د انسان ظاهر ته مه ګورئ بلکې باطن یې مطالعه کړئ، ظاهر بین انسان هر وخت د انسان په پیژندلو کې سهوه کیږي او باطن بین انسانان د انسان په پیژندلو کې له ډېر احتیاطه کار اخلي.

د انسان ظاهر یې صورت دی او باطن یې سیرت دی او د هر شي لپار ه له صورته سیرت ډېر مهم دی.

زموږ د ټولنې اکثره خلک ظاهر ته ګوري او دوی هم ظاهر جوړولو باندې اخته دي، او د باطن نه ناخبره دي، نو ځکه یې باطن خراب دی.

د انسان جاه او جلال، مال او دولت، لوړې ماڼۍ او ګړندي موټران او ښه لباس اغوستل مهم نه دي، ترڅو چې د انسان فکر نوی نه شي.

انشټاین وایي: ( په زړو جامو باندې مه شرمیږه، بلکې په زړو فکرونو باندې وشرمیږه.)

هو، رښتیا چې د اکثرو غریبو پوهو نه هغه د پارلمان وکیلان ډېر بد تر دي چې زاړه، خراب او بې کاره فکرونه لري.

د انسان ښکلا هم په سیرت کې دی او هغه د معنویاتو سره رابطه لري، چې د انسان فکر ښکلی شو، نو ډېر بدرنګه انسان هم ښکلا پیدا کوي.

کله کله ګورم چې ډېر خلک ځان تلي او غواړي چې خپل وزن معلوم کړي چې وزن یې زیات شوی دی او که کم شوی دی، چې دغه د وزن زیاتوالی او کم والی هم د صورت سره تړاو لري او که یو انسان غواړي چې خپل اصلي او حقیقي وزن معلوم کړي ، نو خپل فکر دې وتلي او بیا دې له ځان سره محاسبه وکړي.

دلته اکثره خلک په جسمي لحاظ ښه دي، او وزنونه یې برابر دي، خو فکري قوت او برابري یې د بدن په توازن کم دی.

د نورې نړۍ خلک د هر شي حساب په فکر او عقل کوي، هغوی په هغو خلکو ویاړ کوي چې د فکر، عقل او پوهې دروندوالی لري نه د جسم غټ والی او دروندوالی.

One thought on “دروندوالی/ سید اصغر هاشمي”
  1. زما په اند باطن نه یواځې الله ج خبر دی او بس، ځکه موږ نه پوهیږو چې ددی سړی باطن څه رقم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *