جمال ناصر اصولي

جونګړې ته ورته کور مو په کرایه نېولی و. لسم کال مې راباندې و، چې ژوند مې د تل لپاره بدلون وکړ…
یو ګهیځ ویده وم، چې د یوې درنې چاودنې غږ لکه لېونی له خوبه را کېنولم. ما وې زموږ د کور په انګړ کې وشوه. لېرې هم نه وه، چې چیغې شوې پلار د شهید شو، پلار یې در وواژه…

د څلوېښتو نورو افغانانو تر منځ یو وژل شوی زما خدای بخښلی پلار و. دا وخت د ډاکټر نجیب  کلونه دي، چې ډېر کله مجاهدینو لوی، لوی بمونه په بسونو او ګڼه ګوڼه کې چاودول.

وخت نه دریږي، په خواریو او ستونځو تر یوې مرحلې راورسیدو. روسان ووتل، او د ډاکټر نجیب حکومت یې ورړنګ کړ. خلکو نارې کړې چې د اسلام سپین پتنګان په ارګ ورننوتل. په لومړۍ ورځ د کابل په اسمان کې یو بې سابقه وحشت خور شو. د کابل اسمان مرمیو ګرو کړی و. هغه مجاهد د نر زوی و چې څوک دېرې ډزې وکړي.

پر سبا چې له شوګیره راجیګ شوو، خلک په کوڅه کې ډېر لږ ښکارېدل، داسې لکه کوم مړی چې شوی وي. اوازې خپرې شوې چې هغه کور یې چور کړ، فلانی یې وواژه، هغه یې بوته.
ورو، ورو خلکو د کډو په بارولو پیل وکړ، څوک یو خوا او څوک بلخوا تیت او پرک شول. هرې خوا زورونې، چور، چپاول او وژنو زور واخیست. کابل یې په مرمیو سوری، سوری کړ. د خلکو د هوسا ژوند هوساینه یې لیلام کړه، کابل ته یې اور ورته کړ.

دوی لا ښکرونه همداسې سره ورکړي وو، چې طالبان را وزېږېدل. د کابل قاتلین یې پسې وزغلول. څوک ترکیې، څوک، پاکستان، څوک ایران او څوک یې تر کولابه پرېنښودل. طالبانو امنیت راوست، ډېری ښونځي یې رخصت کړل، د زور لمونځونه یې پیل کړل. په هر سړي ګیره جبري شوه، دنړۍ یې افغانستان یو کونج ته کړ او اقتصاد د غروب په لورې کلک او چټک مزل پیل کړ.

ما هم لاسي ګاډۍ ته زور ورکړ. کله به چې د شپې کور ته راتلم د وچې ډوډۍ پیسې به مې حلالې کړې وې.
ناڅاپه په اسمان کې د دېوانو په شان غټې، غټې الوتکې راپیدا شوې، چې طالبان یې د هېواده ورک کړل.

اوس د کرزي پاچاهي ده. همغه  درز او دروز دی، اوس هم د ښار په کوڅو کې هره شېبه خلک لدې ویریږي چې اوس به کوم موټربم درز وهي او سا به راڅخه اخلي. اوس هم همغه د روسپلوه او مجاهدینو په ډول کټه مټه جګړه روانه ده.
زما د لاس ګاډۍ په یوه وړه د سبزیو د خرڅولو په غرفه بدله شوې، وچه ډوډۍ او الوګان رارسیږي، خو زړه مې پدې ویجاړ هېواد دردیږي، ژړاوې پرې کاندي، ویر کوي او د تل لپاره ویرنې لیکي.

تر څو به د افغان په لاس افغان ټاټوبی پرهر، پرهر کیږي، کله به د افغان په سر کې د هېواد مینه په ولولو کیږي، کله به موږ د خپل وطن غېږې ته د مور مینه ورکوو، او کله به ( موږ غیرتیان یو ) اصطلاح په عمل کې پلې کوو؟

(د یوه او د هر افغان کیسه)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *