فرهاد داوري

په افغانستان کي د جهادي اړودوړ پر مهال يوې خواته جهادي تنظيمونه او بلي خواته ځپل کېدونکی ولس و، د ولس او جهادي ډلو ترمنځ درېيم قوت نه و، مدني فعاليت، رسنۍ، متخصص افراد او د ټولني روشنفکره قشر په ځان ساتني اخته وه، ملي مسايل پاته وه، په جګړې کي خو دا فعاليتونه کمزوري او ورک کېږي، نو درېيم قوت مو تقريباً صفر و. دا څرګنده ده چي جګړه د سخت قدرت لوبه ده، د نرم قدرت د استعمال لپاره ځای نلري، خو کله چي جګړه درېږي، سوله، آمن او قانون تطبيق کېږي، نرم قدرت هم پياوړی کېږي، د ۲۰۰۱ کال را پدېخوا په افغانستان کي ځوان نسل رُشد کړی دی، نرم قدرت يې تر دې بريده رسېدلی دی چي د سخت قدرت په مقابل کي ولاړ دی او تقريباً بريا ته رسېدلی دی، که څه هم په افغاني ټولنه کي فکري اساس پر سخت قدرت ياني زور، ټوپک، وژني او ظلم جوړ دي، خو نوی فکر بيا د علم، منطق او ژبي پر قدرت جوړ دی.

په تېرو ولسمشريزو، پارلماني او ولايتي شوراګانو ټاکنو کي دا ثابته سوه، هغو خلکو چي پر جسمونو د حاکميت فورمولونه کارولي وه، کله چي افراد د رايې صندوق ته ودرېدل، دا خلک يې پرېښودل او زړونو حاکمانو ته يې رايې ورکړي، د زړونو حاکمان د علم او منطق خلک دي، د ژبي او طرحو خلک دي، د معنوي قدرت او ولسي رضايت خلک دي، نو دلته پاچا د زړونو په حاکميت سره ټاکل کېږي، نه د جسمونو په حاکميت سره، د ولس استازي هغه خلک ټاکل کېږي چي ولسي مينه ولري، نه ولسي بېره، چي زړونه ولري، نه سرونه، چي شهرت او محبوبيت دواړه ولري، نو د ټولني د عيني منطق او عملي نتايجو څخه داسي څرګنديږي چي په ولس کي د پارېدني فرضيې بدلي سوي دي، ولس د خپل سر او مال واکمني هغو ته ورکوي چي په علم يې قانع کړي، په خدمت يې رضا کړي او په مينه يې خپل کړي.

د جهادي تنظيمونو مشران او جهاديان چي د کومو فورمولونو په استعمال سره تر دې ځایه را رسېدلي، مطلق د ډيموکراټيکو فورمولونو سره په ټکر کي دي، د ډيموکراسۍ سياسي فرهنګ او ددوی د واکمنۍ سياسي فرهنګ مطلق په ټکر کي دی، دا جهاديان په زور او استبداد تر دې ځایه را رسيدلي دي، که يې کوم ملګري مخالفت کړی وي، وژلی يې دی، که په ولس کي کوم قومي مشر، با نفوذه عالم، علمي ځوان او کوم بزګر يې مخالفت کړی وي، وژلي، رټلي او ورک کړي يې دي، نو ځکه دوی يوازي د خپلي واکمنۍ خوبونه ويني، د ناکامۍ په صورت کي يوازي يوه لاره يې مسلکي ده، هغه ټوپک، وژنه او ورک کول، په ډيموکراسۍ کي دا روشونه مطلق ډيموکراټيک کفر دی، نو ځکه دا خلک اوس د ولسه ليري دي.

زور او استبداد له طبيعي غوښتنو سره په ټکر کي دی، طبيعي پروسه دا وايي چي هر فرد له قناعت، رضايت او محبوبيت څخه وروسته پلوی کېږي، په استبداد کي ژبه ګونګه سي، علم چپ سي، منطق لاره ورکه کړي او انسان په رډو سترګو تسليم سي، خو په ډيموکراسۍ کي علم غوړيږي، ژبه څرخېږي او منطق چليږي، د استبداد او ډيموکراسۍ وسايل توپير لري، هيڅکله استبدادي حاکمان په ډيموکراټيک سياست کي نه چليږي او نه هم ډيموکراټيک سیاستوال په استبداد کي رهبران کېدای سي.

په افغانستان کي درېيم قوت اوس په سياسي او ټولنيز قدرت بدل سوی دی، د علمي منطق او ژور تحليل له مخي پر سياست زيات اغېز لري، که چيري سياسي واکمنان او سياسي فعالين ددې قدرت درناوی ونکړي او دا قدرت قانع نه کړي، د افغانستان د سياسي واکمنۍ خوبونه دي نه ويني، هيڅکله ددې قدرت د ارادې خلاف سياستوال تر لوړو پوړيو پوري نسي رسېدلای، دا قوت لوی قدرت دی، هغه مرمۍ چي د جهاديانو د توپکونو څخه وتلې او د خلکو جسمونه او بدنونه يې زخمي کول، تابع کول او د ځان کول يې، ددې نوي قوت الفاظ او خبري هغه مرمۍ دي چي پر زړونو لګيږي، ذهنونه تغيروي، فکرونه رامنځته کوي او انسان تابع کوي، دا وسله ارزانه، پرېمانه او مشروع ده، خو علم او معنويت غواړي. يوازي د وسلې په تغيري سره هم نه کېږي، بلکي روش، سليقه، شخصيت او نور مهم وسایل دي چي هر څه بايد اصلاح سي، نو د غرونو را لوېدلي انسانان چي د سلمانانو تر لاسونو تېر نسي، د ښار په دروازو کي نيول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *