دغه پيغام نه يوازې زموږ بچيانو ته؛ بلکې موږ ټولو ته، چې په دې ټولنه کې ژوند کوو خورا اغېزمن دى.
يو ځوان، چې لوړې زده کړې يې هم کړې وې، يو خصوصي شرکت ته يې په دې نامه خپل سندونه وړاندې کړل، چې د مديريت په دنده وګومارل شي، په خپلې لومړنۍ مرکه کې ومنل شو، د شرکت رئيس وروستۍ مرکه هم ورسره وکړه؛ خو کله يې چې د نوموړي ځوان ټول اسناد وليدل؛ نو ځير شو، چې ياد تن له ښوونځي څخه تر پوهنتون پورې ټول اسناد خورا ډېر ښه او په عالي درجه دي او د زده کړې په اوږدو کې يې هم هر کال ستاينليکونه اخيستي دي.
رئيس له راغلي ځوان څخه وپوښتل: »ايا تر اوسه پورې مو تحصيلي بورس ترلاسه کړى؟«
ځوان ځواب ورکړ: »نه«
رئيس وپوښتل: »ايا ستاسې پلار ستاسې د زده کړې لګښت ورکوي؟ «
ځوان ځواب ورکړ: »زه لا يو کلن وم، چې زما پلار ومړ او له هماغې شېبې راهيسې زما د پالنې ترڅنګه زما د زده کړې لګښت هم زما مور ورکوي«.
رئيس وپوښتل: »مور دې چېرې کار کوي؟«
ځوان ځواب ورکړ: »زما مور د نورو په کورونو کې د هغوى جامې مينځي«.
رئيس له ځوان څخه هيله وکړه، چې د خپلو لاسونو ورغوي ورښکاره کړي.
ځوان د خپلو دواړو لاسونو ورغوي ورښکاره کړل، چې خورا پاسته او نرم وو.
رئيس وپوښتل: » ايا تراوسه پورې مو له خپلې مور سره د کالو په مينځلو کې مرسته کړې«.
ځوان ځواب ورکړ: »هېڅکله هم نه؛ ځکه تل زما د مور هيله دا وه، چې زه زده کړه وکړم او ډېر کتابونه مطالعه کړم او پر دې سربېره زما مور زما په پرتله ژر کالي مينځي. «
رئيس ورته وويل: »زه له تا څخه يوه هيله لرم او هغه دا، نن چې څنګه کور ته لاړې نو د خپلې ګرانې مور لاسونه ور غوړ او پاک کړه او بيا سبا ما ته راشه«.
ځوان له ځان سره فکر وکړ، چې مديريت ته د برياليتوب چانس مې ډېر دى؛ نو مخ د کور پر لور روان شو.
کله چې کور ته ورسېد؛ نو په ډېرې خوشحالۍ سره يې له خپلې مور څخه غوښتنه وکړه، چې اجازه ورکړي ترڅو يې لاسونه ورته پاک او په دمه کړي.
مور يې يو خورا په زړه پورې احساس کاوه، چې هم خوشحالي او هم اندېښنه ورسره مله وه، هغې خپل لاسونه ځوان زوى ته ور ښکاره کړل، ځوان زوى د خپلې مور لاسونه په خورا ډېرې نرمۍ سره وموښل، خو د هغې د پاکولو پر مهال يې له سترګو څخه غټې غټې اوښکې هم تويېدلې؛ ځکه دا لومړى ځل و، چې نوموړي د خپلې مور خېرن او چاودلي لاسونه ليدلي ول، د مور لاسونه يې د ډېر کار له لاسه شنه شوي وو، ان ځينې برخې يې داسې خوږېدل، چې مور يې ډارېده له امله يې کومه ستونزه ورته پيدا نه شي؛ خو بيا يې هم زړه ټينګ کړى و.
ځوان د لومړي ځل لپاره دا خبره انګيرلې وه، چې د همدغو چاودلو او کمزورو لاسونو برکت دى، چې دى دې مقام ته رسېدلى او خورا لوړې زده کړې يې په ښه شان ترسره کړي دي. دى اوس په دې پوه شوى و، چې د مور د لاسونو چاپې يې خورا ډېرې قيمتي دي؛ ځکه همدغو چاودولو لاسونو او ښاپونو پر ده ښوونځى او پوهنتون لوستى و.
ځوان د مور د لاسونو له پاکولو او غوړولو څخه وروسته سم له واره له خپله ځايه پاڅېد او د مور پاتې کالي يې په ډېره بيړه ډېر ژر ووينځل.
په دې شپې مور او زوى تر ناوخته پورې د زړه خواله سره وکړه. سبا، چې څنګه له خوبه پاڅېد؛ نو د شرکت د دفتر پر لور روان شو.
کله چې شرکت ته ورسېد؛ نو رئيس يې په سترګو کې ډنډ شويو اوښکو ته ځير شو او ترې يې وپوښتل: »ايا ماته ويلاى شې، چې تاسې پرون په خپل کور کې کوم کار وکړ او څه مو زده کړل؟«.
ځوان ځواب ورکړ: »ما د خپل مور لاسونه ور پاک او غوړ کړل او ورپسې مې پاتې جامې ټولې ومينځلې«.
رئيس وپوښتل: »مهرباني وکړئ، خپل احساس مو راته وواياست« .
ځوان ځواب ورکړل:
١- اوس پوه شوم، چې درناوى څه شى دى، که زما مور نه واى، نو زما برياليتوب ناشونى و.
٢- اوس په دې پوه شوم، چې له يو بل سره مرسته کول په ځانګړي توګه له مور سره څومره ستونزمن کار دى او هغه هم په دې موخه، چې کار بشپړ شي.
٣- اوس دې پايلې ته ورسېدم، چې بويه کورنيو اړيکو ته ارزښت ورکړل شي او هغه درک کړم.
د شرکت رئيس وويل: »دا هغه څه و، چې ما يې هيله درلوده، چې بايد زما مدير پرې پوه شې« .زه غواړم يو داسې څوک په دنده وګومارم، چې د نورو پر ارزښت او درناوي پوه شي، داسې څوک چې د نورو کړې خوارۍ يې سترګو ته ودرېږي او يوازې پيسې د خپل ژوند موخه ونه ګڼي. تاسې زما له خوا په دنده وګومارل شوئ.
وروسته بيا همدغه ځوان خورا ډېر ستونزمن کارونه کول او تر ځانه کوچنيو څوکيو لرونکو خلکو ته يې هم ډېر درناوى کاوه. له دې وروسته د شرکت هر کارکوونکي په ډله ييزه توګه يو د بل کارونه کول او په ډېر لږ وخت کې شرکت خورا ډېر پرمختګ وکړ.
يوځوان، چې ورسره مرسته شوې او هر هغه څه يې، چې غوښتي ورته د عادت له مخې ورکړل شوي؛ نو »د ټاکنې ذهنيت« يې ټول عمر په مغزو کې انګازې کړي او په هر کار کې يې ځان لومړنى بللى دى، نوموړى د خپلې کورنۍ له خواريو څخه بې خبره دى او پر ارزښت يې نه پوهېږي.کله چې پر کار پيل کوي؛ نو داسې هيله لري، چې ټول خلک بايد د ده خبره ونغوږي او کله چې بيا مدير کېږي نو هېڅکله د خپلو کارکوونکو پر زحمت نه پوهېږي او تل هڅه کوي، چې نور سپک او سپور کړي او يا يې ورټي؛ له دې څخه څرګندېږي يو داسې ځوان، چې د زده کړو له پلوه خورا غني سړى دى د خپل وړتيا له مخې تر يو وخت پورې ښه چلېدلاى شي؛ خو هغه احساسات او عواطف، چې يو انسان يې بايد ولري دى يې نه لري او وروسته به په خپلو کارونو کې هم بريالى نه وي.
که هغه په داسې خبرو پوه نه شي؛ نو وروسته په ټولنه کې ډېرې ستونزې پيدا کولاى شي او په دې نه پوهېږي، چې داسې مور او پلار بايد څنګه وستايي او درناوى يې وکړي.
تاسې څه فکر کوئ، چې زما د خبرو موخه يوازې مېنه ده او خلک د مور و پلار په مينه پوهول دي او يا غواړو په دې خبرو سره خپل بچيان ويده کړو؟
تاسې کولاى شئ، خپل بچيان پرېږدئ، چې په لويو کورنو کې ژوند وکړي، ښه خواړه وخوري، د ساعتيرۍ ځينې کارونه ترسره کړي، په لويو ټلويزيونونو کې خپرونې وويني، خو چې کله غواړي خپل بڼګي کې بېل ووهئ؛ نو په هغه کار کې لږه ونډه خپلو بچيانو ته هم ورکړئ، د ډوډۍ تر خوراک وروسته هغوى دې ته وهڅوئ، چې له خپلو خويندو او وروڼو سره خپل کابونه او کاسې ومينځي.
د دې خبرې موخه دا نه ده، چې ګوندې تاسې پيسې نه لرئ، چې کوم کارکوونکى د کور د کارونو لپاره وګومارئ؛ بلکې د دې خبرو موخه دا ده، چې هغوى ځينې واقعيتونه درک کړي، دا مهمه نه ده، چې د دغو بچيانو مور و پلار څومره پيسې لري؛ ځکه يوه ورځ به ستاسې د بچيانو ويښتان هم ستاسې په څېر تک سپين شي.
تر ټولو خورا مهمه خبره دا ده، چې ستاسې بچيان بايد په دې پوه شي، چې څنګه د سختو او ستونزمنو کارونو درناوى وکړي او په دې هم پوه شي، چې څنګه په سختو او درنو کارونو کې له نورو سره مرسته وکړي.
زه هيله من يم دغه تجربه، نورو هرڅومره کسانو ته، چې مو وسه رسي ولېږئ، دا ځکه کېداى شي دغه ډول خبرې د يو چا په بدلون کې پوره ممد شي.