عبدالرازق صافی
کله چې امريکا د چاپان په هیروشیما او ناګاساکي اتومي بمونه وغورځول، او دواړه ښارونه يې په بشپړه توګه له خاورو سره خاورې کړل، په دوهمه ورځ ” نیویارک ټایمز” هغه (خبرونه) رد کړ چې ګواکې دا ډول بمونه ټوله انساني نړۍ د ویر په ټغر کېنوي، وچ او لانده له  يوشانته له مینځه وړي، بلکې ټول تمدن ته خطر دی.
 ویلیم لارنس د نيويارک ټايمز په لومړۍ مخ  مقاله وليکله چې دا اوازې دي، اتومي بمونه خو ګلان کري، دغه دوه ښارونو کې هیڅ ډول مضرې وړانګې نشته، او څه چې په رسنيو کې څه خپريږي، یوازې د جاپان دروغجن تبلیغات دی او بس.
 ويليم په همدې د دروغو نه ډکې مقالې باندې د پوليټزر جایزه وګټله، کلونه وروسته معلومه شوه ، چې لارنس په میاشت کې دوه ځاي  معاش خور وه، یوه یې د نیویارک ټایمز څخه، او بله یې د پنټاګون د امریکا د دفاع وزارت څخه اخيست!
 دا یوه نمونه ده چې ما تاسو ته وړاندې کړه، خو زه په یقین سره وايم چې هر ورځ په رسنيو کې د دې پيښې ډيري خويندي او وروڼه زمونږ مخکې تيريږي!
 ډير هغه شننې او تبصرې چې مونږ لولو د ليکوالانو څيړونکو نظرونه ندي ، مګر دا د هغې ادارې نظرونه دي چې دوی ورته کار کوي!
ډیری لیکوالان په حقیقت کې اجیران دي، د هغه چا لپاره ليکل کوي چې دوی ته یې تادیه کوي، لکه څنګه چې په کورنيو جنګونو کې ځيني جنګیالي د پيسو لپاره نن د يو بيرغ لاندې جنګیږي خو سبا چې بل ډيره تاديه وکړه بيا د پروني بيرغ په ضد خپله وسله پورته کوي.
 د ټوپک او قتل د کرايه اجيران هيڅ  یوې مفکورې، عقيدې ته وفاداري نه لري، مبدآ او ولاء يې دخپل جیبونو سره ده،  د قلم او خولې اجیران هم د دوی هم سنګر دي خو يوازې ساحه او تخصص يې بدل دی.
 د نیویارک ټایمز ليکوال کلونه وړاندې دا په ثبوت ورسوله چې اټومي بمونه د چاپیریال ساتونکي دي!  خو که پنټاګون د هغه څخه نور څه غوښتي وی، نو ده به دا هم ليکل چې اټومي بمونه خاورې او فصل ته ګټه کوي، امريکايانو د داسې بمونو په غورځولو باندې چې هر څه يې اېره کړل هغو په څو ثانيو کې په اور ويلي شو جاپانيانو ته غټ خدمت وکړ چې د بمونو خوراک يې کړل.
 په دې خبره کې د ختیځ او لویدیځ خلک برابر دي!  څه چې په غرب کې شتون لري ، دلته هم شته،  شاید ډیر په صریح ډول او په بد شکل سره؛ ځکه پيسه ګټل ګران کار دی.
 د دولت لخوا د هر سیاسي دریځ وروسته ، تاسو مقالې او سياسي تحليلونه ګورئ چې د باران په شان را وريږی، د لوړو مقاماتو د پریکړو پټ حکمتونه به بيانوي، سوړې به ګنډي، د همغه خوله او قلم  دی چې  پرون یې مونږ د وضعیت د بدو پایلو په اړه خبرداري راکول؛ ځکه چې چارواکو هغه وخت دا خبرې نه منلي!
يو بيلګه يې د طالبانو سره سوله در واخلئ، کلونه کلونه ځيني ليکوالانو  او سياسي تحليل ګرانو کوښښ کوه چې د طالب سره سوله د افغانستان بربادي ده، منځنيو پيړيو ته شاتګ دی، ځکه امريکا او چارواکو نه غوښتل چې سوله وشي، په جنګ کې ګټې وي او دي، خو اوس چې بادار يو څه نرمښت ښایي، د سولې کوتری بېخې زياتې شوې، هر يو د سولې لپاره قرباني ورکوي، او په کابل کې د قلم او خولې مجاهدينو شمير د حساب نه ووت.
په افغانۍ ټولنه کې د ښځو حقوق په رښتيا پاېماليږي خو د ډيرو چيغې يوازې پروژې دي او بس.
 ځيني نور بيا سم د ټولو بې وزلو وارثان وي، د هغوي ډوډۍ، زدکړې، روغتیايي ژړوي؛ ځکه حکومت پاليسي همدا وي چې بايد خلک مصروف وي چې څوک شته چې زمونږ حقوق غواړي، ټولنیز عدالت لپاره غږ شته،  دځوریدونکي طبقې ته انصاف نن دی که سبا خو رسېږي. خو که ماښام حکومت د مالیاتو لوړولو پریکړه کوي،  په سهار به سوونه مقالې او په لسګونو ګردي ميزونه  وګورئ چې اقتصادي پیچلتیا او ستونزې به بيانوي، د حکومت مجبوريتونه به روښانه کوي، او دا چې د هېواد د مالي ازادي لپاره بايد ملت قرباني ورکړي، نه د غريب غم شته او نه ټولنيز عدالت.
ولې ډاکټران هم کله کله د مور د بچ کيدو  لپاره د جنین قرباني کيدو تياريږي، نو وطن زمونږ مور ده، که څه يو څو د غريب بچي د هلمند او زابل په دښتو يا د کنړ په غرونو کې سر کېږدي څه پرواه کوي!
 اوسني ليکوال او سياسي تحليل ګر وظيفه په رښتيا هغه په ښوونځي کې د املا مضمون موضوع ته ورته ده استاد به په لوړ غږ وويل: (لاندې متن په خپلو کتابچو کې وليکئ)، خو په دومره توپير چې د املا د مضمون محتوا ډيره عالي او با ارزښته وه.
په اخره کې  ترټولو مهمه خبره دا ده: ټول هر هغه څه چې وينو، يا يې لولو بايد باور پرې ونه کړو؛ ځکه دلته ليکل او ويل دواړه په پيسو دي، د چا تله چې درنه وه همغه يې اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *