که لاندني عادتونه ولرئ، هیڅکله به پرمختګ ونه کړئ او نه به په یوه اداره کې لوړ موقف تر لاسه کړئ.

که څه هم دا مهمه ده، چې د اوږد مهاله موخو( د معاش لوړوالی، د فرصتونو ډېروالی) او دې ته په ورته مسایلو فکر وکړو، خو ډېر فکر کول ددې سبب ګرځي، چې ځینې اساسي ټکي مو له پامه وغورځي. له بده مرغه یو یا دوه ناوړه عادتونه د شخصیت په لوړولو کې ستاسې هڅې په اوبو لاهو کوي.

دلته هغه ۹ عادتونه ذکر کوو، چې شخصیت ته مو زیان رسوي.

۱ – ډېر شکایت کول

د خپل کاري مهال ویش ، په تګ لاره کې د وروستي بدلون او یا هم د اداري کارونو په اړه شکایت کول، ستاسې شخصیت ته منفي شهرت وربخښي،نو په خپلو هڅو کې فعال اوسئ، یا حالت ته تغیر ورکړئ او یا هم خپل سلوک ته.

۲ – نظر نه ورکول

یعقوب خالقي
یعقوب خالقي

په موازي ډول له حالاتو سره پر مخ تلل تاسو د یو پیرو په توګه معرفي کوي نه د یو رهبر په توګه. خپل نظر مو څرګند کړئ، که څه هم ستاسو د مشرتابه له نظر سره په ټکر کې وي، خو خپل نظر مو په آرامه او ښه ډول څرګند کړئ. د نظر په څرګندولو کې مو د خپلې وړتیا او خپل مشرتابه ته د احترام تر منځ توازن وساتئ.

۳ – لږ اورېدل او ډېرې خبرې

د نظر په اړه تشویش، په دوامداره توګه د نا غوښتل شوې مشورې ورکول او د خلکو په اړه خبرې کول ستاسې شخصیت ډير زیانموي. د خبرو کولو پر ځای ډېره انرژي او وخت، بل ته په غوږ نیولو مصرف کړئ.

۴ – خپل ځان ته نه پاملرنه

تر ناوخته کار کول، پر وخت د ډوډۍ نه خوړل، او خپلو جامو ته نه پاملرنه، ستاسې شخصیت ته منفي بڼه ورکوي او له همدې امله مو فعالیتونه ښه پایله نه لري.

که په رښتینې ډول ستاسو بوختیا ډیره وي نو بیا هم خپلې روغتیا او ځان ته د پاملرنې له پاره مو وخت ځانګړی کړئ، تر څو ذهن مو پیاوړی پاتې شي.

۵ – د خپلې تیروتنې په اړه بخښنه غوښتل

د تیروتنې له تر سره کېدلو وروسته د تېروتنې په اړه د تشریح ورکولو او بخښنې غوښتلو تر منځ ډیر توپیر دی. د خپل سلوک، احساساتو او نظریو له پاره مسول اوسئ. د خپلو تیروتنو په پرتله د دغو تیروتنو څخه پر زده کړې ډیر دقت وکړئ، نو تاسې به د هغو کسانو درنښت تر لاسه کړئ، چې ستاسې په شاوخوا کې دي.

۶ – د نیوکو نه زغمل

کله چې تاسې ته څوک فیډبک درکوي، له خپل ځان څخه دفاع کول، په زده کړو او پر مختګ کې ستاسې وړتیاوې محدودوي. که څه هم تاسې د بل چا د نیوکې سره موافق نه یاست، خو بیا هم کوښښ وکړئ، چې ډېر واورئ.

موقع پیدا کړئ! وړاندې تر دې، چې په دغو نظرونو مو سترګې پټې او یا دفاع ترې وکړئ؛ ښه به وي، چې د خپل ځان په اړه مو د نورو نظرونه په دقیق ډول وڅیړئ، چې ایا دغه نظرونه کوم ښه والی لري او که نه، تر څو مو پر مخه د پرمختګ ور پرانیستل شي.

۷ – د همکارانو بد ویل

که څه هم په همکارانو کې مو مثبت ټکي موجود نه وي، بیاهم د هغوی په اړه منفي خبرې مه کوئ.ان تر د�� چې خپل نږدې ملګري ته مو هم د نورو په اړه منفي څرګندونې مه کوئ، ځکه د نورو په اړه ناوړه خبرې کول بیرته ستاسې شخصیت ته منفي بڼه ورکوي. که تاسې د خبرو له پاره کوم ښه شی نه لرئ، نو دا ښه ده، چې هیڅ خبرې و نه کړئ.

۸ – منفي نظر یا مشوره ورکول

په دایمي توګه د خپلې ادارې د راتلونکي په اړه منفي لید لوری ستاسې د ادارې روحیې ته زیان رسوي. د خپل منفي او مثبت لید لوري تر منځ مو توازن وساتئ. د پریکړو په اړه مو خپل باور څرګند کړئ. ستاسې مشرتابه ستاسې د هیلو په څرګندولو سره د ادارې د راتلونکي په اړه پریکړه کوي.

۹ – په ښه ډول له نورو سره همکاري نه کول

پر بریښنا لیکونو سترګې پټول، له بل سره همکاري نه کول، او د نورو نظرونه بې ځایه ګڼل هغه څه دي، چې له امله یې تاسې په خپل کاري چاپیریال کې محبوبیت له لاسه ورکوئ. خو څیړنې ښیي، چې په کاري چاپیریال کې د ټولنیزو مهارتونو په کار اچول د بریا راز دی. که تاسې له خپل همکار سره ستونزه لرئ، نو د ستونزې حل او د خپلو ټولنیزو مهارتونو څخه ګټه پورته کول به مو معقوله پانګه وي.

2 thoughts on “دا ۹عادتونه، چې ستاسې شخصیت وژني/ ژباړن: یعقوب خالقي”
  1. ټول ښه دی خو پنځم راته واضح نه ښکاري. زما په نظر د تېروتنې بښنه غوښتل ډېر ښه کار دی او د انسان شخصیت ته تاوان نه رسوي.

  2. که چیر ته په دوامداره توگه تیروتنی کیژی او بیا یی په هکله بسنه غوشتل کیژی دا منفی تاثیر لری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *