د افغانستان کرکټ بورډ ادارې۳۰ نولس کلنو لوبغاړو لپاره د ملي نولس کلنې لوبډلې ټاکنې په موخه تمرینات په لار اچولي ول چی تیره ورځ پای ته ورسیدل. د دغه روزنیز کیمپ لومړي ۴۲ ورځې دوام درلود چې د کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شو او په ترڅ کې یې د لوبغاړو د فلډینک او فزیکي چمتووالي په برخو کې کار تر سره شو. ددغه پړاو له پای ته رسیدو سره سم د ۳ اونیو تمریناتي کمپ په موخه ننګرهار ته سفر ترسره شو چی هلته د لوبډلې لوبغاړو ۵ پنڅوس اوریزې لوبې وکړې او د تمریناتو لړۍ دوهم پړاو یې پای ته ورساوه. له دغو ټولو پړاونو وروسته او د لوبغاړو هراړخیزې ارزونې په پایله کې یوه ۲۰ کسیزه لوبډله د دریم پړاو لپاره اعلان شوه.
په دې شل کسیزه لوبډله کې غوره شوي لوبغاړي، هر یو د توپوهنې په برخه کې شاهدالله، عبدالرحیم، احسان الله، حشمت الله شهیدي، یونس خان، سید وحیدالله شفق، ناصر جمال، منیر احمد (ویکټ ساتونکی توپوهونکی) محمد مجتبی، شوکت زمان،عثمان غنی، مسلم موسی (الرونډر)، د تیزې توپ اچوونې برخه کې سید احمد شیرزاد، عبدالله عادل، فرید ملک، جاوید او د ورو توپ اچوونې (سپنر) برخه کې ظاهر خان، ضیاءالرحمن اکبر، شرف الدین اشرف، او عبدالرشید خان ناصري غوره کړای شول.
دغه شل کسیزه لوبډله به د ورسره هیئت (مدیر شیر اغا همکار، روزنکي حاجی ولی امین او دولت خان احمدزی) په ملتیا او مشرتابه به راتلونکې کې د یوې میاشتې لپاره په ننګرهار کې په بیلابیلو برخو کې تمرینات پیل کړي چی په لړ کې به یی د افغانستان کرکټ ملي او الف لوبډلو سره یو شمیر تمریناتي لوبې هم وکړي او تر هغې ورسته به د ښه چمتوالي سره د ۲۰۱۳ کال په ورستۍ میاشت دسمبر کې د نولس کلنو اسیا کپ جام کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس په ننګرهار کې پرمختیایي چارې ولیدې
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په ننګرهار ولایت کې د کرکټ له پرمختیایي چارو لیدنه وکړه.
د ننګرهار ولایت چې د کال په ټولو فصلونو کې د کرکټ لوبې لپاره مساعد ولایت دی، د کرکټ پرمختیایي چارو لړۍ هم پکې خورا توده روانه ده. په دغه ولایت کې د کرکټ معیاري نړیوال لوبغالی، د کرکټ سیمه ایز لوبغالی او د کرکټ اکاډمۍ شتون لري چې د کال په ترڅ کې د ملي لوبډلې لوبغاړي هم په دغو لوبغالو او اکاډمیو کې خپل تمرینات ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ننګرهار ولایت له پرمختیایي چارو لیدنه وکړه. نوموړي ددغه سفر په ترڅ کې د غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د لوبغاړو تم ځای (پاویلین) رغنیزې چارې وارزولې چې څلویښت سلنه پرمختللې دي او د بهسودو لوبغالي له ساختماني چارو یې هم لیدنه وکړه. سربیره پردې ډاکټر مراد په ننګرهار ولایت کې د هند قونسلګرۍ له چارواکو سره هم د اړیکو پراختیا په موخه هراړخیزه ناسته درلودله او دواړو لوریو د کرکټ پرمختیایي بهیر په هکله خپل نظریات هم شریک کړل.
د دغه سفر په ترڅ کې ډاکټر نورمحمد مراد د ننګرهار روزنیزې اکاډمۍ رغنیزو چارو افتتاحیه هم وکړه او اړونده چارواکو ته یې اړین هدایات ورکړل. همداراز نوموړي د ننګرهار ولایت له سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال سره د ولایت په اداري ناسته کې لیدنه وکړه او د ولایت مقام او اړونده چارواکو څخه یې د پرمختیایي چارو کار زمینې په برابرولو کې مرسته وغوښته چې د ولایت مقام له لوري د پام وړ هلو ځلو او لاسته راوړنو له امله په تقدیر نامه وستایل شو. نوموړي د افغانستان کرکټ بورډ وروستۍ لاسته راوړنې وستایلې او د ملي لوبډلې وروستۍ بریاوې یې د هیواد کرکټ په تاریخ کې بې سارې وبللې.