تاند، سه شنبه، د قوس ۲۶مه: د کرنې وزیر نصیر احمد درانی وايي، وزارت یې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام راپیل کړی چې په ۴ کلونو کې به ۶۱۶ زره او ۶۰۰ مېرمنې ورسره له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي.

 ښاغلي دراني نن د کرنې په برخه کې د ښځو د پياوړتیا دریم ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل، دوی به په لنډ وخت کې ۶۷۰۶۰۰ ښځو ته کورنۍ باغچې، قوریې او شنې خونې جوړې کړي او ۴۲۰۶۰۰ مېرمنو ته به د چرګانو کوچني فارمونه، د مالدارۍ فارمونه، د پسونو د ساتنې فارمونه او د شاتو د مچیو فارمونه جوړ کړي.

د ښاغلي دراني په خبره: (( په راتلونکو څلورو کلونو کې به موږ ۱۰۵ زره او ۸۰۰ میرمنو ته د کرنې د تقاضا برخه کې روزنه ورکړو، ۲۰۰ نورو مېرمنو ته به د تولیداتو د بازارموندې په برخه کې ملاتړي بروګرامونه پلي کړو.))

ښاغلي دراني زیاته کړه، څلور کاله وروسته به وزارت وتوانیږي چې ۶۱۶ زره او ۶۰۰ مېرمنې د کرنیز سکټور په برخه کې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا ژوند کوي: (( د نارینه و په پرتله د ښځو مدیریتي وړتیاوې زیاتې دي، موږ په وروستیو څو کلونو کې ۴۰۰ زره مېرمنې د ملاتړو پروګرامونو تر پوښښ لاندې نیولې دي.))

په کرنیز سکټور کې د ښځو د پیاوړتیا دریم ملي کنفرانس ته لسګونه په کرنیز سکټور کې بوختې مېرمنې راغلې دي او دوه ورځې به د کرنې وزارت د ښځو اړوند پالیسو باندې بحثونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *