سید رحمان جلال احمدزی|
دغه ځوان له یوې خوا لوږې او له بلې خوا له خلکو څخه شرم په دوو کې حیران کړی دی. خو لوږه سخته ده هرڅه یې زغمل خو لوږه یې نشوای زغملی. په کثافاتو کې یې پر چټلو وریجو سترګې پټې کړې او غټې غټې ګولې ورڅخه پورته کوي.
دې حالت سخت خپه کړم غږ مې پرې وکړ چې دا ناپاکې دې مریض به دې کړي، سمدستې له کثافاتو پورته شو او روان شو.
له یوه نژدې دوکان څخه مې یوه ټوټه کیک ورته راونیوه اوغږ مې پرې وکړ چې وځوانه وځوانه، له شرمه یې نه راکتل او نه یې ځواب راکاوه، پوه شوم چې شرمیږي نو د وراره په لاس مې هغه کیک ورواستاوه، ما له لېري ورته کتل، دې ځوان نیم مخ د لاس په پنجه پټ کړی و، له خلکو شرمیده، او په بل لاس یې غټې غټې ګولې کولې؛ لکه چې څو ورځې یې چې هیڅ نه وي خوړلي. کوښښ مې وکړ چې ورسره وګورم خو له ما نه یې فاصله اخیسته، لږ ورته له بله اړخه ور نږدې شوم زه یې نه وم لیدلی، خو دی په خوراک لګیا و چې مې په ځیر ورته وکتل، ځوان راته داسې ښکاریده لکه چې له پخوا مو یو او بل سره لیدلي وي.
ده زه پيژندلی وم ځکه شرمیده او له ما یې مخ اړاوه، وروسته مې ذهن ته راغی چې دا هغه ځوان دی چې د مکتب په دوره کې به یې تل د خپل ژوند راتلونکې ملګرو ته په انځورونو کې ښودله، دا شخص بل څوک نه وه زمونږ د یوې دورې ملګری … بینوا وو.
نن د نشه يي توکو ښکار شوی او له هر چا څخه لری شوی.