ځیني کسان هسي په هسي دروغ وايی، په خپله هم پوهیږي چې په دروغو یې خلک پوهیږي او هیڅ ګټه ورته نه لري خو طاقت یې نه کیږي بیا هم دروغ وايي. ایا دا رواني ناروغي ده؟

سمسور

د سمسور ورور د سوال په ځواب کې:

درواغ ویل ډېر ډولونه لري، ځیني خلک د نامنظم ژوند د لرلو له کبله درواغ د یو دفاعي سلوک په توګه استعمالوي، ددی لپاره چې د نورو د انتقاد سره مخامخ نه شي د درواغو په ذریعه غیر حقیقي معلومات وړاندې کوي. ځینې درواغ بیا د مصلحتونو په اساس ویل کیږي. سپین درواغ هم شته چې د ښه هدف لپاره ویل کیږي د بیلګې په توګه هغه درواغ چې د دوو دوستانو د خپګان د لرې کولو لپاره ویل کیږي. د درواغو دا ډولونه او هغه څه چې تاسې ېي په خپله پوښتنه کې ذکر کړي توپیر لري.

په مزمن ډول درواغ ویل یوه روانی ستونزه ده، ددې ستونزی علمي نوم Pseudologia fantastica دی او د میتومینیا Mythomania په نوم هم یادیږي. په دې حالت کې شخص په متداوم ډول درواغ واېي او ډیر کله ېي درواغ د وضعیت سره تړاو نه لري. هغه شخص چې مکرراً غیر حقیقي کیسې راجوړوي کیدای شي د مزمنو درواغو یا Pseudologia fantastica د ستونزی سره مخامخ وي.

ددې لپاره چې ارواپوه وکولای شي د مزمنو دوراغو تشخیص وکړي باید لمړی د وهمونو او حافظوي ستونزو د نشتوالي نه اطمینان حاصل کړي. د مزمنو درواغو د ستونزې تشخیصي علایم په لاندې ډول دي.

•       هغه درواغ چې شخص ېي وايي د منلو وړ وي او حقیقت ته نږدی وي.
•       درواغ ویل د اوږدې مودې لپاره دوام مومي او د رواني فشار له کبله نه وي.
•       داسې درواغ ویل کیږي چې شخص ته ګټه رسوي او د شخص مثبت تصویر وړاندې کوي.

ددې ستونزې په اړوند لږې علمی لیکنې شوي دي. ځینی پلټنی داسې څرګندوي چې دا ستونزه د هر ۱۰۰۰ تنو څخه په یو تن  کې شیوع لري او کیدای شي د ۱۶ کلنی نه وروسته پیدا شي. په هغه کسانو کې چې ذهني وړتیا ېي په اوسط ډول او یا د اوسط نه لوړه وي پیدا کیږي. ۳۰ سلنه کسان چې د دې ستونزي سره مخامخ دي په ناسم کورني چاپیریال کې را لوی شوي دي. شیوع ېي په نارینه او ښځو کې ېي یو شان ده خو ځیني پلټنې ېي بیا په ښځو کې تر نارینه ډیر بولي. په ۴۰ سلنه کسانو کې چې د دې ستونزې سره مخامخ دی د مرکزي اعصابو په سیستم کې ېي ستونزه موندل شوې ده.

ددې ستونزې تشخیص یو ستونزمن کار دی او لا تر اوسه د ارواپوهنې په علمي راهنما یا د رواني ستونزو احصایوی او تشخیصي راهنما (Diagnostic and Statistical Manual of Mental Disorders – IV)  کې نه دی لیکل شوی. خو د نورو ډیرو ستونزو د لاملونو د جملې څخه شمیرل کیږی.

ددې ستونزې تشخیص د ارواپوهانو لپاره هم یو ستونزمن کار دی ځکه شخص په مکرر او مزمن ډول درواغ واېي او د ارواپوه لپاره د حقیقت پیدا کول یو ستونزمن کار ثابیتیدای شي.

ددی ستونزې د حل لپاره باید هرومرو ارواپوه ته مراجعه وشي. غیر مسلکي همکاري ګټه نه لري او کیدای شي نورې ستونزې رامنځ ته کړي.

په تاکیدي ډول باید ووایم چې هر ډول درواغ د یادی ستونزی لامل نه وي او امکان لري چې د نورو عواملو په نتیجه کې وویل شي.
په دی هیله چې ځواب مو موندلی وي.
مننه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *