مړې مړې اوښکې يې پر مخ روانې وې چې ورسره يې د زړه درزیدا هم احساس کوله. يو اړخ بل اړخ ته يې وکتل له اسولي سره يې شکر وايست. بې اولاده مې مه کړې ،د مور خبره ور په زړه شوه چې ورته ویل به ېې: خداي دې غيږ خالي مکړه، په ژوند کې به ډيرې لوړې او زورې وويني.

نهیلې راولاړه سوه، د کارغه له عږ سره يې د وره په خوله کې پښه ونیوله ،په جګ اواز يې وويل:
د خير او ښو زيرى، ماشوم رامنډې کړي ادکۍ دادا مې راغى? ته وا اختر ته به يې موږ ته بوټان او کالي رانيولي وي? 
زوي کی يې ټټر پورې ونیوه ، ستونى يې ډک ډک کيدو بي اختياره يې وويل:
زوي مړو په ټټر ويشتلى وو، خو وايي سوله راروانه ده.

14 جون

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *