ډايرۍ له هغه خوابدي ده ، لږ نه ډېره بلکه خورا ډېره او هغه خود غرضه بولي ، خو هغه د ساز د دنيا سړي دي. هغه هره شپه په يوې سايې پسې سي چي و نږدې ښايسته خوشبوداره باغ ته ولاړه سي ، ژاړي او کله چي هم د سپوژمۍ شپې سي، نو د يوې بلبلي په شان د هغې فرياد زيات سي. هغه په رښتيا چي کمال کوي او ګرسره پېغله په ځان نه په کوي چي د سپوژمۍ رڼا لا په نارو کړي چي ډېره حسينه ده . بس کله د يوې درختي تر شا پټ ، کله د بلي. د باغ په درختو کښي ناست مرغان هم له هغه سره ښه کوي او داسي چم نه کوي چي پېغله دده په موجودګۍ پوه کړي.

ډايرۍ تل ورته واي چي ددې دړد معلوم کړه او د اوښکو طوفان يې ور ودروه ، خو هغه ډايرۍ ته وواي چي ته لېونۍ يې، ما له يوې ښې موسيقۍ محروموې . ته خبره يې چي په توره شپه کښي هغه له دې ځايه ، زما د کور له څنګه تېرېږي ، نو د هغې د بنګړو شړنکا په فضا کښي يوه داسي خوږه او زوروره موسيقي خوره کړي چي د نړۍ يو موسيقار يې هم نه سي جوړوي او دغه موسيقي ما لېوني او بې سده کړي او بيا زه ځان د ښاپېريو په دنيا کښي وينم . زه په هيڅ حال کښي هم له دې موسيقۍ محرومېده نه غواړم.

دا رنګه تل د دواړو جنګ وي ، خو په منځ کښي قلم حيران سي چي څه وکړي . د ډايرۍ په شان په خشم سي که د خپل خاوند په شان بې حسه . بيا يوه ورځ هغه ځوان او ډايرۍ له ډېري حېرانتيا چيغي کړي ، ولي چي قلم مات وي .

پاي
فروري کال 2016

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *