لنډه کیسه

غږ یې را باندې وکړ نورګله! دا ځل خو د مال مخه را تاو کړه له نوبته دې هم خبره تېره کړه، خیر دی که ته زما نه لږ لوی یې په غوسه مې ورته وویل، بلا وهلی یې د دې څو مېږو مخه هم نه شې را اړولی، له مانه زده کړه د یوې ډبرې په وېشتلو یې مخ را ګرزوم د ډبرې له وارولو سره لرې په غره کې څه راته وبرېښېدل ، زمري ته مې وویل، زمریه: هغه وینې!، زمری هم ځای پر ځای ودرېد، هو وینم یې، هر څه، چې وي ، اوس درته وایم، د دواړو نمایي دي، په عاجز غږ یې وویل، نورګله هسې خو مې هم ملګری یې که نه، په داسې حال کې، چې دواړه سترګې مې په  ځلېدونکې شي کې خښې کړې وي، نه پوهېدم، په کومه لاره روان یم، د هو په مانا مې سر ورته وخوځاوه، ورته مې وویل، چپ شه خبرې مه کوه، هر څه، چې دي ماته خو ډېر قیمتي ښکاري، ته لار راته ښایه او زبه ځلیدونکي شي ته ګورم، چې رانه ورک نه شي له څو قدمونو وروسته به زمري ویل، نورګلکه پام چې تېږده، پښه دې پکې بنده نه شي، زمري د دې لپاره، چې ځلېدونکی شی ور سره سم نیم کړم کله کله خو به یې زما تر مخ منډه کړه او له مخې به مې یې لوی لوی کاڼې لرې کول، هوا په ګرمېدوه شوه، له هر قدم سره مو تلوسه زیاتېده، څمره به مو، چې مزل کاوه همره به رانه ځلېدونکی شي هم لرې کېدل، په تلو تلو کې به مې له ځان سره ویل، نورګله، لکه، چې بخت دې برابر شو، زمري به هم ویل، شی خو راته زیات قېمتي ښکاري، پام چې په کلي زر حال ونه وایي، د ګل جان حاجي په څېر به پیسه داره شو ، پلار مې کیسه کوله، چې کلاجان حاجي لومړی څه نه درلودل، پلار به یې شپني کوله، یوه ورځ یې په غره کې د طلا د خښتې نیمه ټوټه پیدا کړې وه، هماغه و، چې د نیم کلي ځمکې یې بای باد واخیستې، په همدې خیال پلونو کې په لاره داسې روان و، چې لوړ او ځوړ مو نه کاته، څه سر دې ګرزوم کومه یوه ګړۍ به مو مزل کړی وي، زمري راته ویل لومړی به یې زه را واخلم، ما پرې ورغبرګه کړه، نه زه یې را اخلم ځکه لومړی ما لیدلې ده د واسکټ جېبونه مې هم ښه لوی دي هلته به یې پټه کړو، ځلېدونکي شي ته په نېږدې کېدو سره یې رڼا هم کمېده، چې ښه ور نېږدې شو، زمري ماته وکتل، د هیلو نړۍ مو ړنګه شوه، وویل، لکه، چې څه کم یو ساعت مزل مو بې ځايه وکړ، د ښيښه یي بوتل په ټوټه پسې مو دومره ځانونه ستړي کړل، راځه، چې اوس به مالونه د چا فصل ته ورګډ شوي وي.

ډېره کله انسان په کاذبو وړانګو پسې تل او وړې موخې تعقیبول له لویو موخو را ګرزوي، همدا تاسې خپله یئ، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره مسیر غوره کوئ، هڅه وکړئ، داسې لاره درته غوره کړئ، چې بېرته ډک لاس را وګرزئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *