تاند- دا ۹۰ کلن بوډا تر څو کاله وړاندې پورې د یوه ستر اسلامي هیواد یعني مصر ولسمشر و.
د حسني مبارک دا عکس د نوموړي له ټولو هغو عکسونو سره ډېر توپیر لري چې تراوسه پورې خپاره شوي دي. له همدې کبله له خپرېدو وروسته ډېرو مصریانو هم ونه پېژانده.
په دې عکس کې ۹۰ کلن مبارک زوړ او چاغ ښکاري، پر مخ یې زیاتې کونځې لیدل کېږي او خېټه یې غټه شوې ده.
حُسني مبارک د سږ کال د مې په ۴ مه خپله نوي یمه کالیزه ولمانځله. دی د ۱۹۲۸ م کال د مې په ۴ مه زېږېدلی او د ۲۰۱۱ په فبرورۍ کې د ولسي پاڅون په نتیجه کې له واکه لېرې شو.
تر دې وړاندې د ده لومړنی عکس ۲ کاله پخوا وروسته له دې چې د خپلو معترضانو د وژلو په قضیه کې بېګناه وپېژندل شو، خپور شوی و. په هماغه عکس کې مبارک موسک او صحتمن ښکارېده. خو دا عکس یې ښيي چې مبارک په تېرو دوو کلونو کې ډېر زوړ شوی دی.