شیخ زاید پوهنتون

د هېواد په کچه د غرونو،دښتو،څړځايونو او ځنګلونو پر سره شخړې،لانجې او منازعې هغه سترې او ژورې ننګونې دي چې تل يې د هېواد امنيت،پرمختګ او دقومونو يووالي ته سخت زيان رسولى او دولتي حاکميت يې ننګولى دى ، دښمنو کړيو او لاسونو ته يې دفعاليت زمينه مساعده کړې ده.په افغانستان کې د ځمکو،غرونو،دښتو اوځنګلونو پر سر شخړې،لانجې او منازعې ډيرې پخوانۍ رېښې لري، په هيڅ حکومت کې ورته دحل بنيادي لارې نه دي لټول شوې بلکې هميشه دغه ننګونو او ستونزو قومونه او ولسونه د بدمرغۍ په ټغر کينولي دي له هر ډول پرمختګونو څخه يې محروم کړي دي او په قومونو کې يې دژور نفاق او منازعې تخم شيندلى دى او ډير نسلونه يې د پوهنې له نعمت څخه بې برخې کړې دي.

همدغه لانجې،شخړې او منازعې ډير وخت د دولت او په ځانګړې توګه امنيتي ځواکونو لپاره ګڼ شمير ستونزې او سردردي پيدا کوي ځکه چې پردۍ استخباراتي کړۍ ، دپرمختګ دښمنان، د ولسي نيکمرغۍ او سولې مخالفين ورڅخه ګټه پورته کوي او له همدې لارې دولتي حاکميت او دهېواد امنيتي ارګانونه ننګوي.

څرنګه چې دغه ننګونې دټول هېواد په کچه شتون لري خو دلته به هغه يادونه وکړو کوم چې په خوست ولايت کې يې شتون درلود، په خوست ولايت کې هم په تيرو وختونو کې دځمکو،غرونو،دښتو او ځنګلونو پر سر زياتې شخړې شوې دي چې منفي اغيزې او ناوړه ميراث يې اوس هم د ځينو قومونو په منځ کې شتون لري.

سره د دې چې خوست ولايتي ادارې په وروستيو پنځو کالونو کې دپرلپسې تلاشونو،هڅو ،ولس سره دمشورې،ديني علماوو او مخورو مشرانو په منځګړيتوب سره زياتې پخوانۍ شخړې بندې کړې دحل تر وروستيو بريدونو پورې يې ورسولې په همدې برخو کې يې د حقوقي پريکړو لپاره د هېواد عدلي اوقضايي ارګانونو ته ښه زمينه مساعده کړه، په ټوليزه توګه په پنځو کالونو کې د ٣٥په شميره دقومې شخړو،لانجو او منازعو مخه نيول شوې،د ولايتي ادارې دغه اغيزمنو تلاشونو هغه لاسونه لنډ کړل چې دقومونو ترمنځ به يې د لانجو،شخړو او منازعاتو ته لمن وهله او له دې لارې يې ناروا کټې ترلاسه کولې.

هغه چې په دې شخړو،لانجو او منازعاتو کې يې ناروا ګټې پټې دي ، درې ويجاړونکې ډلې دي، لومړۍ ډلې به د قومونو په برخليک لوبې کولې ، دقومونو په بدمرغۍ کې به يې خپلې شخصې ګټې درلودې له قومونو څخه به يې په يو او بل نوم سره پيسې راټولولي چې او بيا به يې خپلو جيبونو ته اچولې خلکو ته به يې ويل چى دوى ورته ځمکه ګټي، دوهمه ډله هغه کسان دي چې پرديو استخبارتي کړيو او تروريستي ګروپونو موظف کړي چې قومي شخړو،لانجو او منازعاتو ته لمن ووهي او له دې لارې دولتي حاکميت او امنيتي ارګانونو وننګوي اوبه خړې او بيا ناروا اسلام ضد او بشريت کړنې سرته ورسوي، دريمه ډله هغه کسان دي چې د ولايت د پرمختګ او بيارغونې او په ولايت کې د بشپړ دولتي حاکميت او قوي ادارې زغم نه لري،لکه قانون ماتونکي،مجرمين،مفسدين،غاصبين او قاچاقبران ،دغه کسان يا په دولتي ادارو او مسوولينو پسې له بېلابېلو لارې منفي تبليغات سرته رسوي او يا پورته لومړۍ ډله کسان هڅوي چې خلک جګړې ته وهڅوي ترڅو دوى وکولى شي له دې لارې پر محلي ادارو حاکميت پيدا کړي او بيا هغه څه وکړي چى دوى يې غوښتنه او هيلې لري.

د بېلګې په توګه په خوست ولايت کې دمنګل او مقبل قومونو ترمنځ شخړه يادولى شو، ددغه قومونو ترمنځ د يوې پيړۍ راهسې شخړه روانه وه ګڼ شمير ځاني او مالي زيانونه يې رامنځته کړې و، اوسنۍ ولايتي ادارې ددغه پخوانۍ شخړې د مخنيوي او هواري لپاره دوه کاله پرلپسې کار وکړ دخوست ولايت له ټولو ديني علماوو،مخورو مشرانو او دمدني ټولنو له غړو سره يې دمشورې پربنسټ همدې شخړې ته داسې دحل لاره پيدا کړه چې د واړه قومونه پرې توافق ته ورسيدل، د ١٣٩٢لمريز کال د اسد د مياشتې په ٢٦ نېټه دمنګل او مقبل قومونو شخړه دخوست ولايت د رهبري او ددغه ولايت دټولو ديني علماوو،مشرانو ،مدني ټولنو غړو،خبريالانو او ديادو قومونو د لسګونو مشرانو په شتون کې ديوې او منل شوې قانوني پريکړې په چوکاټ کې پاى ته ورسيده ، په شخړه کې ښکيلو دواړو اړخونو د ټول خوست د ولسونو په وړاندې دا سوګند هم وکړ چې دشوې پريکړې ټول مواد به مني او له دې وروسته به يو له بل سره د اسلامي ورورلۍ،يووالي او امن په فضاء کې سوله ييز ژوند کوي.

د دواړو قومونو ديني علماوو او مشرانو دولت ته دا تعهد وسپارلو چې هر لوري له شوي پريکړې سرغړونه وکړه ،مجرم بلل کيږي ،عدلي اوقضايي ارګانونو ته دې وسپارل شي. د يادې شخړې په هواري سره دټول خوست ولسونه خوښ شول دهمدغه قومونو ځوانانو خوښي څرګنده کړه چې ټوپکونه يې له اوږو ښکته او سوله ييز ژوند يې پيل کړ.

د همدې شخړې هواري منفي غبرګونونه هم درلودل دکرښې دها څخه ترلاسه شويو استخباراتي راپورونو څخه داسې څرګنده شوه چې تروريستي کړۍ او ګروپونه په دې سره سخت خواشيني شول،ان تر دې چې د همدغه قومونو په سيمو کې يې موظف ورانکاره کسان مجازات او بدل کړي، ځکه چې دوى موظف شوي و چې په هيڅ صورت سره پرېنږدي چې ياد قومونه خپل منځ کې د شخړې هوارې ته سره کېښني.

هغه ډله هم سخته خواشيني شوه چې په دې شخړو لانجو او منازعاتو کې يې شخصي ناروا ګټې درلودې، هغوى داسې تبليغات پيل کړل چې شوې پريکړه عادلانه نه وه او بايد هيڅ څوک يې ونه مني.دريمې ډلې چې په ولايت کې د قوي ادارې ،دقانون دحاکميت او پرمختګ زغم نه لري ، دوهمه ډله دې ته وهڅوله چې له هرې لارې کيږي بايد بيا دقومونو په منځ کې کار و کړي ترڅو قومونه شوې پريکړه ونه مني او داسې تبليغات وکړي چې ګواکي له دوى سره ظلم شوى دى .

دا دى يو نيم کال وروسته همدغه دريو ډلو د يادو قومونو په منځ کې د شخړې،لانجې اومنازعې دپيل،شدت او ژورتيا لپاره پټې ځالې جوړې کړې او دا څو ورځې کيږي چې همدغه درې ډلې يادې شخړې ته لمن وهي، غواړي چې په دې سره دخوست ولايت امنيت او پرمختګ ته زيان ورسوي،امنيتي ځواکونونه مصروف ،اوبه خړې او بيا په کې ناروا هدفونه ترلاسه کړي او دخوست ولايت نوم اوانځور يو ځل بيا بدنام کړي.

بل لوري ته د يادې موضوع قانوني اړخ ته په کتو سره د همدې قومونو ترمنځ شوې فيصله د هېواد ټولو امنيتي،عدلي اوقضايي ارګانونو سره موجوده ده، هڅې يې پيل کړې چې له دې وروسته شخړې ته لمن وهونکي کسان ونيسي او دقانون منګولوته يې وسپاري، غرونه او دښتې د دولت ملکيت دى،مالک دولت دى بل هرڅوک چې د دولت دملکيتونو پرسره شخړې او لانجې کوي بايد سخته سزاء وويني.

د هېواد ټولو امنيتي،کشفي،عدلي اوقضايي ارګانونو ته په کار ده چې هيڅ چاته اجازه ورنه کړي چې په قومي شخړو،لانجو او منازعاتو سره بدمرغۍ،ستونزې او دقومونو ترمنځ نفاق رامنځته کړي او يا په دې سره دولتي حاکميت وننګوي،اوس چې ټولې امنيتي او دفاعي چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوي پورته يادې ډلې په هيڅ صورت د دې زغم نه لري چې دولت دې هرچيرته حاکميت ولري او امنيتي ځواکونه دې هرچيرته حضور او قوت ولري. هيله او تلاش يې دا دى چې ولسونه دې بدمرغه وي خو چې دوى نيکمرغه ژوند ولري او ناروا ګټې يې خوندي وي.

وړانديز دا دى چې دولت په لوړه کچه په دې برخه کې يوه ځانګړي ستراتيژي جوړه او پلې کړي، دولتي ملکيتونه دې تثبيت شي او هغه کسان دې ګرفتار شي چې د قومونو ترمنځ شخړو،لانجو او منازعاتو زياتولي ته لمن وهي، ټول امنيتي،کشفي،عدلي او قضايي ارګانونه دې هم په دې برخه کې به قانونيت،جديت او قاطعيت سره ګامونه اوچت کړي.

واکمن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *