تاند- د افغانستان دري ژبی سندرغاړی یونس د ۷۶ کلونو په عمر له هیواده ډېر لېري په استرالیا کې وفات شو.
یونس اماني لېسه لوستې او په مسکو کې یې د جیالوجۍ په برخه کې لیسانس اخیستی و.
نوموړی له ډېرو کلونو راهیسې د استرالیا په ملبرن ښار کې اوسېده. تر استرالیا مخکې یې څو کاله په پاکستان کې د مهاجر په توګه ژوند کړی و.
له یونس څخه د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې ۳۰ سندرې پاتې دي خو ټولټال یې څه باندې ۲۰۰ سندرې ویلي دي.