پر چپ غوږ یې لاس کیښود، بل لاس یې پر دیوال راځوړند ساعت ته ونیو:

-انا و انا دې خو غوږونه راوخوړل

د انا یې مصنوعي غاښونه په خوله کې راپورته شول:

-ښه دی وخت راښیي

ځوان پر نوې رابوټیدلې ږیرې کلک کلک رغوی وموښه، موبایل یې بوډۍ ته ونیو:

-دغه څه شی دی؟ وخت وخت

-دا ساعت دې د نیکه د لاس نخښه ده

-ټکه ټکه ټکه ټکه له سهاره تر ماښامه

-زما لاس نه وررسیږي ورپورته شه راکوز یې کړه

ګر شو، زلمي میز راکش کړ. پرې وخوت. بوډۍ پرې غږ کړ:

-پام پام چې مات نه شي

هلک ساعت د دیوال له میخه راښکته کړ. بوډۍ پر کاغذي دستمال د ساعت ښیښه وموښله. هلک ته یې ساعت ونیو:

– دا سویچ مې مړ کړ نور ټک ټک نه کوي راځوړند یې کړه

ځوان ساعت پورې واهه، ساعت د بوډۍ له لاسه ولوید، د ساعت د زنځیرونو ګړنج ګړونج شو. ځوان له کوټې ووت. بوډۍ د ساعت پر درز شوې شیشې ورو ورو له سره تر پایه ګوته تیره کړه. دیوال ته یې سترګې پورته ونیولې. په هغه ځای کې چې ساعت راځوړند و د دیوال رنګ پاک ښکاریده.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *