptable by all afghans.
    karzai is not representative of afghans.
    afghans have government/afghans have presedent.
    WHO IS KARZAI/KARZAI IS ONE CORRUPT&DRUNK PERSON.
    THANK YOU

  3. هغه څرخکی طیارې چې ده پاکستان ته ورکړی په دې مانا دی چې دخپلې ګټې په مقابل کې خپل ناموس هم خرڅوی

ځواب دلته پرېږدئ