نجیب الله علیزی

مصر په منځني ختیځ کي یو ډېر لرغونى تاریخي هیواد دئ د دغه هیواد و شمال ته د مدیتراني بحیره پرته ده، اوجنوب ته ئې سوډان پروت دئ په ختیځ کي د عقبه خلیج او په لوېدیځ کي ئې لېبیا ده، دغه هیواد اسرایئلو او د فلسطین د غزې سره هم مشترکه پوله لري. د مصر هیواد په کال ۱۹۲۴ کي د انګلیستان څخه ازادي واخيستل په دې هیواد کي د ۱۹۲۴ څخه تر ۱۹۵۲پوري شاهي نظام وو چي وروسته سره وپاشل سو[1]. په ۱۹۵۶ کال کي جمال عبدا لناصر د حکومت واګي په لاس کي واخيستلې د مرګ تر ساعته ئې پر مصر حکومت کاوه نوموړي په ۵۲ کلني کي په کال ۱۹۷۰ کي د سپټمبر پر ۲۸ تاریخ له دنیا کوچ وکړ. د ده څخه وروسته په (۱۹۷۱ ) کي انورا سادات رئيس جمهور سو او تر ۱۹۸۱ پوري د مصر مشرتوب په غاړه درلود تر څو چي په قتل ورسېدي. د ده څخه وروسته د ده معاون (حُسن مبارک) رئيس جمهور سو. حسن مبارک په ۱۹۲۸ کي د مصر د (المنوفیة) په ولایت کي په (کفرالمصیلحة) په کلي کي زیږدلى دئ نوموړي د لیسانس تر درجې پوري زده کړي په مصر او د هغه څخه وروسته ئې فوځي اکاډمي په اتحاد جماهیر شوري کي ولوستل. مخکي له دې چي قدرت ته ورسېږي په مختلفو دولتي پوسټونو باندي ئې هم کار کړى دئ تر دې چي په ۱۹۷۵م کي د انور سادات معاون وټاکل سو. انوار سادات په ۱۹۸۱ کي د اکتوبر پر۶ تاریخ باندي په یوه برید کي په داسي حال کي ووژل سو چي حُسني مبارک ئې څنګ ته ناست خو مبارک ژوندى پاته سو. نوموړي سم دستي د سادات د مړیني په اتمه ورځ باندي د مصر د ولسمشرۍ لوړه وکړه. مبارک د مصر پر هیواد باندي ۳۰ کاله حکومت وکړ نوموړي د ۱۹۸۷، ۱۹۹۳ او ۱۹۹۹ میلادي کلونو په ټولپوښتنوکي د هیواد ولسمشر وو. که څه هم مبارک د ډېر وخت لپاره پر مصر حکومت وکړ مګر د جمال عبد الناصر او انور سادات په څېر محبوبیت ئې نه درلودى. د مصر بحران یا Egypt crisis هغه وخت شروع سو چي عرب پسرلى راغلى.

عربي پاڅون د لومړي ځل لپاره د تونیس څخه په ۲۰۱۰ کي را شروع سو. په منځني ختیځ کي عام وګړي د خپلو حکومتونو د رویې، سياسي نظام څخه تر پزي راغلى وه اقتصاد او پرمختګ په ټپه ولاړ وو ځوانانو د بې روزګارۍ څخه سر ټکاوه ژوند خورا سخت سوی وو، یوه ورځ یوه ترکاری فروش (محمد بوعزیزي) په تونس کي خپل ځان ته د ژوند د سختیو له کبله اور واچوى. کله چي په تونس کي پاڅون کوونکو خپل ۲۳ کلن حکومت چپه کړ او ولسمشر ئې (زین العابدین بن علي) د تونس څخه پښې سپکي کړې سعودي عربستان ته وتښتېدي د تونس یوې محکمې نوموړی بن علي او د ده مېرمن د دوى په غیاب کي په ۳۵ کلنو بند باندي محکوم کړل د دې تر څنګ ئې شپږ پنځوس اعشاریه شپږ میلونه ډالر نقد جریمه کړل، بي بي سي د فرانسې د چاینلونو په حواله د ۲۰۱۱ کال د جنوری پر ۱۷ تاریخ لیکلي وه چي د بن علی مېرمن لیلا الطرابلسي د تونس د بانک څخه یو نیم ټن سره زر د ځان سره تښتولي وه. خو د بانک یوه مامور ئې داخبره رد کړی وه. په هر صورت د تونس د پاڅون څخه یوه هفته تېره سول چي په مصر کي هم د جنوري پر ۲۵ تاریخ باندي خلکو خپل غږ پورته کړ او اکثریت ځوانانو په ټولنیزو شبکوکي د تونس د پاڅون خبري او خپل خلک ئې پاڅون ته تشويق کول دوی لاریونونه پیل کړل او ټولي نړۍ ئې ننداره کوله. د مصر د تحریر میدان د جنوري پر ۲۸ تاریخ د یوه ستر لاریون شاهد وو او په همدغه ورځ باندي حسني مبارک په ټلویزون کي خلکو ته ډاډ ورکاوه چي دى به په یوه فرصت کي واک په سوله یزه ډول و پوځ ته وسپاري خو عام خلك په غوصه وه په لارینونو کي اخ و ډب هم پېښېدى چي په نتیجه کي به لاریون کوونکي زخمیان اومړه وه خو د خلکو عزم قوي وو تر دې چي د دوى دغه پاڅون او خوب د ۲۰۱۱ کال د فبروری پر ۱۱ تاریخ باندي دسره سو حسني مبارک را وپرځول سو او د دوى هلي ځلي کامیابه سوې. حسن مبارک استعفْي ورکړه د ددولت واګي ئې پوځ ته وسپارلې. د مصر د دغه تاریخي بریا څخه وروسته د نړۍ په لر او بر کي خلکو خپل احساسات څرګند کړل چي یو څو به ئې د بېلګي په ډول ولیکم.

محمد البرادي چي خپله د اپوزیسون مشر هم دئ وویل چي د حسن مبارک استعفْی د ده لپاره تر ټولو ښه ورځ وه. په الجزایر کي هم خلکو خوښي وښودله، فلسطینیانو هم په رام الله کي د حُسني مبارک په تللو باندي خوښي و ښودله. عمرو موسي د عرب لیګ د هیوادونو د ټولني مشر هم دا یو تاریخي ګام وبلى. همدا راز بان کي مون د تحریر د میدان مبارزین وستایله، د جرمني صدر اعظمي بیا وویل چي مصریان باید د اسرائيلو سره د ۱۹۷۹ کال د سولي پر تړون باندي ژوند وکړي او د یوه سولیزه مصر غوښتنه ئې وکړل. د امریکا ولسمشر اوباما وویل چي د مبارک استعفی د مصر د پاڅون کوونکو ځواب وو نوموړي وویل چي مصریان ډېري ورځي په مخکي لري او ده هیله وښودله چي مصریان باید په سوله یزه ډول باندي خپل اینده ژوند ته ادامه ورکړي. بل طرف ته نیکولا سرکوزي هم وویل چي دی هیله لري چي اوس مصریان یو ځل بیا د دیکتاتوري وخوا ته ولاړ نه سي. ایران هم د حسن مبارک استعفْی د مصریانو لپاره یوه غټه کامیابي وبلل. خو د اسرائیلو د دفاع وزیر وویل چي که په مصر کي اخوان المسلین قدرت ته ورسېدل نو دا به ډېره بده وي. محمود احمدي نژاد وویل چي منځني ختیځ به ډېر ژر د امریکا د اسارت څخه خلاص سي. ده وویل چي د تونس او مصر ویښتیا داسي وو لکه ایرانیانو چي په کال ۱۹۷۹کي د ایران شاهي نظام را وپرځوى.

کله چي حُسني مبارک د فبروري پر ۱۱ خپل استعفا اعلان کړه د همدغه فبروري پر ۲۸ تاریخ باندي د مصر لوی څارنوال حُسن مبارک او د ده د کورنۍ بعضي اعضاء په فساد او قتلونو باندي تورن اعلان کړل او دوى ئې د مصر څخه ممنوع الخروج اعلان کړل او د دوى شتمنۍ ئې ور کنګل کړي. حسن مبارک څو څو ځله په مصر کي محاکمي ته حاضر کړل سو تر هغو چي په ۲۰۱۴ کا ل کي د نوامبر پر ۲۹ تاریخ باندي نوموړى د محاکمې په یوه بېسارې فیصله کي برئت حاصل کړ.

په مصر کي په ۲۰۱۲ کال کي د ریاست جمهوری لپاره انتخابات وسول د اخوان المسلمین ګوند دغه انتخابات وګټل ډاکټر محمد مُرسي رسما د جون پر۳۰ تاریخ باندي د مصر قانوني ولسمشر سو، خو متاءسفانه چي دغی بریا ډېر لږ وخت دوام وکړ په مصر کي بیا هم مظاهرې وسوې، چي په پایله کي په ۲۰۱۳ کال کي د جولای پر دریم تاریخ باندي پوځ کودتا وکړه ډاکټر محمد مُرسي د محبس مېلمه سو قانون اساسي ئې معطل کړ او په هیواد کي ئې د پارلماني او ریاستي انتخاباتو اعلان وکړ. مؤقتي اداره ئې جوړه کړه د دغه هیواد د اساسي قانون د محکمې مشر قاضي عدلي محمود منصور ئې په ۲۰۱۳ کي د جولاي پر ۴ تاریخ باندي مؤقت ولسمشر وټاکى، د ده د مؤقتي ادارې په وخت کي ولسمشریز انتخابات وسول عبدالفتاح السيسي انتخابات وګټل او په ۲۰۱۴ کي د جون پر ۸ تاریخ باندي رسماً د مصر ولسمشر سو. د السيسي د حکومت څخه یو څو ورځي چي تېري سوې ده د اخوان المسلین ګوند او غړی ئې تروریستان وبلل او وعده ئې وکړه چي د اخوان المسلمین ګوند به ختموي په سلګونو کسانو ته ئې د مرګ سزا واورول او خپله مُرسي هم په محبس کي شپې او روځي تېروي جالبه ده چي اخوان المسلمین په قاطع اکثریت سره رایي وګټلې ډاکټر مرسي په قانوني ډول باندي د حکومت واګي په لاس کي واخيستلې او عبدالفتاح السيسي کودتا پر وکړل په غیر مشروع ډول باندي ئې قانون معطل کړ بیا ئې نوي او تازه انتخاباتو ته لاره هواره کړل د اخوان المسلمین د ګوند په سلګونو کسان ئې مړه کړل یا ئې په بند کي واچول خو ترویستان هغوي ته وايي. اوس د مصرد رسنيو په وينا، محکمې د اخوان المسلمين ډلې مشر محمد بديع د حکومت پر وړاندې د تشدد په تړاو د مرګ سزا اورولي ده.

کله چي السيسي د مصر واک په لاس کي واخيستې د سعودي دارالافتاء په خپل مسلسل شمېره نمبر (۲۵۱۴۵۰) سره السيسي د یهودو په ملاتړ باندي مرتد اعلان کړي دوى وايي چي نوموړي د غزي د خلکو په دښمنۍ او د اسرائيلو سره د مرستي په خاطر باندي د اسلام له نظره مرتد دئ.

[1] : حبیب الله ابوالحسن شیرازی، ارسلان قربانی شیخ نشین او رضا سیمبر، سیاست وحکومت خاور میانه، سازمان مطالعه وتدوین کنب علوم انساني دانشګاهها (سمت)، څلورم چاپ ۱۳۹۲، ص ۹۹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *