سرچینه: امریکا ږغ

درو امریکايي اقتصاد پوهانو ته د نوبل اقتصادي جایزې ورکړل سوه، یادو اقتصاد پوهانو د بازار د نرخونو تغیر او بدلون  وخت او حالاتو ته په کتو څرګندول، سویډن رویال د ساینس اکاډمۍ د دوشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې د یادو اقتصاد پوهانو نومونه (ایوجن فما، لارس پیټر هنسن، او رابرت شیلر) څرګند کړل، هغوی ته د ۲۰۱۳ ز کال د نوبل اقتصادي جایزه ورکړل سوه، هغوی د خپلو تجربو د ځواک پر مټ د بازار د شیانو د د نرخونو پلټنه په هر حال کړې.

یادې اکاډمۍ په خپلو څرګندونو کې وویل : دا ستونزمنه ده چې ورځې او اوونۍ وړاندې دې د بازار د شیانو نرخ اټکل کړای سي، خو یادو اقتصاد پوهانو دا کار په پوره ځواک ترسره کړی چې په تېرو له درو څحه تر پنځو کالو کې یې په دې او اړوند برخو کې  خپل وس نه دی درېغولی.

فما او هنسن په شیکاګو پوهنتون کې پروفیسوران دي، خو شیلر د کنکټیکټ په یل پوهنتون کې د پروفیسور دنده لري. شیلر وویل: اقتصاد یوه ستونزمنه او غلطوونکې څانګه ده، چې پکې د پیسو تر ګټلو د منابعو په نښه کول ستونزمن یادولای سو، چې خلکو ته په سوداګرۍ کې زیانونه اړوي، د اقتصاد نه انډول نن د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یوه ستونزه ده ، په ځانګړې توګه د امریکا په متحده ایالاتو  کې.

شیلر زیاته کړه چې دا یوه ستونزه ده او باید حل لاره ولري، چې تر ډېره یې حل په مالیاتو پورې اړه لري، د یو ښه منجمنټ په مرسته کولای سو یادې کړنې سمې سمبال کړو، که یادو ستونزو ته د ډیموکراسۍ له اړخه حل غواړو، نو ګټه په مساویانه ډول و مستحقو وګړو ته رسي، نه یواځې دا چې د ګوتو په شمېر وګړو جېبونو ته ولاړه سي.

د اقتصاد جایزه چې په اقتصادي ژبه ورته (Sveriges Riksbank) جایزه وایي په اقتصاد پوهنه کې د الفرډ نوبل څخه راپاته ده، چې په ۱۹۶۸ ز کال کې پیل سوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *