چې خط اختراع شو بنيادم نورو همنوعو ته د خپلو تجربو، احساساتو، معلوماتو او فكرونو د رسولو پايېدونې ذريعه وموندله. موږ د ليك په ذريعه د څو زره كاله پخوا مصريانو يا سومريانو د فكر كرښې لوستلاى او د هغوى د زړۀ دربا اورېدلاى شو. كله چې بېلو، بېلو كسانو او بېلو بېلو نسلونو د ليك په بركت خپلې تجربې سره شريكې كړې نو بشر د كتاب څښتن شو، تمدن وغوړېد او د ترقي اصلي لاره پرانيستل شوه. همدا وجه ده چې ګڼو مورخانو او صاحب نظرو د خط اختراع د بشر د فكر او فرهنګ په تاريخ كې تر ګردو لويه اختراع بللې ده.
خو چې كاغذ نه و، د خط كار خورا مشكل او ليكنې خورا محدودې وې. د كاغذ اختراع د ليكنو په چاره كې يو څۀ اساني راوسته مګربيا هم پوهه د محدودو كسانو په ولكه كې وه ځكه كتابونه چې په لاس ليكل كېدل هم قيمته تمامېدل او اخيستل يې د هر چا د وس خبره نه وه او هم په خورا كم شمېر كې تكثيرېدل. دا ستونزه خو لا په ځاى پرېږده چې اكثره اثار له منځه تلل.
په پنځلسمه پېړۍ كې چې ګوتنبرګ مطبعه اختراع كړه د كتاب او ليكنو تكثير اسانه او ارزانه شو. علم د خاصو كړيو او خاصو طبقو له انحصاره راووت او ډېرو كسانو ته دا موقع په لاس ورغله چې يو څۀ زده كړي. له دې پېښې يعنې د چاپ د صنعت له پيل كېدو سره په اروپا كې علم عام او د كليسا د اقتدار زوال پيل شو. كوپرنيك د مطبعې تر زمانې له مخه وويل چې مځكه نه د دنيا منځۍ ده او نه لمر تر دې راڅرخي بلكې دا تر لمر راچورلي. د هغه دا خبرې د كليسا له باورونو سره په ټكر كې وې خو څرنګه چې يوازې په يوه قلمي كتاب كې ايسارې وې او د ټولنې په ذهنيت يې اثر نه كاوه نو جنجال يې جوړ نه كړ . مګر ګاليلو چې همدا خبرې د مطبعې په زمانه كې وكړې او خلك ورنه په اسانه خبر شول، د كليسا خاوندان يې وارخطا كړل ، ګاليلو يې مجبور كړ چې توبه وباسي او خپلې خبرې غلطې وبولي. كليسا يو څه نور وخت هم خلك وويرول خو مطبعې ماته وركړه او خلكو نوې خبرې ومنلې .
د شلمې پېړۍ په اوله نيمايي كې د راډيو او تلويزيون د رسنيو انكشاف، معلومات نالوستو كسانو ته هم ورسول او د كمونستو، فاشيستو او ديكتاتوري نظامونو لپاره ،چې غوښتل يې د خپلو پولو په حدودو كې په پوهه او فكر باندې سانسور جاري وساتي ، د هوا د څپو له لارې د نا سانسور شويو موادو د راتلو مخنيوى وار په وار مشكل شو. د شلمې پېړۍ په وروستيو كلونو كې چې د شوروي اتحاد كمونيست نظام نسكورېدۀ په لسګونو زره جنګي الوتكې، ټانكونه او زغره وال ګاډي يې د اردو په ګاراجونو كې كاغذ پېچ ولاړ وو. د ګڼو صاحب نظرو رايه دا ده چې د دې نظام او د اوسنۍ زمانې د كابو ټولو استبدادي نظامونو په نسكورېدو كې رسنيو لويه برخه لرلې ده.
د مطبعې له اختراع را وروسته د علم او معلوماتو عموميت د بشر د فكر او فرهنګ په دنيا كې دويم لوى انقلاب بللى شو. خو موږ اوس د دريم انقلاب په زمانه كې اوسو.
د انټرنيټ زمانه پيل شوې ده. انټرنيټ متعارفې رسنۍ لكه كتاب، راډيو، تلويزيون، ورځپاڼه يا مجله په خپله لمن كې را نغاړلي دي او د ټولو له امكاناتو استفاده كوي. په انټر نيټ باندې نه حكومتونه، نه د رسنيو ادارې او نه نورې موسسې هاغسې كنټرول لري لكه په نورو رسنيو چې ورته ممكنه ده. انټرنيټ ته د بشر مشترك مغز ويلى شو ځكه د بشر د ټول معرفت د خوندي كولو وړتيا لري او هر چا ته دا چانس وركوي چې د فكر او فرهنګ په توليد او خپرولو كې برخه واخلي. نورې رسنۍ د محدودو كسانو په ذريعه معلومات خپروي مګر انټرنيټ هر چا ته اجازه وركوي چې د فكر او فرهنګ په توليد كې برخه واخلي او خپله خبره د دنيا ګوټ ګوټ ته ورسوي.
انټرنيټ د انسان د فكر او فرهنګ په تاريخ كې دريم لوى انقلاب دى. موږ كه د دغه انقلاب په اهميت هر څومره ژر خبر شو او خپلو غوښتنو، ارزوګانو او پروګرامونو ته د دې نوي واقعيت په رڼا كې وګورو هغومره به د كلتور او معرفت په ميدان كې ځغاسته راته اسانه شوې وي.
د معرفت دا نوې زمانه تر هر څه ړومبى له موږ څخه زغم او حوصله غواړي. تر دې وروسته چې هر څوك پرته له سانسوره كولاى شي خپل نظر څرګند كړي نو داسې خبرې به ډېرې ولولو او واورو چې موږ يې له خپلو اقدارو، نظرنو، ارزښتونو او ګټو سره په ټكر كې وينو. كه په دغو سمو يا ناسمو اعتراضونو غمجن او عصباني كېږو، معنا يې دا ده چې خپله انرژي بې ځايه لګوو. انټرنيټ د نورو رسنيو په نسبت هر ملت او هر وګړي ته كه هغه هستمن دى يا نېستمن او كه زورور دى يا كمزورى، مساوي امكانات برابر كړي دي. اوس د اقدارو ، كلتورونو او نظريو په كشمكش كې ګټه د هغو قامونو په نصيب ده چې په زغم سربېره د كار كولو او مهارت حاصلولو همت ولري.