تاند، پنجشنبه، د عقرب ۹مه: د ټاکنو کمیسیون غړو نن مازیګر د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې ۴۷ زره بایومتریک رایې د معیارونو خلاف اعلان کړې.
د کمیسیون غړو وویل، دا ۴۷ زره رایې هغه دي چې د اکثرو یې انځورونه مشابه یا هم د کم عمره خلکو دي یا د رایې ورکونې له نورو معیارونو سرغړونه په کې شوې ده.
د ټاکنو کمیسیون غړی مولانا عبدالله وايي، تېره شپه لس بجې د درملوک قراردادي کمپنۍ سره وروستۍ وعده وه چې دا کمپنۍ به ورته له اصولو او معیارونو د خلاف اړوند رایو معلومات ورکوي: (( درملوک تېره شپه موږ ته ۴۷ زره کیو آر کوډونه راکړل چې د رایه کاروونکو انځورونه یې تکراري وو، یا د عکس له رویه اخیستل شوي وو، یا هم کم عمره خلکو په کې رایه کارولې وه یا هم انځورونه له معیار خلاف اخیستل شوي وو.))
ښاغلی عبدالله وايي، نن شپه ناوخته به ورته د هغو رایو لیست هم ورسېږي چې کاروونکو یې دوه ځلې د ګوتې نښان کارولی، رایې یې یا له وخته مخکې او له ټاکلي وخته وروسته کارول شوې دي.
ټاکل شوې ده چې د دې پروسې له ختمېدو وروسته د ټاکنو کمېسیون لخوا ولایتونو ته استولي ټیمونه هم خپلې پلټنې بشپړې کړي او د درملوک راپور په ولایتونو کې تطبیق کړي چې د تفتیش او د رایو د بیا شمېرنې له دغې مرحلې وروسته به پایلې راټولېږي او بیا به د عقرب د میاشتې په ۲۳مه اعلانېږي.