تاند- ډېر خلک شته چې په خوب کې ګرځي خو دا ښځه په خوب کې موټر هم چلوي.
دا ښځه جیکي نومېږي. جیکي نه یوازې په خوب کې ګرځي بلکې نور کارونه هم کوي.
د بي بي سي د نړیوال سرویس د راپور له مخې، جیکي د خوب په حالت کې موټر چلوي.
دا وايي، راپورته شوه، کالي یې واغوستل، پر زنو کښته شوه دروازه یې پرانیسته او دباندې ووته، هلته په موټر کې سپره شوه، موټر د دوو نورو موټرو ترمنځ ولاړ و. خو دې راوایست او روان یې کړ. د سړک په پای کې یې کیڼې خوا ته تاو کړ او بېرته راغله پر خپل ځای یې ودراوه.
جالبه دا ده چې موټر یې د دوو نورو موټرو ترمنځ په تنګ ځای کې سم پارک کړای شو.
جیکي وايي، کله چې سهار راویښه شوه موټر یې ډېر سم درولی و.
دا وايي چې څو تنو ورته وویل چې تېره شپه دې څه کول؟
«ما ورته وویل؛ زه تېره شپه له کوره نه یم وتلې.»
خو هغوی وايي چې ته وتلې وې.
https://www.facebook.com/bbcworldservice/videos/1899378220081295/