اغاملوک سهار
مژده هاشمي
په افغانستان کې ترافیکي ستونزې له جنګ څخه وروسته د تلفاتو، زیانونو دوهم لوی عامل دی. د دې د مخنیوي لپاره کوم سیستم موجود نه و، کاغذي سيسټم يې چاره نه شوای کولی. ورسره په دې سکټور کې پراخ اداري فساد و. نو موږ دواړو په دې کار پیل کړ چي څنګه وکولای شو چي د موبايل، تابلیت د اپلیکیشن له لارې دا ستونزه حل کړو. له پنځو میاشتو وروسته موږ په دې وتوانېدو چې د افغانستان له اقصادې، تعلیمې سويې سره سم داسی اپلیکشن جور کړو چي د موبایل ټابلیټ څخه کار وکړي. دا به په افغانستان کې تر ټولو لویه اسانتیا او له شفافیت سره مرسته وي چي موږ وکولاي شو له اوسنیو شرایطو سره برابر ترافیکي سیستم کنټرول کړو او د هر ډول پيښو په کنټرول کې خلګ پوليس ګډه همکاري وکړي. د دې اپلیکیشن په واسطه موږ کولای شو انلاین او افلاین(بې له انټرنټ څخه) له موبایل څخه دا کار وکړو. خو په میاشت او یا له هغه څخه په زیاته موده کې موږ د اپلیکیشن اپډیټ ته ضرورت لرو. په ترافیکي سیسټم کې به دا تر ټولو ډېر سهولت او شفافیت رامنځته کړي. هغه ترافیکي هارډویر سیسټم چې د هغه لپاره په سلګونو ميليون ډالر مصرفېږي د هغوی مخه به نیول شي، ځکه د هارډویر سیسټم د تطبیق لپاره اول باید ټول پلیټونه بدل شي او  پايې(سکنرونه) نصب شي او د هارډویر د تطبیق لپاره تر لسو کلونو پوری وخت پکار دی.

2
د دې اپلیکیشن کاروونکي دوه ډوله دي، یو عام خلک دی چی یوازې د پېښو خبر ورکولی شي خو نور نشي کولای چي د موټر پلیت وپلټي.

او دوهمه ډله یې ټرافیک پولیس دي، ترافیک پولیس هلته اکاونت لري او د هر یو اکاونټ له جوړولو وروسته د اډمين له خوا تاييد کېږي، که تایید شوی نه وي هغه نه شي کولای لاګ این یا داخل شي کله چي د دوی اکاونټ وریفای یا تایيد شو له هغه وروسته کولای شي د پلیټ په سرچ کولو د موټر د خاوند پروفایل، د موټر مشخصات معلوم کړي او د هغه د چلوونکي په اړه کوم شک ولري هغه ایډیت او هغه ریپورت کړي.

2
نو نه یوازې په دې خاطر چې ترافیک به د پلیټ په سرچ کولو د موټر مشخصات معلوم کړي بلکې د دغه موټر تاریخچه او ورسره د چلوونکي تاریخچه هم کتلای شي، او که موټر کوم مشکل سره مخ شوی وي نو ژر تر ژره به د هغه ریپورت په تاریخچه یا history  کې ولیکل شي، که هر چېرته ځي نو هغه پیښه به په ده پسي ثبت شوې وي نو دا به تر تولو اسانه لاره وي څو وکولای شو د هیواد په هره برخه کې د موټر یا  ترانسپورتي وسایل کنترول کړو.

د اپلیکشن په استفاده کولو سره هغه په زرګونه موټرونه چي په هیواد کې غیر قانوني یا بې پلېټه ګرځي او یا هم غیر قانوني کړنې کوي کنترول شي او عام خلک په دې کې همکاري وکولاي شي هغه دټکر، غلا، شک… پېښې د عکس د اخیستلو په واسطه او نورو ځانګړنو په ذکر کولو سره د ترافیکو ریاست ته خبر ورکړي.

د اډمین یا د کنټرول په برخه کې خاصو کسانو ته دا اجازه ورکړل شوې ده چي سیسټم ته داخل شي یا یو ترافیک پولیس په سیسټم کې وراضافه کړي یا د موټر پليټ اضافه او د پلیټ په ځانکړنو کې تغیر راولي. خو د سیسټم په داخل کې ټول هغه ترافیک پولیس چي اکاڼټونه ولري په اسانه کولای شي چې له یو بل سره تماس ونیسي، مثلآ که د کابل په یوه سیمه کې پېښه وشي د هغې سیمې ترافيک په ډېره اساني سره کولاي شي هغه له هغې د بلې سیمې ترافیک خبر کړي څو شکمن موټر، کس ژر تر ژره ونیول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *