عبدالجمیل ممتاز

یو، دوه، پنځه، لس، شل او سل تنه نه دي، چې سړی یې راواخلي دلته یې کتار نومونه ولیکي؛ د خدای مخلوقه! ټول پښتون ملت لګیا دی دا قرباني ورکوي، هومره پر خپله ژبه نه خبرې کوي او نه پرې لیکل، لکه په دري ژبه باندې؛ خو متاسفانه چې دغې قربانۍ یې د یو وېښته برابر ځای نه دی نیولی او نه به یې هم ونیسي، ددې وېره هم بیخي ډیره ده.

د تېرې تجربې له مخې درته وایم، هر څه یې ورځ تر بلې زیانمن شوي، ارزښتونه یې کم رنګه او د وخت تېرېدو سره ان له منځه تللي او بالاخره لږ به یې بربنډه ووایم، د خپلې ژبې هغه قدر او ارزښت چې د نورو ملتونو سره شته، د دغه ملت په منځ کې یې خپل وزن له لاسه ورکړی او دغه مسأله ورته په زیات باور سره بې تفاوته ښکاریږي.

خو ماته هغسې نه ده، زه په ډاډ ویلی شم چې دري ژبه د پښتنو پوروړې ده! او په دې باندې باید دري بانان هم پوره قانع واوسي. کوم تور نه لګوم، هر څه ښکاره دي او بل که زه ووایم یا ونه وایم، پخپله دري ژبه د اسنادو سره دا شاهدي وايي، چې سم نیمايي ژوند ورته پښتنو وربخښلی دی. په دې کې نه د احسان لپاره کومه پلمه شته او نه د مجبوریت! دا هر څه د مهربانۍ له مخې شوي او کیږي، خاص په دې خاطر چې څوک یې متعصب ونه بولي، ملي وحدت له منځه لاړ نشي او دغسې نور مضر ټولنیز احتیاطونه…

که ددغو مضرو اخلاقو درملنه په همغه پیل کې شوې وای، اوس به یې د علاج اندېښنه له اټکله نه وتله، اوس به دا خلک د دغه الهي نعمت پر وړاندې د شکر ادا کولو پر ځای په کفران ککړ نه وای. نه به چا پر خپل حق ملامت بللی او نه به چا ورته د جنتي او دوزخي ژبې توپیر، د یو عقیدوي روایت په توګه ور وړاندې کاوه.

ډېر غځېدو ته یې اړتیا نشته، په لنډه یې له امان الله خانه راپیلوو، هغه په خټه پښتون و، خو څومره چې هغه ته دري محبوبه وه او هغې ژبې ته یې کار کړی، خپلې ژبې ته یې د هغې په پاو هم زحمت نه دی ایستلی، حتا جناب عالي پخپله هم سم په پښتو نه پوهېد. خو چې کله د ځینو متعصبو کسانو لخوا د نژاد او توکم پالنې مسأله راپورته شوه، په ډېر جرأت او روانه لهجه باندې د لطیف پدرام په نوم یو تن راپورته شو او په ډېرو سپکو الفاظو یې ونوماوه. چې د هغه دا کار نه چا جرم وباله او نه یې پر وړاندې قانوني غبرګون وښودل شو.

له امان الله خان نه مخکې او راوروسته هم دا نسب پر تخت پاتې شوی، خو د هر لامل له وجې چې و، کورنۍ او درباري ژبه یې پر خپله اصلي او مورنۍ ژبه (پښتو) باندې بدله نشوه او نه یې هم د دواړو رسمي ژبو تناسب او تعادل ته توجه وکړه. دلته خو د مجبوریت هیڅ کوم سوال نه پیدا کیږي! زور، اختیار، ځواک، قانون او نور ټول واکونه د دوی سره ول، اما بیا هم دوی خپل حق تر پښو لاندې کړ او خپل غټ ارزښت یې خورا کمزوری وښود. کاشکې خو چې ځای یې نیولی وای، بیا یې غم نه و،سره له دومره بې سرحده سرښندنو یې بیا هم دري بانانو، نه قدر وپېژانده او نه دا احساس ورپکې پیدا شو، چې آخر ولې دومره لویه ناانصافي؟

ورځه، پښتانه چې په هر دلیل دې ته لېواله دي، چې په دري ژبه خبرې یا لیکل وکړي، نو آیا د دوی د دغه کار په بدل کې باید هغوی سپک او تحقیر شي؟ پښې یې ووهل شي چې پر خپلو پښو ونه دریږي او د ژبې اساس یې داسې ونړول شي، چې له سره څوک پښتو ونه وايي؟

زه خو وایم، که پښتانه د خپلې بې غورۍ، بې تفاوتۍ او ناپوهۍ له امله خدای ونه بخښي، نو د دري بانانو به هم د ناانصافۍ، جفاکارۍ او پوروړیتوب له امله د پښتنو او د خدای پر وړاندې غاړې بندې وي.

عبدالعلي مستغني، محمود طرزي، عبدالحی حبیبي، عبدالرووف بینوا، عبدالشکور رشاد او … ګڼ پښتانه لیکوالان دي چې هر یوه ځانته په لسګونو کتابونه یوازې په دري ژبه لیکلي دي، دقیقه احصایه یې راسره نشته، خو که په مجموعي ډول یې حساب وشي، زرګونو ټوکو کتابونو ته یې خبره رسیږي او دا چې عادي او دولتي وګړي یې په ورځنیو چارو کې په رسمي یا غیر رسمي توګه کاروي، هغه خو بیخي چا حساب کړي نه دي.

نو، دري ژبي وطنوال به زما دا پوښتنه په صادقانه ډول راځواب کړي، چې که د پښتنو دغه کار او سرښندنې ته تعصب او تبعیض ویل کیږي، آیا تیار یاست، د دغه تعصب د نیمایي په نیمايي د پښتنو سره همدغسې ورته تعصب وکړئ؟

خدایزده، ځکه چې میاشتې ته په سر کې دعا کیږي؛ که میاشت پای ته نه ده رسېدلې، خو پیل یې تېر شوی؛ دا یوه تجربه څو څو ځله تکرار شوې، اما پایله یې تر اوسه پورې منفي ثابته شوې ده، له دې هیسته یې که تضمین وشي او په عملي ډول مثبته پایله راوړي، نو د معجزې په توګه به یې ومنو؛ ګنې دغه جفا له ډېرې پخوا راهیسې زغمو او دغه درانه بار ته مو خپل جاهل زړونه اړم کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *