د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ او کابل کمباينډ اليون کرکټ لوبډلو ترمنځ د څلوېښتو اورونو دوهمه هغه د مېلمه لوبډلې په ګټه تمامه شوه .

کابل اليون د پچې په ګټلو سره خپلې کوربه لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه چې يادې لوبډلې په ۴۰ اورونو کې ۱۷۰ منډې جوړې کړې ، چې د لوبډلې کېپتان کريم خان صادق د ۴ شپږيزو او ۱۰ څلوريزو پر مټ ۸۱ منډې وکړې او پرويز ملک ۲۲ منډې جوړې کړې .

روښان بارکزي بيا هم درې مخالف لوبغاړي ، ميرویس او عزت دوه دوه لوبغاړي وسوځول .

د کابل اليون لوبډلې د هدف پوره کېدو لپاره بیا هم په زړه پورې توپوهنه وکړه چې د عمران جنت په ۴۱ ، او افسر ځاځي په ۴۰ منډو يې په ۳۸ اور کې هدف پوره کړ .

د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ له لوري طارق ستانکزي ۳ ، فريد ملک او کريم خان صادق دوه دوه لوبغاړي وسوځول .

د يادونې ده چې تر دې وړاندې لومړی لوبه ننګرهار کرکټ اکاډمۍ ګټلې وه .

د دغه دوستانه سياليو درېيمه او وروستۍ لوبه به د سې شنبې په ورځ ترسره شي .

او ترې وروسته به له يادې مېلمه لوبډلې سره د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ الف او ب لوبډلې د شل اوريزه لوبو په يوه سريز کې هم برخه واخلي .

په درنښت

بختيار ساحل

په سپينغر زون کې د کرکټ بورډ رسنيز مسول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *