قریب الرحمن سعید –

د ۲۰۱۳ کال د جولاې د میاشتې په دریمه ، هغه وخت چې د اخوان المسلمین غړې او د «ازادۍ او عدالت » دګوند مشردوکتور محمد مرسي د ۲۰۱۲کال د جون په میاشت کې د ولسونو د پاکو رایو په واسطه  په اکثریت سره و ټاکل شو ، دعسکري غاصب ځواکونو له اړخه  د واکه لري کړل شو .

د ۲۰۱۲کال د جون په ۳۰مه یعنې هغه وخت چې دوکتورمحمدمرسي د مصر د «دستوري محکمي » د ټولو قاضیانو ترمخ  د ولسمشرۍ سوګند پورته کړ  نو په همغه وخت یی د تحریر یا ازادۍ چوک ته ځان ورساوو او هلته یی د خپلو لسګونو زرو پلویانو تر منځ  پخپله د ولسمشرۍ سوګند پورته کړ .

خو داخوان المسلمین دګوند سره نه د قاضیانو ، چې ټول یی سیکولر ذهنه او په دولتي فساد  کې  ککړ ، دمبارک د استبدادي رژیم له خوا روزل شوي کسان دي ، جوړه  وه او نه عسکري  قیادتونه دې ته حاضر و چې  واکمني دداسي یو اسلامي  ګوند په  لاسو کې ولویږي چې  ددوې  حاکمیت  ته په راتلونکې کې ګواښ پیدا کړي .

ترڅنګ یی پولیسو او دکورنیو  چارو وزارت  هم د عسکري ځواکونو او قضا سره لاس  یو کړ  تر څو دددوکتور محمدمرسي  حکومت کار ته پرې نه ږدي اوپه دې توګه یی دناکامۍ سره مخ او ددولتي امورو څخه یی بیرته لاسونه  وکاږي .

دهمدې سازشونو له مخې د محمد مرسي دحکومت په خلاف د پراخه لاریونونو د پیل له پاره کار پيل شو، سازشونه په کار واچول شول ،دسیمي هیوادونه او ټول هغوې چې دخپلو ولسونو په  اوږو په زور سپاره شوي دې وارخطا شول او په خپلو ولسونو کې د زوګ او شور له ویري یی د مصر فوځي اوپولیسي ځواکونو ته دهمداسې بلواګانو دپیلامي له پاره بې دریغه مرستې ور سر کړي ، هرې لورې ته اورونه شیندل کیدل پیل شول ، پخوانۍ ملیشي د کورنیو چارو د وزارت او هم د عسکري قیادتونو له اړخه ملاتړیدي  تر څو په  اړو دوړ کې ورګډې شی . خبره ان د ریاست جمهوري قصر ته ورسیده ، چې همدغو ملیشو (  فلول ) بیا دولسمشرۍ د قصر دروازو ته  اور ورته کړ ، وګړي یی د قصر په دیوالو ور واختل تر څو محمد مرسي پیدا  او له منځه یی یوسي ، دا ټول هر څه په داسې حال کې تر سره کیدل چې د پولیسوله خوا یی تماشا کیدله او نیم عسکري ټولګي یی ملاتړ ته ولاړ وو.

په دې اړو دوړ کې  چې څومره کسان  و نیوله شول هغوې ټول د قضا له لارې سمدلاسه  نه یواځي پریښوول شول بلکه دهغوې  ورځني مادي تاوانونه یی هم په دولت وربار کړل .

دمحمدمرسي په خپلې واکمنۍ کې د  اخوان المسلیمن  نژدې ټول دفترونه د همدې ملیشو په لاسو ، اودهمدې پولیسوتر سترګو  لاندې  و سوځول شول ، کسان یی شهیدان کړل شول . خو هیڅوک هم دپولیسو له  خوا محکمې ته را نه وستل شو. ددې ترڅنګ  کله به چې د اخوان المسلین دغړو مظاهرو جریان پیداکاوه نو په دې مظاهرو کې  به همدغه پخوانی ملیشې د  پولیسو په مرسته ور ننوتلې او مرګ ژوبله به یی پیښوله ، خو ددغه  بدمعاشانو او اوباشانو د کنترولولو لپاره  هیڅ  څوک نه و .

محمد مرسي  حکومت جوړ کړ ، خو حکومت یی یو موقت نظام و چې د  حالاتو په مطابق یی دګډو وډو  خلکو څخه  جوړ کړې و.  په دې حکومت کې یی د فاع وزارت  عبدالفتاح سیسي ته ورکړ چې  ځان یی د محمدمرسي سره ډیر نژدې ګاڼه او ان تر دې چې په امریکایی  اخبارونو کې داسې تبصرې خپرې کړل شوې چې ګویا سیسي د اخوان  پورې اړوند کوم کس دې . ددې تر څنګ یی د کورنیو چارو د وزارت ځواک هم دهمغه وزارت  یو چارواکي محمد ابراهیم ته ورکړ ، خو وروسته بیا وویل شول چې  ابراهیم ته دکورنیو چارو د وزارت سپارل  د دفاع د وزارت او د عسکري ځواکونو په  فشار باندي  شوی و . همدا راز یی د برق او اوبو اوهم د تیلفو او نفتي موادو  وزارتونه  هم  د عسکری قواو د  سپارښتنې اوفشار له مخې دهغوې د خوښې کسانو ته ورکړل . ددې علت دا و  چې محمد مرسي  نه  غوښتل  د پارلمان د بیا ټاکنو ، اودپارلمان له اړخه د یوه منتخب حکومت تر جوړښت پورې  کومه لانجه او جنجال را پورته   شي .

په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نه مخته دپارلمان ټاکنې تر سره شوې وې ، په هغو  ټاکنو کې د اخوان المسلیمین له اړخه د نوي جوړشوي ګوند «ازادي او عدالت » وګړو ترنیمایی زیاتي چوکۍ تر لاسه کړې وې ، ددې ګوند وروسته دویمه ستره ونډه په کې د سلفیانو ګوند درلوده . خو دسلفیانو دګوند او اخوان المسلیمین تر منځ  اختلافاتو شتون درلود . په دې اختلافاتو کې  عقیدوي تګلارې دومره رول نه درلود ، خو اساسی علت یی د سعودي عربستان  د مذهبي اوسیاسي ادارو د اختلاف او لاسوهني مسئله وه . ځکه سعودي عربستان د  اخوان المسلیمین د اغیز او اثرو  رسوخ څخه سخت په ویره او ترهه کې و ، اوغوښتل یی چې دخپلو سلفي معاش خورو دوستانو له لارې د مصر په پارلمان کې دغه اختلافات په ځآې و ساتي ترڅو اخوانیانو ته دبري او کار کولو چانس  کم تر لاسه شي . اما دغه ټاکل شوي پارلمان ، چې ددري میاشتو د اوږدې پروسې وروسته منځته  راغې د  سعودي تر څنګ د اماراتو دشیخانو او دمصر دفوځ اوقضا له پاره هم د منلو وړ نه و. په دې اساس قضا دیو شمیر خاصو وګړو په  اړه پریکړه  وکړه چې دهغوې په  سیموکې دوباره ټاکني تر سره شي ، خوفوځ یی په ټولوټاکنو دبطلان  خط راکش کړ او ټول پارلمان یی باطل اعلان کړ .

دمحمدمرسي د ټاکل کیدو سره سم  هغه بیرته دغه پارلمان په خپل حال کړ ، خو دقضا ، فوځ او کورنیو چارو د وزارت او بیروکراتانو دسختو نیوکو سره مخ شو  په دې اساس یی د تنګو شرایطو د په نظر کې نیولو سره سم خپله پریکړه بیرته واخسته .  خو اعلان یی  وکړ چې د نوي پارلمان د ټاکنو له پاره به ژر قدم واخلي ، هغه په همدې  وخت کې د همغه پخواني پارلمان څخه سل کسیزه  کمیسیون  جوړ کړ تر څو د اساسی قانون د جوړښت دنده په غاړه واخلي ، دغه کمیسیون په شپږو میاشتو کې د ولس نظریات  راټول  او د اساسي قانون   په لیکولو یی پيل وکړ. د اساسي قانون د تصوید نه سمدلاسه وروسته ډاکتر محمد مرسي دنوي قانون له پاره  عامپوښتنه  اعلان کړه چې په پنځلسو ورځوکې تر سره شوه ، ددې عامپوښتنې اعلان هم په فوځ کې او هم په سیکولر نا مسلمانه سیاست پوهانو کې او هم په عیسوي  کړیو کې سخته اندیښنه راپیدا کړه . خو بلاخره دا قانون  په ۶۴ سلمه  تائیداو تصویب شو . محمدمرسي دهمدې قانون له مخې په دري میاشتو کې  دنوي پارلمان د ټاکنو اعلان وکړ .  خو دغه اعلان یی یوځل بیا د قضا له اړخه او د فوځ په فشار  شاته و غورځول شو . هغه وروسته بیا د پارلمان د ټاکنې  له پاره د ټاکنو دداسې  قانون د جوړولو غوښتنه وکړه چې  قضا په کې نیغ په نیغه برخه ولري .  خو قضا ، فوځ اوپولیسو د بیروکراتو اوعیسویانو په ملاتړ  هیڅکله هم نه  غوښتل  ټاکنې تر سره شی ځکه هغوې ته د ټاکنو پایلي  لا دمخه څرګندې وې ، په دې اساس یی د ټاکنو قانون دیوې میاشتې نه بلې ته او دبلې نه بلې ته ور اوږود کړ .

په همدې دوران کې په مصرکې دفوځ  ،پولیسو او قضا په  ملاتړ د اوباشانو ، ملیشو او عیسویانو له اړخه اور بلونکې مظاهرې روانې وې . ددې ترڅنګ  د البرادعي چې یو وخت د بین المللي اتمي انرژي  مدیر و اودامریکا  ځانګړې استازې ګڼل کیده او د دستور تر نامه لاندې نوې ګوند  جوړ کړې و هم په مصر کې دمحمد مرسي دحکومت په خلاف  فعاله و ، ترڅنګ  یی سیکولر حمدین صباعي چې د حسني مبارک په خلاف یی د مصر په انقلاب کې    ونډه درلوده او همدا راز( تمرد یا بغاوت ) په نامه  نوې  جوړشوې  غورزنګ  چې دیو څو ځوانانو له خواد سعودي او اماراتو په پانګه او د فوځ او پولیسو په ملاتړ  فعاله شوې و ، هم د نورو کړیو سره یو ځآي پوره فعاله و . هغه  اسناد او شواهد چې تر اوسه پورې مخته راغلي څرګندوي چې ددې ټولو دسایسو ، سازشونو ، بلواو اواړو دوړ تر شا د مصر نظامي لښکرې، قضایی قوه او پولیس د سعودي عربستان د پادشاه او داماراتو دشیخانو  د  ډیر زیات مالي ملاتړ په واسطه ولاړ و .  دا هم ډاګیزه شوي ده چې  سعودي عربستان او د دوبۍ شیخانو  د مصر دمحمدمرسي دحکومت د له منځه وړلو له پاره په همغو لمړیو شیبو کې  د مبارک درژیم  د صدراعظم محمدشفیق ،چې د ټاکنو وروسته دوبۍ ته تښتیدلې و ،  په واسطه  دغه ناولې سازش  جوړ کړ . البته په دې برخه کې د امریکایانو او انګلیسانو تر څنګ د اسرائیلو قوي لاسونو هم خپل کار کاوه .

ددې ترڅنګ دا هم ډایګیزه شوي ده چې د محمدمرسي د رژیم د راپرځولو په خاطر  په مصر کې دسلفیانو دګوند  النور د ملاتړله پاره  سعودي او اماراتو دغه ګوند ته او ددغه ګوند اړوندو مرستندویه مؤسسو ته د یوسل اوپنځوس میلیونو ډالرو د ورکړې وړاندېز کړې و .

په مصر کې داړو دوړ د راپیداکیدو  څخه  دمصر د نظامیانو  او قضاییه قوي مقصد  داو چې  په بین المللي توګه د مصر د نظام  اعتبار  له منځه یوسي او دفوځي واکمنۍ له پاره لاره  همواره کړي . ځکه فوځ په هیڅ قیمت نه غوښتل  د اخوان المسلیمین دمنظم ګوند په واسطه  داسې نظام منځته رشي چې دهغوې  د اثرو رسوخ اواغیز نه پاک وي .

د ۲۰۱۳کال د جون میاشت  په مصر کې تر ټولو سخته میاشت و، په دې میاشت کې داړو دوړ تر څنګ  د پټرولو پمپونو د تیلو ورکول په کوپون  کړل ، تر څنګ یی د اوبو اوبرق وزارت  د برق پریکون ،په دې بهانه چې برق نه شته ، پیل کړ او په لسګونو ساعته به  دخلکو کورونه په تیارو کې ډوب کړل . د فابریکو په سیستم کې ستونزې راپیدا کړل شوي …دا په داسې حال کې چې د محمدمرسي  نظام  د برق د لا زیاتوالي او په قیمتونو کې یی دکمښت له پاره د سولر انرژې دسیستم  له پاره پراخه قراردادونه  لاسلیک کړي و  اوپه دې اړه په عملی توګه کار پیل کړل شوې و . تر څنګ یی د یومیلیون بې کوره کسانو له پاره دکورونو د جوړښت کار په  بیړه روان  و ، د سرکونو دغځولو او د ترافیکو د ستونزو دحل له پار پلانونه په  پلې کیدو کې و . د زراعت په مسئله کې  محمد مرسي ځانګړې توجه درلوده ، په همدې خاطر یی د غنمو د ریبولو په وخت کې هملته د غنمو دفصل په منځ کې کنفرانس  جوړ کړ اواعلان یی  وکړ چې  په دوو کالو کې به مصر خپله غله په  خپله تیاروي . تر دې وخته مصر   ۱۳ میلیونه ټنه غله مصروفوي  چې په کې نهه میلیونه  ټنه د بیرون بازار څخه ، چې ډیره برخه یی امریکایان  ورباندي پلورې ، تهیه کوي . خو دمرسي عزم راسخ و او غوښتل یی مصر په خپلو پښو و دریږي . محمدمرسي د یورانیم د زیادښت  په قانون د لاسلیک څخه هم ځان وویست او د روسانو سره یی داتمي  بټۍ د اخستلو له پاره لاسلیکونه  وکړل . همدا راز یی د سویس دکانال  شاوخوا سیمي چې  د څو فوځي عسکری منصبدارانو او نورو شتمنو په لاسو کې وي د بیرته را اخیستلو هوډ وکړ او پلان  یی  جوړ کړ چې د سویس دکانال سیمې ته به پراختیا ورکوي تر څو  ددې لارې مصر ته میلیاردو ډالر  اضافي  بسپنه تر لاسه شي . او……

خو ددریم د جولاې دکودتا وروسته  ډاګیزه شوه چې  دبرق په پریکون او د پترولو  په  نه ورکولو کې  د هغه د ناستو وزیرانو لاس و ، دا منظم پروګرام د دفاع د وزارت دمسؤل سیسي او دکورنیو چارو د وزیر ابراهیم  او د قضاتو په  همکارۍ  د خلکو تر منځ د نارامیو د راپیداکولو په خاطر جوړ شوې و. دا وزیران د کودتا په وخت کې هم په خپل ځاې و او اوس هم په خپل ځاې دي .

دمحمدمرسي د نظام د له منځه وړلو له پاره دمیلیاردو ډالرو په ویشلو سره  یوشمیر خلک کوڅو ته راووتل ، چې امریکایانو یی شمیره  شل میلیونه ، د انګلیس پخواني صدراعظم توني بلیریی اندازه  دیرش میلیونه او د مصراو اسرائیلو تلویزونو یی اندازه  څلویښت میلیونه اټکل کوله .  خو د الجزیرې  وروستي څیړنې و ښوده  چې په دغه ټوله کې ټول ټال  پنځه میلیونه شاوخوا وګړي را ټول شوي و . خو تر څنګ یی په همدې ورځ د اخوان المسلیمین او دهغوې دهم نظرو ډلو له خوا په مظاهرو کې هم تر لسو میلیونو زیاتو خلکو برخه اخیستي وه چې هیچا ورته توجه و نه کړه .

سیسي  چې دپخوا نه ددې پروګرام د جوړښت له پاره د امریکا دسفارت ، د اسرائیلو د سترو مشرانو ، چې ویل کیږي سیسي ددې کودتاه نه  څو ورځي مخکې  اسرائیلو ته دالبرادعي سره پټ سفر هم درلود، سعودي او اماراتو سره سلا مشورې کړې وې اودهغوې ټولو تائید یی اخیستې و.

سیسي دهمغې پلان له مخې  چې ورته ورکړل شوي و د جولاې په دریم په داسې حال کې  چې دازهر مشر ملا او   عیسوي پادري یی د سلفي د مشرسره یوځاې ترڅنګ ولاړ و د محمدمرسي  دحکومت په خلاف کودتا وکړه او هغه یی دخپل دفتر څخه بندیخانې ته یوړ.

دمرسي دحکومت د له منځه وړلو سره سم ، په داسې حال کې چې په مصر کې لا نوي نظام نه و جوړ شوې د سعودي مطلق العنان حاکم دهغه ځآې  فوځ او قضا ته د اخوان المسلیمین دحکومت د له منځه تللو په اړه مبارکي وویله  او د خپله اړخه یی ورته پنځه میلیارده  عاجله مرسته اعلان کړه . د اماراتو شیخانو هم اعلان وکړ چې اوس یی ساه  واخیسته او دمصر فوځ ته یی دمبارکۍ په توګه  پنځه میلیارده  ډالر  ډالۍ کړل .

خو فوځي کودتا ارامه پاته نه شوه ، دمصر ولس په سلګونو زره  کسان د رابعه العدویه په  څلور لارې  او همدا راز د قاهرې د پوهنتون اونورو مهمو ځایو په څلور لارو کې پنډ  شول . په میاشتو میاشتو یی اعتصاب وکړ، د ۲۰۱۳کال ټوله روژه یی هملته تراویح وکړې ختمونه یی وکړل او خپل اعتصاب ته یی دوام ورکړ . دمصر نظامیان  چې دیهودو نه یی هم دخپل ولس سره بدتر سلوک وکړ ، دخپل ولس په خلاف  دهوایی جهازونو او د تعمیرونو په سر د نښه ویشتونکو څخه په کار اخستو سره په دې  سوله ایزو مظاهرو  ډزې پیل کړې اوپه همغو لمړیو شپو کې یی ددې سوله ایزو مظاهرینو نژدې  شپږزره کسان شهیدان کړل او اتلس زره یی زخمیان کړل . نژدې څلویښت زره کسان یی ترې بندیان کړل چې په کې ښځې ، نجوني ، کوچنې هلکان هم شامل دي . په شهداو کې هغه ۵۰کسان هم شامل دي چې  دیوه زندان څخه یی دبل په لور د انتقال په وخت کې په موټروکې په ګولیو لولپه کړل . که څه هم د مصر دولت دشهیدانو شمیر  تر ۱۵۰۰ کسانو څرګندوي  خو دا دهغوې  احصایه ده  اما د اخوان المسلیمین خپله احصایه اوس تر اتو زرو کسو شهداو پورې رسیږي . البته په دې کې  هغه شهیدان هم شامل دې چې په دې وروستیو وختو کې د مظاهروپه جریان کې شهیدان کړل شوي دي . خو دغو شهادتونو ،زخمونو او بندي کولو د اخوان المسلیمین دګوند عزم اوهوډ کې کوم بدلون را نه وست ، او دادې د یوه کال په تیریدو سره اوس هم د مصر کوڅي او بازارونه ، سرکونه او مکتبونه ، مدرسي اوپوهنتونونه ، فابریکي ا و دکار ځایونه  ټول  د ورځنیو مظاهرو شاهدان دي .

د محمدمرسي په خلاف  کودتاچې فاسد اوقاتل  عسکري ډلګۍ چې و نه توانیدله  دخپلو بړیڅو په واسطه  د نظام امورات پر مخ بوځي دادې د یوه تقلبي انتخاب له لارې یی همغه سیسي په واک ور ساوه ، خو دهغه واکمني لاتر اوسه  پورې  دباور  وړ نه ده ګرځیدلې .

دمصر اقتصاد ورځ تر بلې د تباهۍ په لور روان دې ، یواځي د سیسي د ولسمشر په څیر د لوړې د مراسمو په ورځ ددې  هیواد بورسونو کې  اوه میلیارده ډالر زیان راغې . همدا اوس قیمتونه تر اسمانه رسیدلي ، دمصر د  ولس ستره برخه دبدترین فقر سره مخ ده ، سعودي ، اماراتو او کویټ ورسره نژدې ۲۴ میلیارده  ډالر نقدي مرسته  اعلان کړې چې تر  اوسه پورې ورته ۱۲ میلیارده ورکړل شوي خو دمصر اقتصاد یی نه دې راژوندې کړې . دغه پيسې هم د سیسي له اړخه  قضا او عسکرو ته د هغوې دمعاشاتو د لوړوالي په خاطر ویشل شوي دي .ویل کیږي چې مصر په همدې یوه کال کې نژدې ۱۶ تریلیونه جیني (نژدې دوه نیم تریلیونه ډالر) دکورنیو اوبهرنیو بانکونو نه قرض اخیستی دي .

دمرسي دنظام د ړنیګیدو نه وروسته ، دمظاهرو جریاناتو دغه کودتاچیان پوزې ته راوړې ، دوې ددې په خاطر چې دمظاهرو مخه ونیسي  د دغه هیواد شپږپنځوس زره جوماتونه یی و تړل ، ټول هغه امامان  چې  د ازهر دمشر ملا لیک یی نه درلود د دندو څخه لرې کړل شول . ملایانوته د خطبي له پاره دیوڅو رسمی لیکو لوستو نه پرته دنورو خبرو کولو اجازه نه ورکول کیږي . اوهر څوک چې خلاف ورزی وکړې هغوې سمدلاسه دمحکمي له خوا زندان ته استول کیږي . عیسوي راهبان ازاد دي او اوس هغوې وایی چې  مصر په حقیقت کې یو سیکولر هیواد دې او مذهب یی دپخوانه عیسویت  و خو وروستیو حکمرانانو مونږ ددې  هرڅه څخه بې برخې کړي یو ، هغوې مسلمانانو ته بلنه ورکړې چې په عیسوي مصر کې ورسره دسولي ژوند تر سره کړي .

یوه مصري عالم په دې اړه لیکي چې د سیسي د کودتا نه وروسته (حکومت ددیني وینا او حنفیت نه ددفاع تر نامه لاندې) لاندې ممانعتونه اعلان کړي دي :

 ۱-په جوماتونو کې به ظالمانو ته بددعا نه کیږي .

۲-ټول هغه جوماتونه چې د اوقافو د قانون سره سم نه دي ، باید وتړل شي .

۳-په جوماتونو کې به تراویح نه تر سره کیږي .

۴-په ځانګړو جوماتونو کې به د تراویح لمونځ اداء کیږي خو وخت به یی د ۴۵ دقیقو نه زیات نه وي .

۵-دامینتي مسؤلینو دموافقي پرته هیڅوک په اعتکاف کې نه شی کیناستې .

۶-دامنیتي مسؤلینو پرته هیڅوک  ممبر ته  نه شي ختلې …

۷-د «هل صلیت علي النبي صلي الله علیه وسلم » پوسټرونه به د موټرو او ټولو ځایو څخه را ټولیږي .

۸- دسیسي د نظامی کودتا وروسته د رابعه العدویه د جومات په ګډون ستر ستر جوماتونه و سوځول شول ، په زرګونو ته قلف واچول شول ، او دقران کریم نسخې په پوره بې احترامۍ سره د عسکرو اوپولیسو تر پښو لاندې کړل شوې او یا و سوځول شوې …..حال داچې قران کریم فرمایی چې : ومن أظلم ممن منع مساجد الله أن يذكر فيها اسمه وسعى في خرابها

دسیسي په اړه ویل کیږي چې پخپله د یهودې مور نه دې ، مور یی دیهودي کورنۍ څخه وه ، مصر ته راغلل او همدلته میشت شول ، ترور یی همدا اوس د اسرائیلو دپارلمان غړې ده او سیسي په خپله د مورنۍ له اړخه د یهودو سره نژدې اړیکي لري . د یهودو ټولو مطبوعاتو دسیسي برې د اسرائیلو برې وګاڼه او کلک ملاتړ یی ترې وکړ . داسرائیلو پخوانیو مسئولینو امریکاته خبردارې ورکړ چې دسیسي ملاتړ ته لاس ور و غځوي ، ان تر دې چې یو شمیر امریکایی مطبوعاتو ولیکل چې مصر اوس د اسرائیلو له خوا اشغال شوې  هیواد دې او …..

محمد مرسي د خپل ریاست په دوران کې څو ځلې په خپلو خبرو کې وویل چې ډیر اشتباهات ترې شوي  خویوه ستره اشتباه چې ترې شوې هغه نه جبرانیدونکې ده . هغه دا خبره ډاګیزه نه کړه ، خو یو شمیر شنونکو ترې همدا مقصد اخیستي چې دهغه ه اشتباه د د فاع د وزیر په څیر د سیسي ټاکل و .

سیسي اوس ځان د هغه هیوا ولسمشر ګڼي  اما  په دې تیره اونۍ کې دافریقایی هیوادو د غونډي په اقتصادي کانفرانس کې ورته د کودتا دمشر خطاب کیده ، ځکه  چې دافریقا ولسونه  اوس هم مرسي د مصر رسمي او منتخب ولسمشر ګڼي .

ګڼ شنونکې په دې آند دې چې  په مصر کې د حالاتو اوښتون  دا ډاګیزوي چې په دې هیواد کې به ډیر ژر یو بل بدلون منځته راځي .

 «جان اسپوزیتو»  چې دامریکا دجورج ټاون د پوهنتون دبین المللي اړیکو استاد دې د الجزیرې د خبري چینل سره   په یوه مرکه  کې وړاند وینه کړې  چې  دمصر فوځ به عبدالفتاح السیسي چې اوس ولسمشرټاکل شوې اوپخپله یو نظامي منصبدار دې ، د یوه نرم انقلاب په واسطه د واکه ګوښه کړي . دغه استاد تائید کړې چې اخوان المسلیمین ددې ټولو ناخوالو سره سره بیا هم خشونت او زورواکۍ نه کار نه دې اخستي ، هغه دفارس دخلیج د یوشمیر هیوادو د مصر د انقلاب نه ملاتړ کول یو غیر منطقي اقدام وګاڼه  او ویی ویل چې هغوې دا کار یواځي دخپلو شخصې ګټو له پاره تر سره کړې . هغه وایی چې  دالسیسي له پاره تر ټولو ستره ستونزه چې شاید مقابل کې ورته پریځوي هغه د دي هیواد اقتصادي او و ټیزې  ستونزې دي ، د اسپوزیتو د وینا له مخې  شوني د ه چې سیسي به یوه لنډه موده د خلیج د هیوادونو په بسپنه اتکاء وکړي خو دا به دتل له پاره نه وي او شوني ده چې فوځ به یی د یوې نرمې کودتا په واسطه له منځه یوسي .

جان اسپوزیتو د امریکا ددولت په  مشر اوباما هم سخته نیوکه وکړه  او ویی ویل  چې په مصر کې د نظامي کودتا  څخه دهغه ملاتړ دهغه ستره اشتباه وه ځکه دهغه داکار د دموکراسۍ داصولو سره متضاد دې . د اوباما بله اشتباه  دهغه  عام وژني څخه ملاتړ و چې دمصر کودتا چیانو دمحمد مرسي په خلا دکودتا نه وروسته تر سره کړ. هغه وړاند وینه وکړه چې اخوان المسلیمین به یو ځل بیا واک تر لاسه کوي ، ځکه دا ډله د متلاشي کیدو په لور نه بلکه د متحد کیدو په لور روانه ده.

دا په داسې حال کې  چې دمصر فوځ ، پولیسو او قضاییه قوي هڅې وکړې تر څو د اخوان المسلمین  مظاهري دګډوډیو سره مخ کړي ، خلک یی و وژني ، بندیان یی کړي ترڅو اخوان المسلیمین هم دتشدد په لور قدم واخلي او خپلو کارکوونکو ته حکم وکړي تر څو د مصر د قاتلي اوغاصبي اردو په خلاف  ټوپک پورته کړي ، خو اخوان المسلمین خپلو ټولو وګړو ته لارښوونه کړي  چې دښمن غواړي مونږ  انتقامی عمل ته و هڅوي خو مونږ به هیڅکله هم خپل سوله ایز لاریونونه په وسلوالو لاریونو او عملیاتو بدل نه کړو . غربی مبصرین او شنونکې ټول د اخوان دغه حوصلي ته ګوته په خوله دي .

د مصر د کورنیو چارو وزیر ابراهیم چې پخپله  د محمد مرسی  تر مخ یی دهغه سره د وفادارۍ لوړه کړې  اوبیا ترې باغي او دفوځ دجنرالانو سره و درید اود خپلو پولیسو او اوباشانو په واسطه یی دمصر د ولس  ګڼ شمیر کسان  په پوره بې باکۍ سره ووژل  وایی چې : د اخوان المسلمین په مقابل کې به خپله مبارزه ترهغې جاري ساتي ترڅو یی چې دا ډله  د ریښو څخه  نه یی ویستلي . خو حالات اوشرایط بلمنګه زیري ورکوي ، پخپله کودتاچې مشر السیسي  وایی چې مونږ دداسې ستونزو سره مخ یو چې د حل لاره یی زمونږ تر مخ نه ښکاري ، همدا اوس دمصر اقتصادي بازارونه د رکود سره مخ دي . بین المللي پانګه وال ددې هیواده کډه شوي دي ، کورني پانګه وال هم دتیښتې لارې لټوي ، فابریکي تر ډیره ځایه دسقوط  سره مخ دي ، کورني امنیت بلکل له منځه تللې ، او هیواد د پوره انارشیزم په څنډو ولاړ دي . دا چې فرعون به یی احساسوي که نه ، خو د مصر ولس اوس د فقر او لوږې په اور کې سوځي .

دمصر اوسنیو حالاتو په خلیجې هیوادونو هم ډیر کلک اغیز کړې ، او ان تردې چې اسراییل یی وار خطا کړي چې که چیرې په مصر کې د سیسي نظام له منځه ولاړشی او محمد مرسي د یوه قانوني منتخب ولسمشر په څیر بیرته را منځته شي نو دا به  نه یوآځي د اسراییلو امنیت  ګواښمن کړي بلکه د خلیجي شیخانو چیلتارونه به هم  په ټیکریو بدل کړل شي.

سعودي چې خپل ځان ډیر خوندي ویني او په ټول نظام باندې شاهي کورنۍ پوره پوره  غوړیدلې ده ، دادې د یوې نظامي کودتا د ناکامۍ خبر ورکوي ، ویل کیږي چې سعودي پاچا  عبدالله   دوه ورځې وړاندې دخپل ډول یوه بیساری پریکړه وکړه او ددفاع مرستیال  وزیر خالد بن بندر له دندې ګوښه  او وروسته یې  د وزیر په رتبه  داستخباراتو رئيس په توګه وټاکه . خورسنیو دباوري  سرچینو له خولې کښلی دي،چې دخالد بن بندر دګوښه کولو لامل  دنوموړي له لوری  دسعودي عربستان دواکمنۍ کورنۍ پر ضد کودتاوه.

د(لیل ونهار) خبري  اژانس لیکي دنظامي کودتا پلان له ډېرپخوا څخه  چمتو شوی و ، خو وروستی پاړکی (فصل ) یې پوره پوخ شوی نه و او دسلطنتي کورنۍ هغو غړو ،چې داوسني بوډااو ناروغه پاچا له  پایښت سره موافق دي د کودتا پلان  رسوا کړ .

سرچینه وايي : له کومې ورځې ،چې پاچا دخپلې  داوږدې ناروغۍ له کبله  دخپل نفوذ څه  برخه  لاسه ورکړې ده دسلطنتي کورنۍ یو شمېر امیران  لېواله شوي دي ،چې واک تر لاسه کړي .

سعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز  دفاع مرستیال وزیر خالد بن بندر  په نوی دنده کې له 45 ورځو تېریدو وروسته  له دندې ګوښه  کړ دا په  تېرو پنځلسو میاشتو کې  دخپل ډول څلورم تغیر دی ،چې  دسعودي عربستان په دفاع وزارت کې رامنځته کیږي .

ګوروچې عاقبت کومي لورې ته ځي ، ځکه عاقبت دالله تعالي په لاسو کې دي ، انسان په دې اړه  هیڅ  نه شی کولې . الله تعالي د ټولو ظالمانو په اړه فرمایی چې : قوله تعالى: وسيعلم الذين ظلموا أي منقلب ينقلبون

په هر صورت دخپلو حقه حقوقو د ترلاسه کولو له پاره د  اخوان المسلیمین سوله ایزه مبارزه به هرو مرو ان شاءالله خپل رنګ راوړي ، بلاخره به دغه فرعوني نظام اوټول هغه فرعوني نظامونه  چې یو دبل ملاتړي دي ، له منځه ځي .

د اخوان المسلیمین دغې سوله ایزې مبارزی ټولو نړیوالو ته یو درس ورکړ چې  نه دچا ظلم او تیری ته تسلیمیږي او نه د وژلو او تړلو په واسطه د نورو انسانانو دحقوقو  د غصب کولو په خلاف دخپلې مبارزې څخه لاس اخیستو ته تیار  دي .

الله تعالي دي یی دنورو اسلامي غورزونګونو سره یوځاې برې اوموفقیت په برخه کړي .

قریب الرحمن سعید.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *