یوه ورځ رسول علیه الصلاة والسلام د خپلو یو شمیر یارانو سره چې تل به دده په مجلس کې حاضر وو، د خبرو په ترڅ کې خپل نژدی همکار او د حضرت عائشې پلار، ابوبکر الصدیق (رض) ته مخ کړ او ور څخه یی وپوښتل چې وایه کنه په دنیا کې دی څه خوښ دي؟ هغوئ ځواب ورکړ، یا رسول الله دری شیان می ډیر خوښ دي: اول دا چې ستا په څنګ او مجلس کې ناست و اوسم، دویم دا چې همیشه تاته وګورم او دریم دا چې زه خپله ټوله شتمني په تا باندی قربان کړم.
د اسلام ستر پیغمبر بیا خپل خسر او باوري سلاکار، عمر فاروق ( رض) ته مخ کړ او ورته یی وویل: عمره ستا څه خوښیږي؟ هغوئ په ځواب کې وویل: لمړی د نیکۍ او خیر ښیګڼې لوري ته د خلکو رابلل، ولو که هغه په پټه او د راز او نیاز په پرده کې وي. دویم له بدو او ناوړه کارونو څخه د خلکو منع کول، اګر که هغه ډانګ پییلي او په جار سره وي او دریم دا چې د حق او رښتیا خبرې وکړم، حتی که هغه ترخې او د ځینو خلکو په مزاج برابرې هم نه وي.
بیا یی د خپلو دوو لور ګانو څښتن او د اسلام دریم خلیفه، عثمان بن عفان (رض) ته مخ ور واړلو او ور څخه یی پوښتنه وکړه چې اوس ته ووایه، ستا کوم څه څیزونه خوښیږي؟ هغوئ ورته په ځواب کې وویل چې: یا رسول الله، ځما هم دری شیان ډیر خوښیږي: اول بی وزلو او غریبو خلکو ته د ډوډۍ ورکول. دوهم په اشنا او نا اشنا باندی سلام اچول او دریم د شپې په ترږمۍ کې، پداسی مهال د تهجدو د لمونځ کول چې ټول خلک په خواږه خوب ویده وي.
د خپلو قدرمنو اصحابو د دی بنډار په بل اړخ کې ناست د خپل کاکا ځوی، زوم، د خیبر فاتح او د حسن او حسین پلار، علي کرم الله وجهه ته یی مخ ور وګرځولو او هغه یی وپوښته چې علي ته ووایه ستا څه شی ډیر خوښیږي؟ هغوۍ په ځواب کې ورته وویل: د میلمه درناوی، د ګرمۍ په موسم کې د نفلي روژې نیول او له دښمن سره په توره او میړانه جنګیدل.
په پای کی، حضرت پیغمبر د غونډې بل برخه وال ابوذر غفاري ته چې د عربی دنیا کمونستان یی د سوسیالستانو نیکه بولي، پام شو او مخاطب یی کړ چې ابوذره ته پکې څه وایی؟ هغه بی درنګه خبره ورغبرګه کړه او وی ویل: ځما هم دری شیان ډیر خوښیږي: اول لوږه، دویم مرض او دریم مرګ. کله چې په غونډه کې ناستو اصحابو دغه غیر عادي او له توقع خلاف خبره واوریده، نو یو ډول هک پک او یو بل ته یی سره وکتل. پدی مهال رسول الله (ص) ورته وویل چې هغه څنګه؟ ابوذر په ډیره سړه سینه او متانت سره ځواب ورکړ چې: ای د الله تعالی استازیه! فقر او لوږه مې ځکه خوښه ده چې زړه می نری وي ترڅو د غریب په درد، درمند اوسم. مرض او ناروغي می پدی خاطر ښه راځي چې په هغې سره می د ګناه بوج کمیږي او د ژوند په ځای مرګ ځکه غوره ګڼم چې څومره ژر ممکن وي د خپل رب لوري ته ورشم.
بیا رسول علیه السلام د خپل ځان په اړه وفرمایل: ( پدی دنیا کې ځما هم دری شیان خوښیږي: عطر یا خوشبويي، میرمنې ( د هغوئ د حقوقو رعایت او درناوی) او دریم په لمانځه کې د سترګو یخ والی. یعنی پدومره خشوع او تواضع سره د خپل څښتن په وړاندی ودریږم، سجدې او زارۍ وکړم چې له هغه سره د مینې پخاطر او له څخه د ډار په وجه می له سترګو څخه اوښکې وبهیږي، وچې شي او بیا یخې شي.
پدی شیبه کې په ټولو پیغمبرانو د وحې راوړونکې او د عرش مقربه ملکه، حضرت جبرائیل راغي او له سلام اچولو وروسته یی وویل: ستا سو په دنیا کې ځما هم دری شیان ډیر خوښیږي: اول د وحی رواړل او د پیغام رسول. دویم د امانت ساتل او خپل خاوند ته د هغه حواله کول. دریم د غریبو او بی وزلو سره مرسته کول او د هغوئ لاس نیوی کول. جبرائیل لدی خبرې کولو وروسته په بیړه د اسمان لوري ته پورته او درنګ شیبه وروسته بیرته راکوز شو او داسی یی وویل: الله تعالی په تاسو ټولو باندی سلام وایی او تاسو ته خبر درکوي چې د هغه ذات هم دری څیزونه خوښ او غوره ګڼي: اول هغه ژبه چې ځما په یاد او ذکر لنده وي. دوهم هغه زړه چې ځما له مینې ډک او ځما له ډاره لړزیږي او دریم هغه وجود یا بدن چې په درد او تکلیف اخته وي خو بیا هم صابر وي او حوصله نه بایلي.
که د پورتني مبارک حدیث محتوی او مضمون ته یو ځغلنده نظر واچوو، نو ګڼ شمیر ټولنیز ارزښتونه، د فقهې احکام او د مشر او کشر یا د یو دروند استاذ او شاګردانو تر منځ د متقابل احترام، بیلګې او پړاوونه به مو تر سترګو شي. لمړی دا چې د بشریت دغه ستر لارښوود په څومره دوستانه چاپیریال او د برابرۍ په چوکاټ کې د خپلو ملګرو او سلاکارانو سره داسی یوه ټولنیزه مسئله د بحث او څیړنې لاندی نیسي چې هغه د دی لالهنده امت د اخلاقي معیارونو، د فرد او کورنۍ او د حاکم او محکوم تر منځ جهت ټاکي او د علم او مشورې په اهمیت باندی ټینګار کوي. د خپل هر صحابي بیلې، بیلې خبرې ته په ډیرې حوصلې سره غوږ نیسي، دتائید او ملاتړ سر ورسره خوځوي او حتی دیته یی هڅوي چې د پیغمبر په وړاندی پرته له کوم تکلف او ډار څخه په زغرده سره خبرې وکړي.
لکه چې څرګندیږي پدغه مجلس کې میرمنې ونډه اوحضور نلري، نو ځکه خو رسول الله پخپله د هغوئ د مقام یادونه او خپل امت ته سپارښتنه کوي چې د ښځو د مقام درناوی او پالنه، د الله تعالی او دهغه د رسول د رضا لامل ګرځي. په ټولنه کې د میرمنو رول او اهمیت په ډاګه کوي چې که هغه مور وي یا خور ، لور وي که ماندینه، خو حقوق د هرې یوې منل شوي او مقام د هرې یوې خوندي دی.
له بله پلوه، پدی حدیث کې د حق ملګرتیا، د رښتیا ویل او همدا رنګه د ظلم او باطل په وړاندی استقامت او دریدل، د اسلام د بنیادي او بنسټیزو اصولو څخه شمیرل شویدي. دا پخپله په اسلام کې د بیان د آزادۍ، انساني حقوقو ته د درناوي او د سانسور پخلاف د مقاومت مانا لري. دلته د شریعت او قانون د چوکاټ دننه، پدی ټکي هم زور اچول شوی چې د کورنۍ، ټولنې او هیواد د چارو د لاښه سمون او د چارواکو او زورمندانو د اصلاح لپاره، د زور استعمالول کله نا کله ضروري او ګټور وي. ځکه کله چې د نیکۍ او اصلاحاتو مخه نیول کیږي نو بیا فساد، درغلي، رشوت، غصب او واسطه بازي بازار مومي او د رعیت د کمزورې طبقې د وګړو لمړني حقوق د پښو لاندی کیږي. نو دلته بیا د منکر او ناروا په وړاندی دریدل نه یواځې داچې اړین دي، بلکې هغه یوه دیني وجیبه ګرځي او څومره ښه ویل شوي چې [ حق اخیستل کیږي، ورکول کیږي نه].
د بی وزلو لاس نیوی، پخپل او پردي سلام اچول، راشه درشه او میلمه پالنه، د اسلام له هغو ځانګړتیاوو څخه دي چې د صمیت، روا دارۍ او ځان تیریدنې څرک پکی له ورایه ښکاري او دا هم په ګوته کوي چې د خپل ناموس، پت او مال څخه د دفاع په ډګر کې له دښمن سره سترګې جنګول او د هرې ممکنې او مشروع وسیلې استعمالول، د لوړ همت او شهامت مظهر ګڼل کیږي. ولی باید له پامه ونه باسو چې میلمه پالنه او بهادري هم حد او سرحد لري او هغه باید د لیونتوب او سرتمبګۍ داسی درجې ته ونه رسیږي چې د یو نا بللي میلمه پخاطر خپل کور کهول، ولس او خاوره په داو ولګول شي او په روغ لاس یی په کمین کې د ناست غلیم د هوسونو قرباني کړي. د هغه میلمه دی هم کور ړنګ شي چې د کور واکمن او د چم ګاونډ د بربادۍ پسې مټې راونغاړي او د کوربه په کور کې داسی اور بل کړی چې غرغرې یی د اسمان سرې لمنې لا خونړۍ کړي.
د ابوذر غفاري (رض) دری واړ ه غوښتنې په څرګنده نا اشنا او عجیبه ښکاري خو که لږ ورته ځیر شو نو جوتیږي چې د نبوي مدرسې شاګردان، خپل ځانونه د خپلو ولسونو د درد په متن کې ګوري او د هغه وخت د چاپیریال او ټولنې د اقتصادي حالت یو ژوندی انځور وړاندی کوي چې ځینې پرګنې یا افراد د ژوند په ځای، مرګ غوره بولي او د هغه لپاره خوښۍ څرګندوي.
د حدیث په وروستي برخه کې ستر خاوند جل جلاله د خپل هغه مؤمن او ژمن بنده ستاینه کوي څوک چې د ستر مادي زیان او تاوان په مهال هم، د غر غوندی حوصله لري او د تل لپاره پخپل خالق متوکل وي، صبر کوي او د ناشکرۍ کلمه یی په خوله نه راځي او څومره به ښه وه که د پورتنیو غوره څیزونو په څنګ کې ځمونږ خلکو له دری نور شیانو یعنی د سمت په ځای له ټول هیواد سره، د ورانۍ په ځای له آبادۍ سره او د جګړې په ځای له سولې سره مینه درلودلاې.
د تاند د وتلې او په زړه پورې خپرونې او د قدر وړ لیکونکي څخه دزړه له کومي ،په مننه . تاسې په ډېره مناسبه او حساسه موقع ،چې په افغانستان کې نړیوال نا پوه حاکمان او قاضیان په خپله ناروا محکمه کې دټولو تېرو ګناهونو او جنایتونو په توراو کفاره، بېګناه افغانان محاکمه کول غواړي ، همدا پکار وو چې د الهی قانون ،احکامو ،اوامرو ،نواهیو په اصولودغه ناپوهان ، پوه او د قضاء او قدر تله یي مخې ته ودرول شي . د پیغمبر (ص) یارانو ،اصحابو او روح الامین ټولو لازمو اصولو ته اشاره کړې ده . هغه څه ته پیغمبر د الله (ج) اشاره کړې او دالله (ج) احکامو کې ذکر شويدي د دنیایي ژوند اصول او مقررات دي،چې ټول انسانان په کې د خپلو حقوقو ، وجایبو او مقدراتو په تناسب حق او مسئولیت لري . د الهی کلام څخه په څرګند ډول استنباطیږي ،چې الهی دین ،قانون او علم هغه نه دې ،چې سیاف صاحب ،یاپرون پروفېسور صاحب برهان الدین رباني او دهغوۍ نا بکاره توره ډله ،چې یي په خپل پوزي کې ګرځوي او په خپلو ناچلو فتوو خپلې حرامې پېسې په اصطلاح حلالوي او یا یي پرې د خپلې پادشاهۍ دورې اوږدولې او جواب به یي ورکړې وي او دا نور به یي هم ورکوي . دغه مجازي حاکمانو ته هم دا ویل غواړم ،چې تاسې د لومړۍ ورځې څخه په ذوال محکوم واست او نن په قطعي سقوط محکوم یي ، که هرڅومره چور او چپاول هم وکړۍ ، نه یي خوړلې اونه یي چېرت وړلې شۍ . سرنوشت مو معلوم او نه بدلېدونکې دې .