تاند- درو افغان عکاسانو، چې د فرانس پریس خبري اژانس د افغان فوټو ژورنالیست شاه مري په یاد د فوټو ژورنالیزم لومړۍ درې جایزې یې ګټلې، هیله څرګنده کړه چې د دوی جایزې به نور افغانان تشویق کړي.

د شاه مري په یاد د (زما افغانستان) لومړۍ جایزه فرشید عُصیان، دوهمه هوشنګ هاشمي او درېمه محمد انور ته د جمعې په ورځ (جون ۲۱) په پاریس کې د فرانس پریس خبري اژانس په مرکز کې په یوه غونډه کې ورکړل شوې.

۲۶ کلن عصیان، چې په مزارشریف کې اوسي او له فرانس پریس سره ځینې وخت همکاري کوي، وايي چې هیڅکله یې حتي په دې هم فکر نه و کړی چې یوه ورځ به عکاس یا فوټو ژورنالیست کېږي.

عصیان، چې پخوا د طب مُحصل و او د شاه مري په غوښتنه یې فوټو ژورنالیزم ته مخه کړه، وویل«زه صرف زده کوونکی وم، د عکاسۍ په اړه مې معلومات نه لرل.»

ده همداراز وویل«زه له حرفوي کمرې سره نه بلد وم او نه مې د هغې په اړه څه اورېدلي و، حتې په دې نه پوهېدم چې څنګه شتر ووهم.»

ده د شاه مري په اړه وویل«کاشکي اوس دلته وای. خو زه پوهېږم چې هغه به پر ما ویاړېدلی و. هغه په شخصي او مسلګي برخو کې زما نژدې ملګری و.»

عصیان ته لومړۍ جایزه ورکړل شوه.

ارواښاد شاه مري

شاه مري له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۱۸ پورې په افغانستان کې د فرانس پریس عکاس و. ده په خپل لنډ عمر کې ۱۸۰۰۰ عکسونه فرانس پریس اژانس ته اخیستي دي.

شاه مري د ۲۰۱۸ م کال د اپریل په ۳۰ مه په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو او د مېرمنې تر څنګ ۶ ماشومان ورڅخه پاتې شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *