لیکوال محمداکبر حقمل
د بریالیو کسانو د بریا راز په دې کې دی، چې دوی خپل کار هره ورځ سرته رسوي هغه که لږ وي او یا هم که ډېر وي خو سرته یې رسوي. د هغه کسانو د کومو، چې د ورځني کار کچه کمه وي پایله یې هم کمزورې ترلاسه کوي او د چا چې د ترسره کولو د کار کچه زیاته وي نو پایله یې هم په همغه کچه پیاوړې وي. څېړنو او تجربو ښودلې ده، چې له هغه کار سره نه ستړي کېږئ کوم، چې تاسو هره ورځ ترسره کوئ ځکه کله، چې تاسو یو کار پرلپسې څو ځلو ترسره کړئ نو د همدې کار له سرته رسولو سره به عادت شئ او له تر سره کولو څخه به یې خوند اخلئ او که مو پکې دمه یا وقفه واخیسته نو بیا به یې پیلول درته ستونزمن وي، خوند به نه درکوي او عادت به مو یې هېر کړی وي. هر کس باید هره ورځ کار وکړي. که یې د کار کچه کمه هم وي کوم توپیر نه کوي ځکه همدا لږ لږ کار په پای کې تر ټولو ښه او ستره پایله له ځان سره درلودلای شي. موږ کولای شو خپلې موخې ته په همدې ډول ځان ورسوو. کله، چې موږ خپله موخه ټاکلې وي او بیا ورته له سره کار پیلوو نو باید مخکې له مخکې ورته یو غوره مهالوېش جوړ کړو تر څو د همغه مهالوېش له مخې داسې کار وکړو، چې نه له نورو کارونو پرې وتلي وو، نه ورسره د ستړیا احساس وکړو او نه مو پایله منفي وي. د هرې ورځې څخه په ګټې اخیستنې سره کولای شو په ډېر آسانه ډول او په کمه انرژي خپلې موخې ته ځان ورسوو. هغه کسان کوم، چې بریا ته ځان نه شي رسولای او یا بریا ته د رسېدو پر لاره ماتې خوري د هغوی د نابریالیتوب لامل دا دی، چې دوی هره ورځ کار نه کوي یعنې څو ورځې یا څه موده خپل کار په پرلپسې ډول ښه په درز سره سرته رسوي او بیا له څه مودې او کار کولو وروسته یې په کار کې ځنډ رامنځته شي او د ډېرو ځنډونو له امله یې کار پاتې شي او پکې ماتې وخوري. دوی خپل کار ځکه نه شي ترسره کولای او خپل ځان ځکه بریا ته نه شي رسولای، چې دوی یو غوره او مناسب مهالوېش نه لري او بیا د همغه مهالوېش له مخې هره ورځ لږ لږ کار پرته له کومې دمې څخه سرته نه رسوي، چې دا کار د ريښتینې ماتې لامل ګرځېدونکی دی.