د سیاستونو رنګا رنګۍ افغانان په بلا رواني ستونزو اخته کړي دي چې؛ په دې ټولو کې خورا خطرناکه ناروغي درواغجن قناعت دی چې زموږ خلک ورسره مخامخ شوي دي.
د خلکو د تعلیم ټیته کچه او د سیاسي شعور نا بالغه صورتحال او ورسره اقتصادي مشکلات هغه عوامل او فکتورونه دي، چې کاذب قناعت رواني پرابلم یې پیاوړی کړی دی.
د افغانستان سیاستوال چې؛ تر ډېره له بېرون څخه الهام او سرچینه اخلي او په اصطلاح پروژوي سیاستونه پر مخ وړي، همېش د خلکو د پورته یادو شویو کمزوریو څخه ګټه پورته کوي او د سولیدلي سیاست تکراري باټې ورته په غوږونو کې پوکوي.
په دې توګه له کلونو را پدېخوا دغه د ړانده لاروي ډرامه مشاهده کوو او د یو څو مادي او یا هم نورو نا چیزه ګټو په تصور سره خلک کاذب قناعت ته اړباسي.
دغې بدرنګې سلسلې ترننه دوام موندلی دی، چې هماغه شاخان او ماخان دي چې د خیانتونو او جنایتونو باوجود خلک ورته د زنده باد او مرده باد نارې وهي او هېڅوک یې تېرو بدمرغو تجاربو ته سر نه ورښکاره کوي چې آیا ماضي او حال یې د مستقبل لپاره هیله مندي لري او که. …
سیاستوال په دې ښه ترا پوهیږي چې خلک اړ دي او د یوې نوړۍ ډودۍ موندنې لپاره ورته هر ډول کار کوي؛ اما برعکس له بده مرغه خلک په دې نه پوهېږي چې دا مؤقته او مهالنۍ ګټه ورته د راتلونکې ژوندانه لارې تیاره کوي او پرته له دې چې سرګردانۍ او تیندکونه پکې شته کوم بل ارمغان نه لري.
که چېرته خلک ددې پر ځای چې خپل وجدانونه په کاذب قناعت سره غلي کړي، نو دا په حقیقت کې د هېواد راتلونکې سره یوه ستره جفاده، ځکه د خلکو او ولس لابراتوارونو اوسني سیاستوال او د هغوی موخې ښه ترا پېژندلي دي او دا به سمه نه وي چې دوی د ښه او بد تفکیک نه شي کولای، ځکه بازارونو کې د یو متر رخت لپاره شلو دوکانونو ته سر ورښکاره کوي چې دده شخصي ګټه ده؛ اما کله چې ملي مسایل مطرح وي نو دوی باید تېر ایستل شي؟؟؟ نو که دوی ددې پر ځای چې ځانونه تېرباسي، ځانونه د حقیقت په هېنداره کې یوې برابرې پرېکړې او سالم انتخاب ته چمتو کړي، ډېر ژر به ورته د یو شمېر جعلي مومن خانانو درک ورمعلوم شي او دا جرأت به یې د یوې ښې او نېکمرغه راتلونکې خاوندان کړي.
موږ باور لرو چې د کاذبو قناعتونو زیان د ټاکنو پرمهال ښه مالومېږي؛ اما زیان یې بیا د ټاکنو د پایلو پر مهال محسوس او مشهود کېږي، چې تر ننه یې په هر پړاو د ټاکنو کې برالا بېلګې پرتې دي.
د سیاستوالو په درواغجنو ژمنو باندې د خپل ضمیر پلورل، هاغه سودا ده چې له کلونو راهېسې یی کوو، مګر کومه ګټه مو پکې ونه کړه او برعکس د وینو او ویر پر ټغر ناست یوو.
اوسمهال چې د ټاکنو لپاره ترتیبات روان دي، بیا هم یو شمېر سیاسي لوریو د پردیو په مالي خورجینونو باندې د خلکو سیلابونه رامات کړي دي او په ناروا تبلیغاتو سره غواړي عامه اذهان واخلي او خپلو موخو ته ځانونه ورسوي چې دې ډول سیالیو کې د ولسونو او هېواد خیر کم تر سترګو کېږي.
زموږ په باور، که خلک په خپلو ارادو کې تغیر رانه ولي او د د درواغجن قناعت پر ځای حقیقت ته مخه نه کړي، نو ګرانه به شي چې د یو انساني چاپېریال خاوندان شي، بلکې د یوې نوړۍ ډوډۍ لپاره به تل د ذلت په سیوري کې د مرده باد او زنده باد په دایره کې همداسې اېسار پاتې وي او د سوکالۍ او ارام خوبونه به یی چپه تعبریږي. …
زه خو هیڅ پوه نشوم چی د یوی نړۍ ډوډی لپاره به ….. ستاسو د لیکنی معنی څه شی دی؟
Dey ta waye” pe aubo key tiz achawel”.