مېرمن يې له برايي شپې له دردونو پر يوه بل اړخ اوښتله، زړه نا زړه يې لونګۍ پر سر وتړله او مېرمن يې د ښار سرکاري روغتون ته وروستله، د روغتون په وره له ور ننوتو سره څنګ ته ولاړ سړي ته و درېد:
– ښځينه ډاکتره چېرې کښېني؟
– نه سته، مه پسې ګرځه
په روغتون کې ښځينه ډاکټره نه وه، مېرمن يې له درده زګېروي کول، مخامخ پر مځکه ناستې ښځې ناروغانې ورته ښکاره شوې، و دردېد، مېرمنې ته يې مخ ور واړاوه:
– ورسه هلته کښېنه زه پرچۍ را اخلم
د پرچيو اخيستلو پر ځاى ګڼه ګوڼه وه، په اوږده کتار کې خلک ورته ولاړ وو، دا انتظار ورته داسې ښکارېده لکه چا چي په زوره درولى وي، سړې- سړې ساه يې کښلې، تر ده چي دوه کسان مخته پاته شول، د کړکۍ په جال کې لګېدلي څلورکونجه سوري ته يې وکتل، هغې بلې خواته سړى ناست وو، د ناروغ د نامه پوښتنه يې کوله او دستي يې ولاړ سړي ته پرچۍ ورکوله، د ده مخته وروستى ولاړ سړى چي لاړ، دى ور مخته شو، دننه ناست سړي تر څلورکونجه سوري ورته وکتل:
– د مريض نوم وايه ښايسته ځوانه
– د مريض نوم!!!!؟
شاوخوا يې وکتل، شاته په کتار کې ولاړو دوو درو کسانو ته يې وکتل چي شناخته دي که نابلده، ويې نه پېژندل، سړي له دننه په غوسه ورته وويل:
– سړيه تا مريض راوستى، که نندارو ته راغلى يې؟
– نه نه، مري مريض مي….
سترګې يې داسې سره کش کړې لکه د مېرمنې نوم يې چي هېر شوى وي او ور په يادوي يې، پر څلورکونجه سوري يې سر ور کوز کړ او دننه ناست سړي ته يې وارخطا وکتل، سوکه يې له ځانه سره وويل:
– بي بي هوا (حوا) وليکه وروره
پرچۍ يې ترې را ونيوله او د هوا په رفتار له دې ځايه و ووت، د ناستو ښځو خواته روان وو، هماغه سړى- چي د ښځينه ډاکټرې پوښتنه يې ځنې کړې وه- د ډاکټر له کتنځايه را و ووت، يوه ښځه هم ورپسې وه، ده ته و درېد:
– مريض دي دې ډاکټر ته ور ښکاره که
ده هيڅ ږغ هم ورته ونه کړ، د ښځو خواته ورغى، مېرمن يې را ولاړه نه شوه، د ښځو په منځ کې يوه ښځه پرته وه زګېروى يې خوت او نورې ښځې سره پرې را ټولې وې، دى پوه شو چي مېرمن يې په عذاب ده، ښځو يې مېرمن په څه خواريو را ولاړه کړه، ده تر لاسه ونيوله او د هماغه ډاکټر د کتنځاى خواته يې ور روانه کړه.
ځوان ډاکټر د مېز شاته ناست وو، مخ يې ښوى ښمک خرېيلى وو، روڼې کوچنۍ عينکې يې په سترګو وې، ده خپله ناروغه مېرمن تر لاس نيولې د ډاکټر اشارې ته منتظر ولاړ وو، ډاکټر د خپل کتنځاى په هغه کونج کې پراته اوسپنيز کټ ته اشاره وکړه، ده خپله مېرمن په مړو ګامونو سوکه- سوکه وروستله او په داسې مات زړه يې هلته پر کټ پرېيستله لکه يو ستومان پانډي چي د اوړو ګونۍ موټر ته پورته کوي، پړونى يې پر سم کړ، مخ يې ور پټ کړ، ډاکټر سټېتسکوپ او د فشار مالومولو آله ور واخيستل ورغى، د ښځې د زړه ټکانونه يې وکتل، فشار يې وکوت خو فشار يې ډېر زيات شوى وو، زګېروى يې خوت، ډاکټر بيرته پر خپل ځاى کښېنوست، دى ورغى ورته و درېد، په لاس کې نيولې پرچۍ يې ډاکټر ته ونيوله، ډاکټر پر پرچۍ دارو درمل ور وليکل، خو د ناروغ نوم ورباندې نوم نه وو:
– د مريض نوم څه دى، ستا څه کېږي؟
دى بيا لکه له خوبه چي را ويښ شوى وي، مېرمنې ته يې وکتل هغه له بستره را کښته شوې او د ده شاته يې په دېوال پورې ځان تکيه کړى وو، لونګۍ يې ژر پر سر سمه کړه:
– ډاکتر ساب کوروالا مي ده، نوم يې..
– هو نوم يې، زر کوه نور مريضان به ګورم
بيا يې يوې بلې خواته و کتل چي هسې نه د ډاکټر په کتنځاى کې يې څوک واوروي، ښځې ته يې وکتل هغې په همدې دردونو کې د سترګو تر کونج ور وکتل، زړه يې سره را ټول کړ:
– ډاکتر ساب بي بي هو…….
ډاکټر پرچۍ ور غورځوله، په غوسه يې ورته وويل:
– ځه ځه ورک سه، د خپلې ښځې نوم دي هېر سو
پرچۍ يې له ډاکټره ور ونيوله، را و ووت، د روغتون درملتون ته ورغى، دلته بيا ډله خلک ورته ولاړ وو، ښځه يې څنګ د درملتون د انتظارځاى په کونج کې د څو ناستو ښځو څنګ ته کښېنستله، ورغى، کسانو يو په بل پسې دوا اخيستله او تلل، د ده وار چي راغى، پرچۍ يې تر څلورکونجه سوري ورکړه، سړي پرچۍ ته وکتل، نوم ورباندې نه وو:
– ځوانه مريض ته يې که څوک دى پر پرچۍ يې نوم ولې نه سته؟
د ده زړه بيا ټکان و خوړ، پوه شو چي د پرچۍ وال او ډاکټر يې د مېرمنې نوم ورباندې نه دى ليکلى:
– نوم؟… نوم يې
– هو، وايه چي پر ويې ليکم
– نه نه زه مريض نه يم، کوروالا مي ده بي بي..
– بس بي بي مي پر وليکله
ګولۍ او يو بوتل يې ورته ونيول، ده ژر ځنې ور ونيول او په بيړه يې د سدرۍ د څنګ جېبونو ته واچول، لونګۍ يې بيا پر سر سمه کړه، په روغتون کې ګرځېدونکيو خلکو ته يې وکتل، څوک شناخته يې پکې ونه ليد، خپلې ښځې ته و درېد، سوکه يې ږغ پر وکړ:
– راځه را ولاړېږه بي بي نستې.
مېرمن يې پسې ور ولاړه شوه، آدم خان له ځانه سره خندل او له روغتونه و ووت.
***
١١ جنوري ٢٠١٦م
ډیره ښه کیسه وه. واقعآ پښتانه بی ځای غیرت خراب کړ ی. او تل خوار او نور ته محتاج دی