زبیر ژمن د ابدي ژوند لاره خپله کړه. همدا چې خبر شوم، زموږ ګران دوست، یار او همراز، هڅاند، هدفمند او پرکاره ژورنالست زبیر ژمن له موږ نه لاره بېله کړه، یوه شېبه داسې حالت سره مخ شوم، چې احساس مې وکړ نه مړ او نه ژوندی یم.
د خوږ دوست او یار بېلېدل همدومره سخت وی.
ډېرې کرښې مې ولیکلې او پاکې مې کړې، تر هغه چې پورتنۍ لومړۍ جمله مې ذهن ته راغله:(زبیر ژمن د ابدي ژوند لاره خپله کړه). اخر په یوه ژوندي انسان، چې دې ښه دوست، ښه ملګری، ښه یار او د خپل ملت لپاره د کار په نسبت هدفمنده وي، ستا څنګه لورېږي چې ووایې، هغه ومړ.
زبیر ژمن ډېر ارامه او چوپ و. ډېر نه غږېده، لیکنې يې هم چې کړې دي، ډېرې لنډې دي. فکر کوم، هغه په دې ډول هڅه کوله چې خپل فکر په لنډ او کوټلي ډول له نورو سره شریک کړي او د کار خبره په لنډه وکړي.
د ژورنالیزم لپاره د هڅو نمونه يې ازادۍ راډيو ده. خو د هغه د یوه فرهنګي کار له یوې برخې زه خبر یم.
په دوو وروستیو کلونو کې ژمن دوه غټ کارونه وکړل. له انګلیسي ژبې نه يې دوه د کار کتابونه وژباړل او چاپ کړل. يو په دې کتابونو کې د باچاخان د عدم تشدد د مبارزې په اړه نوې خبرې وې.
د دې کتاب د ژباړې په وروستیو کې يوه ورځ ژمن راته وويل چې په يو اخبار کې يې د چاپ غمه وکړم. دا کار مې وکړ، بیا يې د ايډيت خبره هم وکړه. خو ما ورته وویل، پرېږده چې ستا د ژباړې له لوستلو خوند واخلم. هغه ټینګار وکړ، بله چاره نه وه.
ژمن دغه کتاب دومره ساده او ښکلی ژباړلی و چې کله کله ما ورته ویل، یاره ته هسې وايې چې ژباړه ده، دا دې خپل کتاب دی. خپله دې لیکلی دی. ژمن تر چاپ پورې په خپلو ژباړل شویو جملو کې بدلون راوسته او یو نیم ځل به يې ویل، هغه جمله مې رالنډه یا بدله کړه. له کار سره مینه همداسې وي. د ژمن په دې کتاب او نورو لیکنو کې ساده ګي او وضاحت د هغه د نثر څرګنده ځانګړتیا وه.
کله چې ژباړه بشپړه شوه، په کتابي بڼه د چاپ مشوره يې وکړه. ما ورته ښه وکړه. ويل مې په دانش صاحب یا مومند صاحب به يې چاپ کړو. بله ورځ يې راته زنګ وواهه: که امکان ولري، د کتاب د ترس کولو مسوولیت واخله. ما ویل دا خو اسانه خبره ده، زه يې د چاپولو فکر کې یم.
موده واوښته، هغه بیا د کتاب په اړه څه ونه ویل او زه هم په یو فرهنګي کار کې بوخت شوم.
ژمن دفتر ته راغی او ویل يې کتاب چاپيږي. اول به يې تا ته راوړم. بیا به غضنفر صاحب او سهار ته يې ورکړم. ځکه تاسو راسره خواري کړې ده.
زه د کتاب په تمه وم، خو یوه ورځ، نه دا دوه درې څلور ورځې مخکې سهار صاحب په خپل فیسبوک کې د هغه د ناروغۍ او ورسره يې ترکیې ته د هغه د انتقال خبره وکړه.
د هغه د ناروغۍ په پوښتنو سر وم، چې ((دا شېبه)) د ملګرو له ټولي د هغه له بېلېدو خبر شوم.
کوټلې يې چې درته وکړم: ژمن یو پرکاره، مودبه، ذهین او د هر چا ښه دوست و.
د خوږ دوست بېلېدل ډېر سخت وي.
خدای دې نور موږ له داسې دردونو لرې ساتي. زغملی يې نه شو، خو د پاک خدای رضا وي.

۱۳۹۳/۴/۱۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *