د لمر سترګه هسکه ولاړه وه، ماشوم سونګېده، په اړخ واوښت، د ټلوېزيون غږ يې نور هم لوړ کړ، چينلونه يې يو پر بل پسې اړول.
په چاينک کې خوټېدلې اوبه را واوښتې، له غوسې سور او شين شو، سترګې يې راووتې او غږ يې کړ
عقل دې خاورې شه، نږدې و چې هلک وسوځي، کمبختې، ته به کله سمېږې!
دې ساه نيولې رامنډه کړه، په نيمګړي غږ يې ويل
هغه بله خونه مې سموله
تويې شوې اوبه يې په وچه ټوټه وچې کړې.
سړی په سپکو سپورو سر شو، د ماشوم چېغو خونه په سر واخيسته، دده له تندې رالوېدلې خولو کيڼه سترګه لمده کړه، ځان يې راټول کړ، په وېرېدلو قدمونو روانه شوه، شېبه نه وه تېره چې اوتو کړې جامې يې خاوند ته ونيولې او چې خوله يې خبرو ته جوړوله، خاوند يې پرې غږ کړ
څادرګی مه نه راخلې هن!
منډه يې واخيسته، څادر يې راووړ، دې غوښتل يې خپله خبره بيا پيل کړي، خو سړی له ځانه سره غړمېده، په چټکۍ يې رنګ شوي بوټان په پښو کړل، بېړه يې وه، د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت د يوې سترې غونډې مشر مېلمه و.
د مارچ ۸ مه، ۲۰۱۷