په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر سر لانجو افغان ملت دومره خوږ کړ چې په پای کې هر راز پایلو منلو ته یې هرکلی وکاوه. دوو نوماندانو په خپلو کې جوړجاړی وکړ، مجریه او قضایه قوه یې په خپلو کې سره وویشله، له ولسمشر کرزي پرته به فکر کوم ټول پکې د ونډي لپاره تم وي. په ځانګړې توګه د دوو رهبرانو ټول هغه کسان چې ورسره کمپاینونه یې کړي، د څوکۍ په تمه دي. له ډاکټر عبدالله عبدالله به خپل ملګري او له ډاکټر اشرف غني احمدزي به خپل ملګري څوکۍ غواړي. دوو رهبرانو په خپلو کې هغو اهدافو ته ځانونه ورسول، چې غوښتل یې، ولس به یې له هغو تېروتنو ور تېر شي چې، درې میاشتې پکې افغان ولس سخت زیانمن شو.
اوس، د افغانستان د سیاست د یوه نوي څپرکي پیل دی او په دې ډول حساسو وختونو کې له رهبرانو سختې تېروتنې کېږي، ځکه دا هغه مهال دی چې د یوه هیواد د برخلیک یو نوی ور پرانیستل کېږي، هغه ور چې ورته دېرش میلیونه ښځي او نارینه مظلوم ولس سترګې په لار دی. د ولس، نه له عبدالله عبدالله او نه هم له اشرف غني احمدزي سره ستونزه او دعوه شته، خو یواځې دومره ترې غواړي چې د حکومتي او قضایې څوکیو د انتخاب پر مهال دې تر هر څه د افغانستان او افغانانو ملي ګټو ته ترجیح ورکړي. دا څرګنده ده، چې د دواړو رهبرانو چاپیر داسي کسان شته، چې یواځې د څوکیو او امتیازاتو په لټه دي، هغوی نه د ولس ننګه کوي او نه هم د ولس د عامه او ملي ګټو د مصئونیت فکر ورسره دی.
پر نړیوالو سربیره –چې سر کې یې امریکا او د ملګرو ملتونو سازمان راځې، په افغانستان کې اوس دریو سیاسي رهبرانو ته ستر مسئولیتونه ور له غاړي شوو، دا درې مشران ولسمشر حامد کرزی، اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله دي. د ولسمشر کرزي دا کار به ولس او تاریخ دواړه هیڅ کله هیر نه کړي چې واک په سولیزه توګه پرېږدي، ځکه دا دهیواد په تاریخ کې لومړی ځل یو ولسواک عمل دی چې یو افغان ولسمشر یې ترسره کوي. داسي فکر به نه کوو چې ولسمشر کرزی له مسئولیته خلاص شو، افغانستان یو ناروغ دی، او دا ناروغ سیاسي ډاکټرانو ته اړتیا لري، د ولسمشر کرزي په وینا چې هغه د دندې پر مهال هغه څه نه شوو کولای چې غوښتل یې، اوس افغان ولس په ځانګړې توګه ځوانان له ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې په یوه ځواکمن اپوزیسیون کې ودرېږي او یا هم په ټوله کې دولت ته سالمې مشورې ورکړې، او هغه تجربې ورسره شریکې کړې، چي په تېرو دیارلس کلونو کې یې ترلاسه کړي. د کویټې له ښاره پر یوه موټر سیکل د ګوتو په شمار ملګرو سره، تر اروزګانه، تر کندهاره، او بیا تر کابله، هغه ارګ ته له کندهاره هیڅ یو سرتیری نه و راویستی. توره ږېره یې په دیارلس کلن ماموریت کې سپینه کړل، زموږ ملي مشر دی، او باید درناوی یې وشي.
ولسمشر کرزی به له واک څخه وروسته له ډېرو هغو خبرو پرده لیرې کړي چې تر ننه پرې، رسنۍ، ولس او آن د افغان حکومت لوړپوړي چارواکې هم پرې نه پوهېدل. که دا کار د یوه کتاب په څير وکړي، دا به یې له تاریخ او افغان ولس سره لویه مرسته کړې وي. تاسو ګورئ، د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ایم ګیټس، تر رسمي دندې ورسته داسي یو اثر (دنده-، ډیوټي) ولیکی چې د ټولو هغو تېروتنو، ستونزو، تجربو او ��ازونو یې پرته پورته کړه چې له ځان سره یې لرل، چې تر دې وړاندي پرې نه امریکایان او نه هم نور نړیوال پوهېدل. په معاصره نړۍ کې دولس پر خپل مشر حق دی، چې څه د پردې تر شا وي، وړاندي یې کړي، تر څو ترې راتلونکي نسلونه ګټه پورته کړي. داسي اټکل کېږي چې، ولسمشر کرزی به هم همداسی یو کار وکړي، ځکه د سولي اړوند پټو خبرو چې یې په دې وروستیو کې کومه پرده پورته کړه، دا یې یوه ښه بیلګه بللای شو. اشرف غني حمدزی او عبدالله عبدالله باید له ولسمشر کرزي د مشورو اخیستلو فرصت له لاسه ور نه کړي. زه په دې اند یم، چې ولسمشر کرزی به تر ملي موضوعاتو په نړیوالو موضوعاتو کې ډېر ښه رول ولوبولای شي، خو البته د هغه نیت او د کار اراده به څوکۍ ته د دوهم ځل لپاره رسېدل نه بلکي د افغان ملت له دې روان بحرانه، د خلاصون موخه وي.
دوو نوو رهبرانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ځوانانو غوښتنې دادي، چې تر هر څه لومړی دي په خپلو کې اختلافاتو ته د پای ټکی کېږي، د افغان ولس د رښتینو خواخوږو په توګه دې اداره په سالمه او د ملي وحدت په رڼا کې و چلوي، د هغو خلکو خبرو ته غوږ نه ږدي چې ددوی په اختلاف او ورانۍ خوښ وي. یوه سالمه او ملي اداره دي جوړه کړي، چې په ټوله کې یې تکیه پر نوو، فعالو او لوستو ځوانانو وي، تر څو د حکومت ماشین ځوان نشي، په سمه توګه کار نشي کولای. له بل لوري باید دهغو کسانو مخه ونیسي چې مفسدین دي او په فساد کې سخت تر ستوني بند پاته دي او غواړي په کمپان کولو ځانونو ته براعت واخلي.
په نړۍ کې هغه هیوادونه ځواکمن او پیاوړي دي چې د حکومتونو ماشینونه یې له ځوانو پرزو (بشري ځواک) جوړ وي. معاصره نړۍ پرمختللې او په تکنالوژۍ سمباله نړۍ ده، ځکه یې د نړیوال کلي بڼه خپله کړې، همدا ځوانه تکنالوژي د ځوان فکر محصوله ده. د نړۍ هر هغه ملت بریالی دی چې پر خپلو ځوانانو یې پانګه اچونه کړې وي او په هغوی یې زده کړې کړي وي، کله چې جاپان ازادي واخیسته، د اصلاحاتو په برخه کې یې ځوانانو ته لنډمهاله او اوږدمهاله ژبنۍ زده کړې ورکړې، د ژبو له زده کړې وروسته یې پرې د نړۍ د نورو ژبو اړین اثار جاپاني ژبې ته وژباړل، که فکر وکړو د جاپان د سیاساتوالو پریکړه ځکه پرځای وه چې له لومړۍ ورځې یې پر ځوانانو پانګه اچونه پیل کړه، او د خپل حکومت ماشین یې له ځوانو پرزو رغولی دی.
د نوي افغان حکومت یوه ستره دنده به هم د حکومت د ماشین ځوانول وي. که په رښتینې توګه د یوې ملي او سالمې ستراتېژۍ له مخي د ځوانانو د پرمختیا او وېښتابه لپاره کار وشي او د حکومت ماشین ټول له ځوانانو ورغول سي، لیري به نه وي چې په افغانستان کې به مو یو سالم او پیاوړی حکومت لرلی وي، داسي لکه یو نوی ماشین چې په کار پيل وکړي. نوی ماشین هغه ته ویل کېږي چې پرزې یې نوي وي، نو ځوان حکومت هم هغه حکومت ته وایې چې ادارې، مسلکي، سیاسي او فني برخو مسئولیت یې تر ډېره د ځوانانو پر اږو اخیستی وي، او د پرمختګ او وړاندي تګ پیاوړي، ځوان او تاند ګامونه اخلي.