ژمی و.هوا ښه پوره یخه او د سړو له لاسه  ګڼو کسانو ځانونه کړوپ او غونج نیولی وو. د شپې دولس بجې کیدونکی وې ځکه

خو بسونه په لنډه فاصله کې نه راتلل ، له دې کبله د خلکو لویه ډله بسونو ته سترګې په لاره وو.  څنګه چې بس را ورسید په بس داسې د خلکو یرغل پیل چې په درنګ شیبه کې موټر په سپر لیو داسې ډک شو چې نه په ولاړه ودریدو او نه ناستې ته تشې چوکۍ پاتې شوې. ډریور د بس دروازه په ګرانه بنده کړه . بس روانیدو ته نږدې و چې د شا له خوا یو چا په ماته ګوډه انګریزی غږ کړ :

ـصبر زه کیوځم .

د هغه له غږ سره ټولو سپرلیو یو بل ته حیران دریا ن وکتل .هغه کس چې څنګه تر ما راورسید زما په لیدو یی دستی وویل:

ـوروره آفغان یی؟

زه یی په لیدلو دستی پوه شوم چې انګلستا ن ته نوی راغلی او په اوسیدو یی ډیره موده نه اوړی .موسکی شوم او پرته له دې چې ځا ن وروپیژنم له بسه د کیوتو مې ترې وپو ښتل:

ـ ولې غواړې ښکته شې ؟

ـ زه په داسې ډک موټر کې سفر ته زړه نه ښه کوم .

ـولې ؟

او زیاته مې کړه :

ـ که فکر کوئ چې بل ته به کسان کم شی ،تیروتی یا ست ځکه بل څلویښت دقیقې وروسته را ځی او هغه ته به هم دومره کسا ن را خیژی .

دستی په خبرو کې را ولوید :

ـ چې داسې ده زه په خپلو پښو ځم خو په داسې ډک موټر کې نه ځم.

ما وخندل او دده په خبرو کې ورننوتم :

ـتا ته لکه چې د کا بل ملی بسونه نه دی په یاد او نه هم له کلی په هغو چکلو کې ښار ته راغلی چې لاندې  با ندې خلک په کې دځناورو او بارونو تر څنګ نا ست وی.

ـ زه هلته هم ډکو لاریو او بسونو کې چیری نه تلم . ډک موټر د جنازې کټ دئ او زه نه غواړم په ژوندونې د جنازې کټ ته وخیژم .

ده لا خبره بشپړه کړې نه وه چې د موټروان او سپرلیو نارې شروع شوې:

ـ یا کیوځئ او یا پا تې ، موټرنور حرکت کوی .

ـله دې غږ ه وروسته هغه په بیړه له بسه ښکته شو .

زموږ بس حرکت وکړ . په رښتیا هم بس ښه تر خولې ډک و . زه چې په دغه وخت تل له کاره خلاصیدم تل مې دا حال و چې په داسې ډکو بسونو کې کور ته لاړ شم او له داسې ډکو بسونو سره اوس آموخته شوی وم خو ددغه ځوان پریکړې په دغه شپه زه هم په اندیښنه کې واچولم او ویره یی راسره ملګرې کړه .. فکر مې کاوه لکه بس چې په رښتیا هم اوړي.

بس په مزه مزه روان و چې د بس پر چت دربی شو، د بس په خولې شوې ښيښې مې لاس تېر کړ، باران دومره تېز و چې د څاڅکو پر ځای له اسمانه د اوبو نرۍ دارې را توېيدلې. تېز باران  په ټولو سرکونو کې  اوبه جاری کړې .دباران له اورښت سره سمه تیاره هم خپره شوه . دباران او تیارې ویرې زما په وجود کې هم غزونې وکړې او د موټر چپه کیدل مې په یقین بدل شو.

موټر به لا یو پاو لار نه وه وهلې چې نا ببره درز شو،موټر وښوید.او په درنګ شیبه کې په بس کې ولاړ خلک يو پر بل ور ړنګ شول، د چا سر له ښيښې سر ولګېد او څوک هم د څوکيو پر اوسپنو ورغلل.  بس! ساه مې بنده شوه ،په سترګو مې تياره راغله او نور په ځان نه يم پوهېدلی، کله چې مې سترګې رڼې کړې په روغتون کې وم.  سبا مې پلار او مور زما په لټه روغتون ته را غلل، مور مې زما په لیدو لکه هره بله مور خورا غمجنه او د اوښکو باران یی په مخ لارې جوړې کړې ، خو پلار مې ځان با ینلود هر څه یی په زړه تیر او زما او مور د واړو د ډاډینې لپاره یی وویل:

ـ خیردئ دا به دې قسمت و ځویه !

ما دقسمت او برخې د کلمو په آوریدو دستی ټوله کیسه ورته تیره کړه :

ـ زه هسې لیونی شوم ، ښه پوه شوم چې دا موټر اوړی

پلار او موردواړو حیران راوکتل،پلار مې په هیښتیا وپو ښتلم :

ـ څنګه ؟

ـځکه چې مو ټر له سر تر پا یه ډک و ،با ید چپه شوای وای.

هغه ته خندا ورغله .

ـدا خو نو څه د افغا نستا ن چکلې او بسونه نه دی . د دغو بسونو خو هر څه سنجول شوی وی او له هر سرویس د مخه یی هر څه چک او کنترولیږی ،زویه !

ـ پلاره زه هم په دې پوه یم ، خو یوه ځوان لکه غیبګو ښه را ته وویل چې دا موټر هرومرو چپه کیږی .

ـ نو هغه بیا ولې له بسه ښکته نشو

زه موسکی شوم :

هغه چې څنګه احسا س کړه چې بس سر تر پا یه ډک دئ ،لکه ساه یی چې وځی چیغې کړې او دستي له موټره را ښکته شو ،

او بیا مې وویل :

ـ هغه آفغان او نوی راغلی و

زما خبرې لا خلا صې نه وې چې پلار ته مې زنګ را غئ ،په تیلیفون کې له څه ګړیدا وروسته یی ما ته کړل:

ـ زه اوس درنه رخصتیږم ،ژر بیرته را ګرځم .کوم نوی آفغان کډوال د پولسیو په ما موریت کې دئ ، ژباړه یی با ید وکړم

بیا یی په نتدی ښکل کړم

ـ دومره ډیر نه یی ژوبل ، ژر جوړیږی له خیره

سبا ګهیځ مې پلار او مور بیا پو ښتنې ته را غلل :

پلارمې له روغبړ وروسته دستی په موسکا خبرې پیل کړې .

ـ ستا خبره خو رښتیا وه

په حيرانۍ مې ورته وکتل :

ـ کومه خبره ؟

ـ ستا د بس د چپه کیدو

ـ هغه څنګه؟

ـ ما نن پخپله هغه ځوان ولید .

ـ هغه چې د بس د اوښتو وړاندوینه یی کړې وه

ـ هو پخپله هما غه

ـ چیرې ؟

ـ د پولیسو په ستیشن کې.

ما بیا پلار ته حیران حیرا ن وکتل :

ـ ولې اسناد یی نه وو؟

ـ نه اسناد یی سم وو خو کله چې له بسه کیوتی و کورته په سخت باران او توره تیاره کې اوږد تګ له مزله غورځولی او په ځمکه ولیدلی وو ، د پولیسو ور پا م او له لارې یی را اخیستی وو .اوس په ښاروالۍ کې و او د ښاروالۍ اړونده ما مورینو غوښتل روانی روغتون ته یی وروپیژنی خو هلک نه غوښتل هیچیرته لاړ شی او ځان یی له هره درکه روغ رمټ با له .

زه په خبرو کې ورولویدم :

ـ ښه نو بیا

ـ بیا مې هلک تسلیم او په خپل کوروسپاره

پلار مې مو ر ته مخ راواړاوه او ویی ویل:

ـ پو هیږې دا دچا زوی دئ ؟

مور مې حیرانه او پلار ته ځیر شوه :

ـ د چا زوی دئ ؟ کوم بلدی دی ؟

ـ هو دا دخدایبخښلی استاذ میرا جا ن زوی دی

بیا یی ما ته مخ راواړاوه:

میرا جان زما د ښوونځي او پوهنځي د وختو ملګری وو .

مور مې په مهربا نۍ پلار ته ګډه شوه :

ـ ښه شو چې ته خدای پرې برابر کړې ، کور ته به دی راوستی و هغه خو ډیر بختور او ښه سړی و

پلار مې د مور دخبرو په پلوئ وویل:

رښتیا چې ډیر دروند او با وقاره انسان و او دایی عادت و چې په ډکو لاریو او بسونوکې چیرې نه ته ، نه یوازې به په ډکو لاریواو بسونوکې چیری نه تلو بلکې په ډیره ګڼه ګونه کې به یی هم سا ه بندیده .

بیا یی ما ته مخ راواړاوه او د هغه یوه یوه خا طره یی داسی بیان کړه :

ـ عجیبه انسان و ،څو ځلې مې لیدلی چې له ډک بسه په سروبي کې ښکته شوی او بیا پخپلو پښو تر کا بله تللی

مور مې دستی په خبرو کې ورګډه شوه  :

دی هم لکه چې پلار ته تللی دی

پلار مې د دده نورې ځانګړتیاوې یوه یوه بیا نوله :

عجیبه سړی و ، تل به یی ویل : په هر څه کې اعتدال په کار دئ آن ډیره ډوډۍ ډیرې ناروغۍ زیږوی .

ما چې د پلار خبرې په ځیر څارلې له پلاره و پو ښتل :

نو بیا په استا‌ ذ څه وشول :

پلار مې اوږد اوسیلی وکیښ :

ـ یو وخت چې زموږ په هیواد کې انارشی را غله ، او هر چیرې او هره ورځ د غوڼډو او میټنګونو دوران  شو  ، یوه ورځ چې د هیواد د نوی سره رنګه بیرغ د لوړیدو لپاره ستره غونډه رابلله شوې وه او زموږ د پوهنځی په ګډون ټول پوهنتون با ید په کې ګډون کړای وای ، استاذ په شهادت ورسید.

پلار مې چې دې ځاې ته راورسید ستونی یی ژړا ونیو .ما ته او مور ته هم ژړا راغله خو پلار مې دده د شهادت داستان چې له سترګو یی اوښکو دارې وهلې تر پا یه راواوراوه :

موږ ټول  استا ذان یوه بس ته پورته شو چې په هغه غونډه او نما نځنه کې برخه واخلو . هغه چې څنګه ډک بس او ګڼه ګوڼه ولیده لکه ساه یی چې بنده شی په زوره چیغې کړې:

ـ بس ودروۍ  زما ساه  بنده شوه زه کیوزم .

 خو چا یی چیغې نه اوریدې او هما غسې په تیزۍ یی بس روان کړې وو. استا ذ بالاخره په سپکو سپورو سر شو. لږ وروسته د موټر له مخکې سیټه چا چیغه کړه :

ـګذارېې کړئ  څوک چې  له موږ سره نه ځي .

خو استاذ په یوه ساه چیغه کړه:

زه درځم خو پخپلو پښو ، دا ډک موټر هرومرو اوړی .

د استاذ غږ هیچا وانه ورید او له روان موټره یی لاندې راوغورځا وه. پلار مې چې تر دغه ځا یه خبره راورسوله لږ څه دمه ېې ونیوه ، په داسې حال کې چې موږ ته یی لربر را وکتل وویل:

ـ پوهیږئ بیا څه وشول :

ما او مور د نه پوهیدو سر وخوځا وه :

ـنه

پلار مې وویل:

ـ بیا موټر لږ مزل نه وکړی چې چپه او ټولې سپرلۍ په وینو کې ولمبیدې .

بیا یی لکه یو فیلسوف دا کیسه او دا یادونه داسې رالنډ کړل :

ـ زه چې اوس ددې هلک کیسه آورم د هغه  پلار مې نیغ ستر ګو ته ودریږی . او هغوکسانو ته حیران دریا ن شم چې په ډکو لاریو کې د وراوښتو تاوانونو له زړه بونونکویادونو سره سره اوس هم د ډکو لاریو له مزله زړه توری نه دي .

لندن ـانګلستا ن

دشپې یولس بجې

۱۲/۰۵/۲۰۱۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *